کور / کره کتنه / چې مربي لرې نو مربا خوره !

چې مربي لرې نو مربا خوره !

کله چې د روژې د مبارکي میاشتي په څلورمه نيټه سهار مهال دفتر راغلم نو له معمول سره سم مې لمړې څو افغان ویبپاڼې د خبرونو د لیدلو په موخه پرانیستلې. که څه هم پوهیږم چې په دې کړیدلي هیواد که ښه خبر معمولاً نه وي خو بیا هم د ډیرو بدو په مینځ کې سړی دې ته اړ شی چې لږ بد خبر ته هم زړه ښه کړي. په هر حال نن نو هغه تر ټولو بده ورځ وه چې تر ټولو خپه کونکي او بې خونده خبرونه په کې سره یوځای شوي وه. د کرزی د ایرانی نامتو مزدورمعاون خلیلی په لمسون په کابل کې د مظلومو کوچیانو وژل ، شړل ، رټل او بې عزته کول له یوې خوا او په امریکا کې د افغانستان د تش په نامه اسلامی جمهوریت د لوی سفیر له خوا د روژې په مبارکه میاشت کې د شرابونو او کبابونو ، مستیو او نځاوو ، خنداګانو او ګډاګانو د محفل جوړول له بلې خوا داسې تبه را باندې راوستله چې رڼا ورځ را باندې توره شپه شوه. د لوی خدای لپاره دا څه د خدای غضب دې هیواد ته شوې ؟ له یوې خوا یې وګړي په خپل وطن کې د یرغلګرو له لاسه په جلاوطنۍ کې شپې تیروي ، د هر پښتون کور تلاشی کیږی ، د پښتون ننګ او ناموس ته په سپکه سترګه کتل کیږی او له بلې خوا مو د همدغو یرغلګرو مزدوران په همدې مهاجر ډوله ژوند کې هم یوه شیبه په کرار نه پریږدې. یو کوچی هیواد وال د دې لپاره چې پښتون دی د کرزې تر ږیره لاندی وهل کیږی ، بې عزته کیږی او رټل کیږی او ټول په رڼو ورته ګورو ، آیا مونږ د انسانیت معیارونه هیر کړی ؟ آیا مونږ له افغانیت څخه لاس په سر شوی یو ؟ څه شو هغه د ابدالی او د خټک بچې ، هغه د توری او د قلم اتل پښتنون چې به یې په هند کې به وګړو خپل ماشومان د پټان د راتګ په آوازه ډارول ؟ هغه پښتون چې په سترو نیواګرو امپراتورانو یې خوب حرام کړی وه ؟ دا خو به پریږدو چې په اکثریت سره سره مونږ د اقلیت په ډول ژوند کوو ، خو دومره ظلم او ناروا ته تسلیمدل هم لویه بی عزتی او بیغرتی ده. تر کله او تر څومره به دا ټول شیان زغمو بلاخره مونږ هم د دې هیواد په خاوره کې د ژوند کولو حق لرو او کنه ؟؟؟

راځو دوهمي خبري ته چې د دې هیواد دین ، کلتور ، او دودونو ته سپکاوی ده. مخکی له دې نه چې په اصل مطلب ته راشو یوه یادونه ضروری ده او هغه داچې په دې باندې ټول پوهیږي چې د ډبل عبدالله د واکدارۍ په وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د شمالی ټلوالی مافیایی مرکز وه او په نړۍ کی یې د افغانستان ټولو سیاسی نمایندګیو ته د خپلی ډلی داړه ماران لیږل چې ډیری یې لا تر اوسه هم په همغو پوستونو کې کار کوې. دغه داړمارانو ته پښتون هیڅ افغان نه ښکاریږی او کله چې پښتون د یوکار لپاره ورځی بیا ورته وایی چې ته پاکستانۍ یې او بیا خپله بدمعاشی پرې چلوي چې یوه ښه بیلګه یې تیر کال په لندن کې د افغانستان په سفارت کې د پښتونوالی په جرم د یوه پښتون وهل او ټکل وه چې کرزی او د هغه مافیا هیڅ غوږ هم پرې ونه ګراوه. په هر حال د بهرنیو چارو وزارت د لایحې له مخې هر افغان دیپلومات او یاهم سفیر له درې کاله دندې څخه وروسته بیرته باید خپل هیواد ته ستون شی خو کیدای شی چې په لایحه کې دا هم راغلی وی چې ( اعضای گروپ مافیای شمال از این آمر مستثنی میباشد ) ځکه په امریکا کې د افغانستان سفیر خو له بابا آدمه تردې دمه سفیر دی څوک دي نر شی یوڅه خو دې ورته ووایي ! مداری سید طیب جواد چې په امریکا کې د افغانستان د سفارت ټیکدار دی د خپل مافیایي اخلاقو تر څنګ په هیڅ ډول اسلامی او افغانی اصولو پورې ځان تړلی نه بولی او کله هم دا سوچ نه ورځی چې دی د یو داسی هیواد استازی دی چې دخپل عزت او وقار د ساتلو لپاره یې دری ملیونه شهیدا ورکړی او د کوڼدو او یتیمانو شمیره یې تر سر پورته ده. خو دې دخدای او افغان ملت دښمن د افغان او افغانستان په عزت او وقار باندې لیلام لګولی او د روژی په مبارکه میاشت کې افغانی ښځې د امریکایی بادارانو په مخ کې نڅوی او دی او فامیل یې کریډیټونه پرې اخلی. مونږ افغانان دا دواړه پیښې په کلکو ټکو غندو او د افغانستان له واکدارانو څخه دا هیله لرو مخکی له دې نه چې افغان ولس په خپله دا مجرمین محاکمه کړی ښه به دا وي چې په دې هکله ژر ترژره اقدام وشی او کنه نو پایلی به یې د زغملو وړ نه وی.

په پښتنه مینه