کور / تازه خبرونه / فراه : د احوالو د ثبت مدير او ملګرى يې ووژل سول

فراه : د احوالو د ثبت مدير او ملګرى يې ووژل سول

د فراه ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د ګلستان ولسوالۍ د احوالو د ثبت مدير او ملګرى يې ووژل سول . نوموړى چارواکي وايي چي ياد کسان تېره ورځ د ګلستان ولسوالۍ په بازار کي د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ووژل سول . دې ولايت د امنيې قوماندان محمد فقير عسکر ياده پېښه تائيدوي او وايي چي مدير حاجي محمد هاشم نومېده چي تېره ورځ د خپل يوه ملګري سره يوځاى د ناپېژاندو وسلوالو له لوري چي پر يوه موټر سايکل سپاره ول ووژل سول . نوموړي وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي خو پلټني يې پيل کړي .
طالبانو د دې پيښي مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي په ياده سيمه کي يې د حکومت يو تن کارکوونکى وژلى .