کور / z_buitenland_news -- 5 / روسيه نه غواړي عرب هيوادونه يورانيم غني کړي

روسيه نه غواړي عرب هيوادونه يورانيم غني کړي

اټمی انرژی


روسيه په عربی هيوادوکښي ديورانيومودغني کېدودمرکزدجوړېدوسره مخالفه ده .


دروسيې دنوستي دخبري اژانس دخپاره شوی خبر له مخې د((روس اټم)) دمرکزرئيس “سرگی کرینکو” دجمعې په ورځ اعلان وکړچې د((روسيې داټمی انرژي فدرالي اژانس)) دهغې اډيا ياطرحې سره مخالف دی کوم چې غواړي دعربی هيوادوله جملې نه په يوه هيوادکښي د يورانيومودغنې کېدونړيوال مرکزجوړشي .


دروس اټم فدرالی اژانس رئيس ديوشميرعربي هيوادو دا ابتکار چې وايي ديورنيومودغنې کېدونړيوال مرکزدي دي ددوي په خاوره کې جوړشي ،داسي تفصيره وی : زموږ له نظره داسي مرکزونه بايد زيات جوړشي خودايوه مسلمه خبره ده چې دامرکزونه بايد په هغو هيوادوکې جوړشي کوم چې ديورانيومودغني کېدوپه تخنيکي اوعلمی وسايلو سمبال وي ،  ترڅوداډول مرکزونه په ټوله نړۍ کې خپاره نشي .