کور / کره کتنه / د ملکه ثریا کیسه، په نوې بڼه تکراریږي

د ملکه ثریا کیسه، په نوې بڼه تکراریږي

د ملکه ثریا کیسه، په نوې بڼه تکراریږي

د انګریزانو زاړه چالونه او د افغانانو بیا بیا تیروتنه!

دا څو ورځې کيږي چې د انټرنیټ په بیلابیلو سایټونو کې د افغان سفیر، سید طیب جواد او د هغې د میرمنې عکسونه ګورم. خدای شته چې له سفیر جواد سره مې نه کومه شخصي ملګرتیا شته، نه مې همکار دي او نه مې خپلوان!! خو د یو افغان په صفت دا د ځان مسؤلیت ګڼم چې د ځینو متعصبو، ناپوهو او احساساتي کسانو په وړاندې یې برحقه دفاع وکړم.

لومړی باید وڅیړل شي چې دا عکسونه په لومړي ځل چا او په کوم مقصد خپاره کړي؟ دویم دا چې: دا عکسونه لکه څنګه چې نن سبا د ځینو متعصبو پښتنو لخوا پرې تود بحث رامات شوی دی او وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې سفير په داسې کارونو لاس پورې کوي، مطلق دروغ او فتنه اچول دي ځکه دا بالکل د سږکال عسکونه نه بلکه د تیرکال ۱۳۸۸ عکسونه دي چې د استقلال د جشن په مناسبت یوه محفل کې اخیستل شوي. (زه شخصاْ ددې محفل یو میلمه وم.)

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، د یو هیواد په تاریخي او ویاړنیزو ورځو کې، حکومتونه د هیواد دننه او سفارت خانې یې د هیواده بهر، دغه ورځې لمانځي، بهرني ډیپلوماتان راغواړي او د یو لړ رسمي مراسو وروسته بیا د ټنګ ټکور محفل هم تودیږي. دا کوم نوی کار نه دی او زموږ بابای ملت!!‏! هم د خپلې واکمنئ پر مهال دغه جشنونه په وار وار مجلل تره تر دې لمانځلي دي او هغه وخت هم د افغانستان سفارتونو په بهر کې له دې څخه مجلل تره غونډې جوړولې.

تیر کال هم غونډه په واشنګټن کې د افغانستان سفارت په ودانۍ کې جوړه شوه چې په کې افغاني ډیپلوماتانو، په امریکا کې میشتو ځینو افغانانو او یو شمیر بهرنیو ډیپلوماتانو او کارکوونکو برخه لرله. لومړی ډیپلوماتانو د افغانستان د آزادۍ په اړه وینا وکړه او پس له ځینو مرکو او مطبوعاتي عکس اخیستنو څخه، د غونډې میلمانه د خوندورې افغاني غذا خوړلو ته وبلل شول. له ډوډې خوړلو وروسته، د میلمنو ترمنځ لکه څنګه چې معمول وي، ګپ شپ او د یادګاري عکسونو اخیستل پیل شول چې په دې لړ کې ځینو غوښتل د سفیر ترڅنګ، چې په امریکا کې تر ټولو لوړپوړی افغان چارواکی دی، عکسونه واخلي. ددې خلکو څخه یوه هم مژده جمال زاده وه چې اوس له ډیر وخت راهیسي په کابل کې ده او یوه ټلویزیوني خپرونه چلوي. اوس نو د عکسونو ترمنځ، د هغې او سفیر عکس هم خپریږي چې ګواکې سفیر له دې سره چړچې کوي!!!

بل پلو، لکه څنګه چې ټول پوهیږي، په دغه راز بین المللي محفلونو کې بهرني میلمانه نیمه الکولي مشروبات لکه بیر او یا واین څښي او دا د غیرمسلمانو ډیپلوماتانو تر منځ یو مروج او عادي شی دی. خو مغرضو کسانو یو عکس چې د بهرنیو میلمنو په لاس کې واین ښيي، یوه لویه هنګامه جوړه کړې او بیا یې افغان سفیر هم په شراب خوړلو تورن کړی. د خدای روی ته وګورئ، که مسلمان یاست نو چیرې دی د قذف حد چی ستاسو پر دغو بدګمانیو او ناوړه تورونو جاري شي؟؟

په یو بل عکس کې بیا چې بالکل له دې محفله لیري په یو بل ځای کې اخیستل شوی او شخصي عکس ګڼل کیږي، جواد له خپلې میرمنې او زوی سره لیدل کیږي چې تر شا یې د ځینو څښاکو بوتلونه هم په المارۍ کې ترسترګو کیږي. په امریکا کې په هره مغازه کې او هر رستورانت کې د شرابو بوتلونه په الماریو کې ایښي، دا که د یو چا په عکس کې د هغه تر شا دغه المارې راشي، نو بیا دومره غټه ډنډوره ترې جوړوئ؟ شرم و حیا چیرې ده؟

د یوې افغانې میرمنې عکسونه په دې نیت خپرول چې ګوندې هغه په عیش او بدو کارو بوخته ده، د هر افغان لپاره ننګ او شرم دی. که چا د پښتنې شیدې رودلي وي، دا کار نه کوي. په عکسونو کې ځیني شخصي عکسونه هم شته چې نه پوهیږم مغرضو کسانو له کومه لاسته راوړي دي؟ د اسد په اته ویشتمه، د انګریزانو څخه د آزادۍ د ګټلو په ورځ مې یو ځل بیا د انګریز هغه نیرنګ مخ ته ودرید چې زموږ د پښتون او با غیرته پاچا خدای بخښلي اعلیحضرت امان الله خان میرمن، ملکه ثریا ته یې د همداسې بې ننګه او بې پته پښتنو په لاس سپکاوی وکړ او د هغې عکسونه یې په بد نیت او بد ډول په خلکو کې خپاره کړل. له هغې ورځې نه نیوي کاله تیر دي خو د ساده پښتون د دماغ سوری لا تر اوسه بند دی. لا تر اوسه عکسونو ته ګوري او قضاوت کوي، عکسونو ته ګوري او حکمونه کوي او د افغان د ننګ شمله ټوله په یوه لمسون پر اوبو لاهو کوي. افسوس افسوس!!

زه اعلیحضرت امان الله خان او سید طیب جواد نه مقایسه کوم، هر څوک ځان ته بیل شخصیت او تګلاره لري خو مشترکه وجه یې دا ده چې په نوې پیښه کې هم د یوې افغانې میرمنې د عکسونو خپرول او د هغې بدنامول رامنځته شوي.

د غونډې په پای کې چې ځیني بهرني سفیران ولاړل، نو افغانان چې ټول سفارت خپل دویم کور ګڼي، لږ وځنډیدل او ټنګ ټکور یې جوړ کړ چې زیاتره پکې د وطن په یاد سندرې وویل شوې. البته باید بیا هم یادونه وکړم چې دغه محفل تیر کال یعنی په ۱۳۸۸ کې و خو عکسونه یې سږ کال او بیا د آزادۍ د جشن نه فقط څو ورځې دمخه خپاره شول چې دا پخپله د یوه شوم هدف ښکارندویی کوي. د انګریز مزدورانو ته اوس حتی د آزادۍ د ورځې تش لمانځل هم د سترګو زوز دی او غواړي دغه هم سبوتاژ کړي.

خو دغو ټولو کسانو ته چې یا د انګریز د لاس آله شوي، یا د شخصي خصومت په لومه کې بند دي، یا سیاسي مغرضانه اهداف لري، یا ساده دي او نه پوهیږي چې څه لوبې پرې کیږي، دا وایم چې:

د خدای لپاره، بس کړئ نور!!! که د سید طیب جواد سره شخصي دښمني لرئ نو مستقیماْ ورسره په تماس کې شئ او که نه هیڅکله هم د افغانانو د شملې او د افغان میرمنو د لمنو ککړولو ته مه هڅیږئ! ځان ته وګورئ، تاریخ ته وګورئ، دښمن مو وپیژنئ او یواځې د قومي، ژبنیزو، سیاسي او یا ډله ییزو تضادونو لپاره د افغان برم او عزت په خاورو مه لوټئ! بس دی نور بس دی!! دا تاسو ته شرم دی که د افغان سفیر پر میرمنې او د هغې پر کړنو بد ووایاست، ځکه هغه خلک پیژني، هغه له افغانانو سره په تماس کې ده، د هغې نیت، پوهه، احساس او کرکټر ټولو ته معلوم دی او تاسو یې د یو څو عکسونو په خپرولو، یواځې ځان او نور پښتانه شرموئ.