کور / سياسي / نوې ستره جګړه

نوې ستره جګړه

د افغانستان د تجزیې پر غوښتـنو ، څارو او کلک پام وساتــﺊ!

لیکوال : بروس ریچاردسن
ژباړه : رحمت آریا آګست ۲۰۱۰

د تجزیې غوښتنه : په هندوستان کې د امریکا پخوانی سفیر Robert Blackwell د امریکا د ولسمشرۍ په اداره کې یو له هغو چارواکو څخه دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د اوباما د ادارې د پاتې راتلنې په پام کې نیولو سره د افغانستان د بیلتانه یا هم د دغه هیواد د تجزیې سلا مشورې ورکوي ؛ نوموړی د ولسمشرۍ په اداره کې یو له هغو کسانوڅخه دی چې شمیره ېې مخ په ډیریدو ده. اوس د ولسمشرې د ادارې په منځ کې منل شوې چې طالبان به هرو مرو د هیواد په لرغوني پښتـني سویل کې دومره کنترول او برلاسی ولري چې مخنیوی به ېې ګران وي. له دې امله نور د تجز یې یا د بیلتانه د کرښې د رامنځته کولو د پوښتنې لپاره ځای نه پاتې کیږي ، مګر دا چې کله به کیږي.

د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه ، هغه جګړه ده چې د خپلو هډونو د ماتیدنې وړاند ویینه ېې لا پخوا شوې وه : هېڅ چا ته اوس نه باید د حیرانتیا ځای وي ، چې د داسې یوه لښکر په لرلو چې په ټولیز ډول د دغه هیواد له تأریخ ، توکمیز جوړښت ، ژبې ، دود ، سیاست او ارزښتونو څخه بې خبره دی ، نور د امریکا متحده ایالات د ټولنیزې انجنیرۍ [ هندسـﺔ اجتماعیـﺔ ] [social engineering] له لارې نه شي کولای د پـښتـنو د پام وړ شمیره د خپل ځان پر شپول را وکاږي ؛ دا هغه پښتانه دي چې ور پورې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د ستراتیژۍ برخــَـلیک تړلی دی. د تجزیې د ستراتېژۍ د د باو منځنی ټکی دا دی چې تجزیه په خپله تومنه کې د آیساف / ناتو د سرتیرو د پلي کیدا د لږې شمیرې غوښتونکې ده چې کولای شي د هیواد ستراتیژیک ټکي په خپله ولکه یا کنترول کې ولري. د امریکا د سوق الجیشي خوځښت یا د تش په نامه [ ملت جوړونې] پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ په جګړه کې د ملکي وګړو د شمیرې زیاتوالی دی ، یوازې په تیرو ۲ میاشتو کې له ۱۲۰۰ تنو ډیر ملکي وګړي وژل شوي دي ؛ دغو مرګ ژوبلو یا تلفاتو د ناتو د ټولنیزو اړیکو په کمپاین کې لوی بدلون رامنځته کړ ، چې موخه ېې د افغان وګړو د فکرونو او زړونو لاسته راوړل دي. د ناتو د تګلارې ملګرو یا د رسنیو ټیکه والانو مخکې له مخکې د ملکي وګړو د مخ په ودې مرګ ژوبلې پړه د طالبانو پر غاړه واچوله ، خو ولسي وګړي د نا تو د ملاتړو رسنیو دغو خبرو ته یوازې د منځـتـشو پرو پاګندونو په سترګه ګوري. د افغانانو په منځ کې د امریکا د ” ترهګرۍ پر وړاندې” د جګړې د وروستنۍ سروې یوه شمیره دې ته نغوته کوي چې دا جګړه د افغانستان له بیلابیلو بډایو طبیعي سرچینو څخه د افغان ولس د بې برخې کولو لپاره یوه سریزه یا مقدمه ده.

جګړه پارَوونکې سرچینې : د هیواد په شمال لویدیزې برخې کې د یو اعشاریه نهو بیلیون بیرلو په پیمانه د تیلو د سر چینو وروستـنۍ موندنې د شمالي ټلوالې د خولې خوند بیا را وپاراوه ، بیا پر خپلو آسونو کښینتل او یو ځل بیا ېې د پخوا په شان د هیواد د تجزېې د کمپاین پر درشل ډډه ولګوله. د لیتیم د پریمانو سرچینو د موندنې وروستۍ ادعا کومه نوې خبره نه ده. د افغانستان څه د باندې ۴۰۰۰ بډایې سرچینې مخکې له مخکې په ډیر ځیر پلټل شوي دي او د نوموَ تو افغان ساینسپوهانو او لیکوالانو له پلوه catalogue شوي دي. د لا زیاتو مالوماتو لپاره وګورﺉ : په افغانستان کې د شوروي سیاسي او اقتصادي ګټې. لیکوال ډاکټر صدیق. م نوروزي په افغانستان کې خپره شوې .

Soviet Economic Interests and Policies in Afghanistan, Dr. Siddieq M. Noorzoy, published in Afghanistan

او هم و ګورﺉ :

 Great Game Revisited, Rosanne Klass Editor, 1987, Freedom House, NY, pp. 71-95. The

د دغو یو په یو موندل او شمیرل شویو سرچینو د نوم لړ لنډېز په ۱۹۷۷ ز کال کې ، په ۴۱۹ پاڼو کې د کانو او صنایعو د وزرات له خوا د منرال د سرچینې د ګرازش Mineral Resource Report تر نامه لاندې ، خپور شو. د افغانستان د هک پک کوونکو افسانوي سرچینو هر اړخیزو پلټنو د هغو کسانو پراخ پام ځانته را واړاوه چې د لږکیو په منځ کې دیره دي ، دا هغه کسان دي چې د پښتـنو- ضد دریز پر بنسټ له خپلو بهرنیو ولینعمتانو سره اوږه په اوږه ولاړ او په اقتصادي امکاناتو کې د تحریمي ټیکې [ انحصار] د راخپلولو هلې ځلې کوي.

لګښت : د بیلتانه د کرښې د جوړولو دغه ډول خوځښت ښايي د هیواد په شمال کې دیره لږکیو ډلو ته مجازأ اقتصادي ټیکه په لاس ورکړي. د افغان – شوروي په جګړه کې شمالي ډلې ټپلې له شوروي نیواکګرو سره غاړه غړۍ شوې خو اوس ېې یو ځل بیا ځانونه تر شورویانو زیات پر بل بهرني نیواکګر لښکر پورې نښلولي دي اوټلواله ېې ورسره جوړه کړې ده. د سړې جګړې دغه ډول ټلواله ، پر پوځ – سر بیره – اقتصادي بندیز [ تحریم ] ، به یا د افغانستان پر تجزیې یا د بیلتون د کرښې په غځولو واوړي حال دا چې د هیواد سویل په ټـینګه بمباردیږي ، په هرګوټ کې ېې ماینونه ښخیږي ، سویل نه یوازې له سترو ورانیو سره مخامخ شو بلکه له جزاﺋـي پوځي عملیاتو سره هم مخامخ شو او نه یوازې سیمه بلکه وګړي ېې هم له یو بل څخه په جلا کیدلو د اقتصادي پرمختګ له بهیر څخه بې برخې شول. په دې لوبه کې یو ځل بیا د سړې جګړې د چل او تاکتیک لوب پته [ قطعه] راوړاندې کیږي. د امریکا له یرغل او نیواک څخه د شمالي ټلوالې ملاتړ په واشنګـټن کې رسمي غوږونه لري او د دوی هغو اقـتـصادي ګـټو او غوښتـنو ته غوږ نیسي چې د [ پـښتـنو – ژ] د تحریم پر بنسټ ولاړې دي. د هیواد هر ډول بیــَلوَنه که تجزیه وي یا د بیلتون کرښه دواړه د دې لامل ګرځي چې د هند او روسیې اړیکې له یو بل سره پياوړې شي ، او پایله ېې له شمالي تلوالي سره د لا ملاتړ پر لاغځېدا ور ا َوړي. ځینې کسان د سفیر بلکویل لید لوری داسې ګڼې چې که د نوموړي لید لوری د [ څه راکړه څه واخله ] د متل پر بنسټ ولاړ نه وي نو لږ تر لږه له سیاسي ډډو خړوبه شوی لید لوری ېې بولي او وايي چې نوموړی په څرګنده د روسیې ، هند او په افغانستان کې د دیره لږکیو په منځ کې د همکارو ډلو د ملاتړ په اړخ کې ولاړ دی. همدا شان دا دلیل هم راوړل شوی چې امریکا ، د افغانستان د اقـتـصاد پر راتلونکې ، معامله کړې تر څو د اتومي ژمنو د ماتونې د تورونو په کړس کې پر ایران باندې د زیاتو اقـتـصادي بندیزونو په راوړلو کې د هند او روسیې ملاتړ راخپل کړي.

د افغانستان لپاره د تجزېې هر ډ‌ول پلان به د بشرپالنې په اصطلاحاتو کې ډیزاین ، رنګ ، پټ [ ملفوف] او ټاپه شي . داسې یو دریز به و نیول شي چې لومړني څاڅکي به ېې له سیاسي سوریو څخه د دولت پر شپول راڅرخیدونکو رسنیو ته ” ور و څڅول شي” او وبه ویل شي چې بیلتون کرښه یا تجزیه به د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې ډډې پیاوړې کړي او د انساني برابرۍ او د پراخ بنسټه لید لوري پر بنسټ به د لاسرسۍ داسې هر اړخیزه امکانات او چاپیریال رامنځته شي چې اقـتصادي خوځښت او ودې ته به پونده ورکړي. په دې وروستیو کې ، ټایم مجلې [Time Magazine ] د یوې کړیدلې بې وزلې افغان میرمنې یو انځور نندارې ته وړاندې کړی چې په ډیرې وحشي بڼې بد شکله شوې او په پوزه کې ېې یو زړه بوږنوونکی ژور سوری لیدل کیږي ، پانګوال ډنډوره چیان ان د دغې ځورېدلې میرمنې له انځور څخه د خپلو موخو او اقتصادي – ستراتیژيکو ګټو لپاره کار اخلي . د مقالې د لیکوال له لیکـنیزې بڼې په څرګنده ښکاري چې د هغه د اقـتـصادي ګټو او ونډې سوټی په افغانستان کې د امریکا د متداوم حضور په ډنډ کې پروت دی ، د جګړې په تړاو د امریکايی ولس شک مخ په وَدې دی اولیکوال له دغه انځور څخه د یوې هوښیارې وسیلې په توګه داسې کار اخلي چې په افغانستان کې روانې جګړې ته سپینې سپیڅلې جامې ور واغوندي او د امریکا د شکاکه ولس قناعت را خپل کړي.

د تیر تأریخ په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې د ۱۸۹۳ زکال د ډیورنډ له ځمکنۍ نښې ایښودلو څخه را وروسته مو هېڅ څه نه وي زده کړي ، دا کرښه د پخواني ښکیلاک د هغه مهال د ټولنیزې انجنیرۍ یوه بله ځان ستایونکې بیلګه ده.

اوس د هغه شک وخت را رسیدلی دی چې په واشنګتن کې د افغان جګړې د ځانګړې همغږې ډلې باور هسې یوه پلمه وبولو. رښتونی حقیقت هیڅکله ساده نه وي ، هر ډول حقیقت چې له لوړ پوړو کړیو څخه ولس ته ور څڅول شوی که د ولسمشرانو، یا د سفیرانو، یا د لومړیو وزیرانو او که د ا ُسقــفانو له پلوه وو …. ټول ېې د شک وړ هغه میراثونه دی چې موږ ته لا تر اوسه را پاتې دی. زور واکان یوازې هغه حـقـیقـتونه ، او هغه هم تر هغې کچې ، افشا کوي چې د دوی ګـټـه په کې نغښتې وي. ان همدغه حـقـیـقـتـونه چې دوی ېې مني ، په داسې یوه ړانده ټوکر کې پیچل شوی وي چې دوه مخيتوبونه ، چلوټې او پلمې ېې زموږ سترګو ته د لیدلو وړ نه وي. د واک په چلولو کې هرو مرو تحریف پروت وي او دومره له اړو پیچه ډک ” متضاد” وي چې په رښتونلۍ ېې څوک باور نه شي کولای.

که یوازې یوه کوشني لږکي ته اقـتـصادي او نور مخ په وَدې امکانات د همکارۍ په بدل کې د بډې او جایزې په توګه ور کړل شي نو په یوه شي کې چې شک نه شي کیدای په ډیر ډاډ دا دی چې ورپسې به داسې بې ثباتۍ ، نه تم کیدونکې پر له پسې شخړې او لاس او ګریوان کیدنې رامنځته شي چې د بشري کړاوونو او کډوالیو درانده پیټي ېې لا وختې د افغان ځوریدلي ولس پر اوږو باندې بار دي.

بروس ریچارد سن

۲۰۱۰ ز کال اګست

د ژباړونکي یادونه : مخکی له دې چې زه د لیکوال ښاغلي بروس ریچاردسن ژباړه خپره کړم ما د یوه بریښنا لیک له لارې ورڅخه پوښتنه وکړه چې په دغې مقالې کې موخه آیا { De Facto Partition} [ د بیلتانه کرښه] دی یا { De Jure Partition} دی ، هغوی د بريښنا لیک په ځواب کې را ته په لنډیز څو کرښې ولیکلې چې د هغوی د لیکلې اجازې له اخیستلو وروسته دلته ېې ژباړه بې ګټې نه بولم :

” هیله مند یم چې له خپلې پتمنې کورنۍ سره روغ او رمی اوسې. د وړاندیز شوې تجزېې او بیلتون کرښې په اړوند زما باور دا دی چې امریکا به د تجزېې د رامنځته کیدلو لپاره خپله هر ډول رښتونې موخه او هوډ تر وسې وسې پټ وساتي. خو د دې ترڅنګ باور لرم چې موخه هماغه رښتونې تجزیه ده. د ډیورنډ کرغیړنه کرښه ېې یوه څرګنده بیلګه ده. په بنسټیز ډول ، د ډیورنډ کرښه په لومړیو کې د علامت ایښودلو په نامه یاده شوې وه چې له مخې ېې د بریتانیا د ختیزې کمپنۍ او د افغانستان د دولت د سیاسي اغیزو یا نفوذ سیمې بلل شوې وې ، دا په حقیقت کې یوه جغرافیوې ویشنه او تجزیه نه وه مګر د وخت په تیریدلو ېې د رښتونې تجزېې بڼه او مانا را خپله کړې ده. دا علامت ایښودنه پاکستان ته په میراث ورسیدله. خو د نړیوال قانون تر سیوري لاندې پاکستان ، چې د هغه مهال هندي خاوره وه ، په هېڅ ډول نه شي کولای ځان د دغې علامت ایښودنې قانوني میراث ګـټونکی وبولي ، په نړیوال قانون کې دا ډول ستونزو ته یوه اصطلاح شته چې [“novation.” ] ېې بولي ” [ د ژباړونکی یادونه : په حقوقي اصطلاحاتو کې novation چې نیږدې مانا ېې مُعَرﱡبې پښتو ته راګرځولای شم د ” دوجاﺋـیـبو تعویض” ېې ژباړلای شم ، په دې مانا چې دواړه ژمنوالې یا متعاهدې خواووې خپلې پخوانې ژمنې پر نویو وجاﺋـیبو بدلوي او یا دا چې پخوانی ژمنوال د نوي ژمنوال ځای په دې آړ یا شرط نیسي چې لومړنۍ دواړه متعاهدې خواووې ورباندې د یوه تړون پربنسټ سلا وکړي ترڅو نوی ګډونوال د زاړه یا پخواني ګډونوال ځای ونیسي او یا یوه خوا مخکې له مخکې بلې خواته لیکلې خبرتیا ورکړي او هغه مهال د پلي کیدو یا عملي کیدا وړ ده چې لومړنۍ متعاهدې خواووې ور باندې سلا او همغږې وي – ژ ]

” زما په باور زما لیکنه د واشنګتن رښتونې هڅه را بربنډوي چې غواړي خپله رښتونې موخه تر شونې کچه پټه و ساتي ، هیله مند یم چې دغه لیکنه وکولای شي لوستونکو ته زما دلایل روښانه کړي. هیله مند چې ما خپله خبره روښانه کړې وي. ګرانه انډیواله! هیله مند یم چې ستاسو پوښتنو ته مې ځواب در کړی وي او د تل په شان ستاسو له اکاډیمیکو هڅو څخه منندوی یم.”