کور / راپور / پوهنه د اونۍ په هېنداره كښې (۱۰)

پوهنه د اونۍ په هېنداره كښې (۱۰)

لسم راپور


د ۱۳۸۹ کال د زمري ۱۳

د فاریاب په ولایت کې د ښوونکو د روزونې د نوي تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ښوونکو د روزنیز مرکز د تعمیر ډبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ لخوا په داسې حال کې اېښودل کیږي چې د ناروې هېواد سفیر، د نوموړي ولایت والي، د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رئیس، پوهنې وزارت ویاند او ګڼ شمېر کوربنو او مېلمنو حضور درلود. نوموړی تعمیر د ۶ جرېبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ۳ ملیونه او لس زرو امریکايي ډالرو په لګښت د ناروې هېواد په مالي مرسته جوړیږي چې د ۲۷ ټولګیو، ۶۴ د لیلیې خونې، ۳۲ هغو څخه د ښځینه زده کوونکو، ۳۲ د نارینه زده کوونکو، پخلنځی، د ډوډۍ خونه، د پاکو اوبو څاه، د ساتونکې لپاره دوې خونې او ۱۰ عصري تشنابونه به ولري. د یادولو وړ ده چې ناروې هېواد په مالي مرسته ۶۸ جوړ شوي ښوونځي د پوهنې د درانه وزیر لخوا پرانیستل شول.


په لغمان كې د يوې ښوونځي ودانۍ پرانيستل شوه

د لغمان ولايت د مرکز اړوند د هرمل د نسوانو د لیسې نوي ودانۍ د نوموړي ولايت د پوهنې رئيس اسدالله رويا لخوا په داسي حال كې چې د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده پرانيستل شوه. دغه ودانۍ چې د جاپان هيواد په مالي لګښت د ۸۵ زره امريكايي دالرو په ارزښت د۵ مياشتو په موده كې په پاخه ډول جوړه شوي، چې ۸ درسي، ۴ ادراي خونې،۱۲ تشنابه او نور داړتيا وړ ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۴۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري. د يادولو ده چې دغه ښوونځۍ ۱۲۰۰ تنه زده کوونکي لري چې د ياد شوي تعمير په جوړه ولو سره د زده كوونكو ستونزه حل شي.


د بلخ په ولایت کې د سمینار په لاره اچول

د بلخ ولایت د ښوونکو لپاره د جی ټی زید په مالي مرسته روزنیز سمینار د ساینسي مضامینو د زده کړې په موخه د بلخ ولایت د ښوونکو په روزنیز مرکز کې په لاره واچول شو، چې ۹۵ تنو ښوونکو

پکې ګډون کړی ؤ.


د پوهنې په برخه كې د نړيوال خوراكي پروګرام نوې مرستې

نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره ۷۷ ټونه پاخه خواړه د پنجشير ولايت د پوهنې رياست سره مرسته كړي. د پنجشير ولايت د پوهنې مسؤولين وايي چې نوموړي پاخه خواړه ۳۳ ټونه د ښوونځيو زده كوونكو ته او ۴۴ ټونه دسواد زده كړي دكورسونو او زده كوونكوته د درس په جريان كې وركول كيږي. د نړيوال خوراكي پروګرام مسؤولين وايي په پام كې لري چې دا لړۍ پر پنجشير سربيره د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي.


د جوزجان ولایت د پوهنې له ریاسته سره مرسته

د جوزجان ولایت یوې تن اوسېدونکې د پوهنې ریاست سره د ۲۰۰ امریکايي دالرو په ارزښت د یو پایه واټر پمپ مرسته وکړه، چې مرسته د پوهنې ریاست لخوا تسلیم او نوموړې دا کړنه یې وستایه.


د تخار ولايت د پوهنی ریاست سره مرسته

د انګلستان هیواد د استریمز( احیای فلج مغزی) موسسي لخوا د تخار ولایت د بی بی هاجری د نسوانو د لیسي سره د چوکیو او خیمو مرسته وشوه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله د نوموړي ښوونځي د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د تخارولايت د پوهنې رياست رِئیس له نوموړي موسسي له دغې مرستې مننه وكړه او د پوهنې په برخه كې يي د ياد شوي موسسي د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو.

په نوموړی ټوکوكې د زده كوونكو لپاره 150 پایی یو نفری پلاستیکی چوکی، 5 بابه خیمی او نور د ضرورت وړشیان شامل دی.


د غزني ولایت د ښوونکو لپاره سمینار په لاره واچول شو

د غزني ولایت د محلي ښوونځیو د ښوونکیو لپاره د ښه تدریس په موخه د یونیسف موسسې په مالي مرسته سمینار په لاره واچول شو، چې ۵ تنه زده کوونکیو پکې ګډون وکړ او شپږ ورځې یې دوام وکړ.


د ۱۳۸۹ کال د زمري ۱۶

د هرات ولایت د سراب ښوونځي د تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د هرات ولایت د کرخ ولسوالی د سراب متوسطه ښوونځي د بنسټ ډبره په داسې حال کې اېښودل کیږي، د نوموړي ولایت والي، د نوموړي ولایت د پوهنې ریاست مشرتابه غړي، قومي مشران، ښوونکي او زده کوونکيو حضور درلود، نوموړی تعمیر په پاخه او اساسي ډول د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرسته د ۱۹۷ زرو امریکايي ډالرو په لګښت په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې جوړیږي، چې ۱۶ درسي خونې، ۸ اداري کوټې، د اوبو څاه، ۸ تشنابه به ولري، د یادولو وړده چې ۲۴۰ میز او چوکۍ هم دې ښوونځي ته برابرې شوې ديِ، هېره د نه وي چې نوموړی تعمیر به د ۱۲۰۰ تنو زده کوونکو د ځای د نشتوالي ستونزه هواره کړي.


د کندز ولایت د خواجه مشهد له لېسې سره مرسته وشوه

په جرمني کې مېشتو افغان ځوانانو د کندز ولایت د خواجه مشهد له لېسې سره ۱۲۵ دری نفري چوکۍ مرسته وکړه، دا مرسته د لېسې مدیر ته تسلیم شوه چې د مدیر لخوا یې مننه وکړه او له نورو ورته ځوانانو یې هیله وکړه چې د پوهنې له بهیر سره هر راز مرستې وکړي.


د بامیانو په ولایت کې ښوونیز سمینار په لاره واچول شو

د بامیانو ولایت د پوهنې اړوند مدیرانو ته پلانګذارۍ، مراقبت، ارزونې او احصايې د زده کړې په موخه ۴ ورځنی سمینار په لاره واچول شو، چې ۲۵ تنه مدیرانو پکې ونډه واخیسته.


د سمنګان د ښوونځيو ښوونكو ته۱۶ ورځنى سیمينار پيل شو

په سمنګان ولايت كې د دغه ولايت د مركز ايبك د ښوونځيوو ښوونكو ته ښوونيز ۱۶ ورځنى سیمينار د نوموړى ولايت د مركز ايبك د حضرت علي په ښوونځي كې پيل شو. نوموړى سيمینار د سمنګان ولايت د پوهنې رياست لخوا په لاره اچول شوى چى د سمنګان ولايت د مركزى ښوونځيو ۲۰ تنو ښوونكوگډون کړى چى له مخي یی د نوي ميتود په هكله پوهنیزه زده کړي ترلاسه کړی. دیادونې وړ ده چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو او د پوهنې مسئوولينو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوی روزنې د اصولو له اړخه مثبتي اغیزي وشیندې.


د ۱۳۸۹ کال د زمري ۱۹


دکندز په ولايت كی د دوو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې

دکندز لايت: نن دروان كال د اسد د مياشتي په ۱۹ نيټه، د كندز ولايت د امام صاحب په ولسوالي كى د ذكور امام صاحب د ليسي او د علي آباد ولسوالى دكيسه توپك د لومړني ښوونځي نوي ودانې د نوموړی ولايت د پوهني رياست د مسوولينو لخوا په داسى حال كې چې د سيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټي په پريكولوسره پرانيستل شوى. د امام صاحب د ذكورو ليسه په يوه پوړکی د ۵ لكو امريكايي ډالرو په مجموعى لګښت د آلمان هيواد د G.T.Z موسسي په مالى مرسته جوړ شوى، چې ۲۲ درسی ټولګى، ۴ ادارى خونى، د احاطى ديول، ۶ تشنابه، د زده كوونكو لپاره ميز او چوكي او نور ضروري ملحقات لری. همدارنګه كيسه توپك لومړني ښوونځي دپوهنې وزارت د انكشافي بودجي څخه ۱۶ لكو افغانيو په مجموعي لگښت د ښوونځي د انكشافي شورا لخوا ديو كل په موده كې جوړ شوي چې ۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خوني، ۶ تشنابه او نور ضروري ملحقات لري. د يادوني وړ ده چې دياد شويو ښوونځيو د تعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيوو زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والى له امله حل شى.


د لومړي ځل لپاره د غور په ولایت له دارلعلوم څخه زده کوونکي فارغ شول

د غور ولایت د ابوحنیفه له دارالعلوم څخه د زده کوونکي فراغت په داسې حال کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي، د نوموړي ولایت د پوهنې مسؤلین، د سیمې مخور په نوموړي دارلعلوم کې حضور درلود. دا کسان چې شمېر یې ۱۳ تنو ته رسیږي دوی ته د څوارلسم د فراغت سند ورکول کیږي.


د لغمان ولایت دپوهنې رياست سره مرسته وشوه

د لغمان ولایت: دپوهنې پخواني وزير اودصدرات مرستيال داكتر عبدالقيوم د لغمان ولايت دپوهنې رياست سره لس زره امريكايي دالرو نقدي مرسته وكړه. په هغه غونډه كې چې له همدې امله د نوموړي ولايت دپوهنې رياست د غونډو په تالار كې جوړه شوې وه د لغمان ولايت دپوهنې رئيس دښاغلي داكتر عبدالقيوم له دغې مرستې مننه وكړه او دپوهنې په برخه كې يي د داكتر صاحب د لازياتو همكاريو غوښتونكى شو. ديادونې وړده چې يادشوي لس زره دالره چې ۴ لكه ۵۰ زره افغاني كيږي دلغمان ولايت دمركز او قرغيو ولسوالي دښوونځيو ښځينه او نارينه ښوونكو ته زر زر افغاني وويشل شوي.


د تخار ولایتد ګلفکان د ولسوالۍ د ابولحسن خره قاني د لیسې نوی تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نوموړی تعمیر د ۶۶۱۳۳۷۸ افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودیجې لخوا د دوو کلونو په موده کې جوړ چې د ۸ ټولګیو، ۴ اداري کوټو، چارچاپېر دېوال، ۵ عصري تشنابونه او همدارنګه د زده کوونکو لپاره د ۳۲۰ پایه مېز او چوکۍ لرونکی دی، د یادولو وړ ده چې اوسمهال په نوموړي ښوونځي کې ۱۶۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.

د بادغیس ولایت د ښوونکي لپاره سمینار په لاره واچول شو

دا سمینار د یونیسیف موسسې په مالي لګښت د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست په تالار کې د ښوونکو لپاره په لاره اچول شوی چې ۱۵۰ تنه ښوونکو په کې ونډه واخیسته.


د هرات په ولایت کې د یو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

نوموړی تعمیر په پاخه او اساسي ډول په دوه جرېبه هغه ځمکه کې چې د خلکو لخوا ورکړل شوې جوړيږي چې لګښت به یې ۱۹۵ زره امریکايي ډالره چې د هرات ولایت د بیا رغونې ټیم لخوا ورکول کیږي، تعمیر به دې ۸ درسي خونې، ۴ اداري کوټې، د پاکو اوبو څاه، لس تشنابه او چارچاپېره دېوال لرونکی وي، همدارنکه د زده کوونکو لپاره ۱۶۰ پایه مېز او چوکۍ د زده کوونکي لپاره هم برابریږي. د یادولو وړ ده چې په نوموړې ښوونځي کې ۸۰۰ زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.


دکاپیسا دښوونځيو آمرينو ته يو ورځنۍ سمينار پيل شو

په کاپیسا ولايت كې د دغه ولايت د مركز دښوونځيو آمرينو او د پوهنې مديرانو ته دعملياتي پلان يو ورځنى سيمنار دنوموړى ولايت دپوهنې رياست په تالاركې پيل شو. نوموړى سيمنار دكاپيسا ولايت دپوهنى رياست لخوا په لاره اچول شوى چې۳۰ تنو دمركزى ښوونځيو آمرينواو دپوهنې مديرانو گدون ګړى چى له مخي یی دعملياتي پلان په هكله پوهنیزه زده کړي ترلاسه کړي. دیادونی وړدی چې دي ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو او دپوهنې مسئوولينو د پوهي د لوړلو په کچه کې د نوې روزنې د اصولو له اړخه مثبتې اغیزې وشیندي.


د 1389 کال د زمري 24


د هرات ولایت د استقلال د لیسې تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو


د استقلال د لیسې تعمیر چې په پاخه او اساسي ډول د ۳۸۰ متر مربع ځمکه کې د ۴۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت د سیمې د خلکو لخوا جوړ شوی، ۱۰ درسي خونو او نور اړینو څیزونکی درلودوکی دی.


د بلخ ولایت د علی سینا بلخی د لیسې د تعمیر د بنسټ ډبره کېښودل شوه

دا تعمیر چې په پاخه او اساسي ډول د ۲۲۵۰ متر مربع ځمکې په ساحه کې د ۱۷۶ زرو امریکايي ډالر په لګښت د پوهنې د انکشافي بودیجې له لوري جوړیږي چې ۱۶ ټولګي، ۴ اداري کوټې، دېوال، د پاکو اوبو څاه، لس تشنابه او همدارنګه ۸۰۰ پایې مېز او چوکي به ولري.


د بلخ ولايت دپوهنی ریاست سره د اداری توکو مرسته

د بلخ ولایت: دبلخ ولایت د پوهنی ریاست سره د یونیسف دفتر لخوا د یو شمیر اداری ټوکو مرسته وشوه. په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ریاست کی جوړه شوی وه د بلخ ولایت د پوهنی رئيس او يو شمير نورو دولتی چارواکو ګډون کړی و. په نوموړی ټوکي کې د زده كوونكو لپاره ۱۱۰۰ كارتنه قرطاسيه، دابتدايي دوري شاګردانو ته ۵۱۲ كارتنه د مكتب بكسونه او نور د ضرورت وړ شیان شامل دی. د پوهنی رئيس د يونيسف له دغي مرستی څخه په مننی سره زياته کړه، چې خيريه نهادونه بايد خپلی مرستی د پوهنې په برخه کې زياتي کړی .


25 اسد 1389


د تخار ولایت د شورچه متوسطې تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

توموړی تعمیر چې په پاخه او اساسي ډول د یو میلیون او شپږسوه زرو افغانیو په لګښت پوهنې د کیفیت د لوړولو د پروګرام لخوا جوړ شوی، چې ۴ ټولګي، ۲ اداري کوټې او د نورو اړتیاوو لرونکی دی.