کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد غلام محي الدين زرملوال د فاتحې خبرتیا !

د ارواښاد غلام محي الدين زرملوال د فاتحې خبرتیا !

بســـــــم الله الرحمن الر حیـــــــــــم


دفاتحې خبرتیا 


لکه دمخه  چې تاسو ته خبر درکړ شوی و  نن دزمري په دېرشمه نېټه د خدای بښــلي غلام محی الدین زرملـوال  جنازه له کاناډا څخه خپل  پلرني ګران هېواد ته راورسېده  دخدای بښلي جنازې او درناوي ته دهېواد له ګوټ ګوټ څخه  زموږ ګران او پتمن هېواد وال راغلي  وو.


د ارواښاد غلام محی الدین زرملوال کورنۍ ټولو دوستانو ته خبر ورکوي  چې د نارینوو فاتحه  سبا دیکشنبې په ورځ دزمري په  یو دېرشمه نېټه له یوې نیمې تر درۍ نیمو بجو پورې  په څلورمه کارته  ثریا لېسې ته مخامخ د شیرشاه سوري  په جومات کې اخیستل کیږي  دښځینووفاتحه  د دېبوري څلور لارې ته  څېرمه  ددوی  په کور کې اخیستل کیږي .


وخت ، نېټه او ورځ په یاد لرئ :


وخت : دماسپښین  له یوې نیمې  تر درۍ نیمو بجو پورې
نېټـــه : د روان کال زمري ۳۱ مه 
ورځ : یکشــــــــنبه


داړتیا په صورت کې له دې ګرزنده تیلیفون څخه مالومات تر لاسه کولای شئ : ۰۷۰۰۲۹۶۸۳۷





بسم الله الرحمن الرحيم


ارواښاد غلام محي زرملوال د افغانستان ملي شخصيت،ليکوال،مجاهد دهيواد نوميالي شخصيت د ويښ زلميانو د غورځنګ او اوس د افغانستان دنجات جرګې دموسسينو او فعالينو څخه او زما ډېر ګران استاذ جنازه په راتلونکې شنبې د اريانا هوايي چلند د الوتني لمبر ۷۰۶ الوتکه کې د کابل دسهار پر ۵:۳۰ بجې دکابل هوايي ډګر ته رسيږي.
زه ټولو هيوادوالو ته لمن غوړوم او خبر ورکوم چې ددغه ملي شخصيت ملي جنازې ته ملي اوږه ورکړي.
جنازه يې په داسي پرتمينو مراسمو خاورو ته وسپارﺉ چې د دغه ستر ليکوال چوپړ ټولو دوستانو او غليمانو ته دا فکر ورکړي چې افغان ملت و او ملت به وي. خوکه پښتانه لږ او ډېر دخپلي ژبي سره مينه ولري نو د زرملوال پوروړي دي ځکه چې هغه دپښتنو په تاريخي څېړنه کې دحساب وړ کار کړی دی او هغه څوک چې نن دګران او نه فنا کېدونکي افغانستان د تجزيې خبره کوي دهغو لپاره يو غاښ ماتونونکی ځواب دی.


څو چې دا مځکه اسمان وي تل به دا افغانستان وي.
عبدالقدير مهمند دمجاهدينو پخوانی استازی
دافغانستان دنجات جرګې اداره



مرا مرګ بهتر از آن زندګی که سالار باشم کنم بندګی
همه سر به سر تن به کشتن دهيم
از آن بی که کشور به دشمن دهيم





ملي مبارز الحاج غلام محي الدین زرملوال په حق ورسېدئ  +  د خواخوږۍ پيغامونه