کندهار: دوه طالبان او يو ولسي کس وژل سوئ دئ
امنيتي مقامات وايي د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کي د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د حملې پر مهال دوه طالب جنګيالي وژل سوي دي، خو پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د کندهار د ولايت له مقام څخه خپره سوې خبر پاڼه وايي دغه حمله د ماله جات په سيمه کي د شيرين جان آغا د زيارت پر پوسته سوې ده.
په يوه بله پېښه کي چي د دامان ولسوالۍ په ملا عبدالله کلي رامنځته سوې، نامعلومو وسله والو يو ملکي کليوال په ډزو وژلى دئ.