کور / کره کتنه / رمضان او د غرب زده ګانو عصیان

رمضان او د غرب زده ګانو عصیان

نیوزویک معتبري امریکایي مجلي په خپل ویب سایټ کې دیوه مفصل راپور په ورکولو سره دهغې رسوایي په اړه ټول شکونه پای ته ورسول چې په واشنګټن کې یې دکابل درژیم دیوه سیاسي نماینده داخلاقي پستۍ څرګندویي کوله او څو ورځې وړاندې یي مطبوعاتو ته لاره موندلې وه .

ټول افغان پښتو ویب پاڼې څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې دکابل دسفیر طیب جواد داسي انځورونه خپاره کړل چې دیوه مسلمان له دریځه یي ښایي څوک په ځیردکتلو تاب هم ونلري ،په دې انځورونو کې سفیر، ښځه او زوی یي په داسي حال کې چې ستریې مات کړی له یوه ډله نورو امریکایي لنډغرو سره درقص په حالت کې لیدل کیږي چې دشرابو بوتلونه یي په لاس کې دي اود(شپې کلپ )دخرمستیو په دود داخلاقي پستۍ په تل کې له رنګا رنګ حرکاتو او تعاملاتو څخه لذت بود کوي .

ددې عکسونو سره په ورکول شوي وضاحت کې لیکل شوي چې دغه انځورونه دسفارت په محوطه کې په هغه جوړشوي محفل کې اخیستل شوي چې درمضان په میاشت کې وه او ښه پریمانه شراب په کې وجوړیدل خوله دې ټولو نادودو سربیره یوبله خبره چې باید په اړه یې فوق العاده تأمل وشی دادی چې دسفیراو ښځې ترڅنګ یي په دې بې سرحده محفل کې دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړی استازی ریچارډهالبروک هم لیدل کیږي چې له هیجانه یي خوله تښتیدلې بریښي .

په داسي حال کې چې همدااوس په افغاني مطبوعاتوکې ددې رسوایي په وړاندې داحساساتو او غبرګونونوراپورته کیدونکي سونامي لااوج ته نه ده رسیدلې رسوا شوي سفیر نیوزویک ته په ځغرده منلي چې (هودا کارونه یي کړي او کوی یي ،خویوازې داچې په روژه کې یي نه دي کړي ) ده ،نه پوهیږم دکومې شاټپونې او پیچکارۍ له نشې ویلي چې هیچاته به اجازه ورنکړی چې دده په اخلاقو نقد وکړي یایي په جامو او ټولنیزو کړو باندې تبصره وکړي .

دسفیر له لوړې ( ګناه ) او بیاپه نیوزویک له راغلي (عذرګناه ) څخه د( مشت نمونه خروار) په دودسړی په اسانه اټکولای شي چې شرابي غرب ځپلي ترکوم حده دسپیڅلي اسلام ،دیني شعایرو او افغاني هویت په وړاندې سورسترګي او جرأت مند دي چې په داسې ډول لغړو معاصیوو او سرکشیو باندې باک هم نه وړي اونه پرې ځان ملامت حسابوي ،لکه څنګه چې ښایي ،لوړواقعیتونه باید هغه څوک چې ځان اسلام او افغانیت ته متعهد بولي په ژور نظر مطالعه اوپرتله کړي او له دې څخه وفهموي چې ددیموکراسي په پوست ننوتي دکابل څوکۍ سالاران او غرب زده ګان کوم اصالت او اخلاق لري او دڅه شي تمه تر ې کیدلای شي اوایا په دې ارزي چې دسرلوړي او په دین ځار افغانستان د مهارولو امید ترې وشي !!؟

فتدبر وتأمل …