کور / اسلامي / روح څه شي ده ؟ (۳)

روح څه شي ده ؟ (۳)

روح څه شي ده ؟
(روح د اسلام له باوره)

۳

روح د عربي ژبې د ویی (لغت) په اصطلاح کې هم بیلې بیلې ماناوي لري
لکه:
۱- عقل: په ويی( لغت) کې د فکر واک ته وايي . په اسلامي روایاتو کې د روح او فطرت په مانا راغلی دی.
۲-نفس: په ویی کې یاني خپل ځان. په اصطلاح کې کله روح او کله غریزې ته وايي.
۳- ځان: په ویی کې یاني ژوند او حیات په ځینو دینونو او فلسفه کې روح ته وایي. د ژوند پیژندولو په علم کي ژوندی موجود باید د ژوند عملونه لکه :تنفس، خوړل ، وده، تناسل، او ځوښت ولري.
۴- زړه او فواد په ویی کې د بدن غړي دي په عربي اصطلاح کې روح ته وایي.
۵- سر: په ویی( لغت) کې راز او د عربي په اصطلاح کې روح یا انساني روح ته وايي.
په نورو ژبو کې هم د روح او نفس کلمې شته لکه:
په عبري ژبه کې د روح کلمه (רוח) او هم نفيش کلمه(נפשׁ) شته . چې د نفیش کلمه د نَفس (ځان) او نَفَس(ساه) ته ډیره نژدې ده.
د روح کلمه له اړه د عربي کلمې ریح ( باد) ته نژدې ده.
په قرانکریم کې د روح تر څنګ دنفس کلمه هم ډیره بیان شوې ده چې یوه مانا يي روح ده.
په قران کریم کې دنفس کلمه په ډول ډول حالاتو کې(۲۸۰ )واري استعمال شوې ده
یانی د أَنْفُسَهُمْ، أَنْفُسِهِمْ، أَنْفُسُهُمْ، کلمې (۹۱) واري؛ نَفْسَهُ، نَفْسِهِ‌، نَفْسُهُ کلمې( ۳۳) واري ؛ نَفْسًاکلمه(۱۴) واري ؛ نَفْسِی کلمه(۱۳) واري؛ الْأَنْفُسُ (۶) واري؛ نَفْسِکَ، نَفْسَکَ، نَفْسُکَ (۵) واري؛ أَنْفُسِهِنَّ (۴) واري؛نَفْسِهَا، نَفْسَهَا (۳)واري؛ أَنْفُسِنَا، أَنْفُسَنَا (۳) واري؛ النُّفُوسُ (۱) وار او نُفُوسِکُمْ (۱) وار راغلی دی.
نفس هغه کلمه ده، چې په قرانکریم کې لکه روح په ډول ډول ماناو ذکر شوې ده چې دا ډیري ماناوي او ډیر بیان یې د اهمیت دلیل دی .
د نفس له ټولو مانا څخه یوه د روح په مانا ده بله يي د درک او تمیز واک په مانا ده
باید وویل شي د مسلمانانو تر منځ د نفس په مانا کې ډیر توپیرونه شته .ابن ابی العز حنفی نفس داسې تعریفوي :
«نفس دخدای د کتاب په دلالت ، د رسول (ص) په سنت او د صحابو په اجماع هغه جسم دی چې ماهیت یې ددې جسم مخالف محسوس دی هغه نوراني ، لوړ ، سپک ژوندی او متحرک دی چې د وجود په غړو کې ننوځي لکه د اوبو تګ په ګل کي یا د غوړو جریان په زیتون کي..»

د نفس ماناوي په قرانکریم کي:
۱- د پروردګار دذات په مانا
دالمائدې د سورې په (۱۱۶) مبارک آیت کې راغلي دي:
«تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ»
(مالومه ده تا ته هغه شی چې زما په نفس کي دی او نه پوهیږم زه په هغه شی چې ستا نفس(ستا ذات کښې) دی بیشکه ته هم دا ته يې لوی عالم پر غیبو)
طه د سورې په (۴۱) مبارک آیت کې راغلي دی:
«وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي»
(او غوره کړی یې ته ما د پاره دذات خپل( په رسالت)
دالانعام دسورې په (۱۲) مبارک آیت کې راغلي دي:
«قُل لِلَّهِ كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ …»
(ووایه ( اې محمده! دوی ته )چي خاص الله لره دی لازم کړی دی الله پر نفس( ذات) خپل رحمت)
آل عمران د سورې په (۲۸) مبارک آیت کې راغلي دي
«…وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ…»
(…او ویروي تاسي الله له (عذابه) له نفس (ذات )خپل نه…)
د آل عمران د سورې په (۳۰) مبارک آیت راغلي دي
«…وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّهُ نَفْسَهُ وَاللَّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ»
(او ویروی تاسی له نفس(ذات) خپل نه او الله ډیر مهربان دی)
چی دلته نفْسَهُ د هغه صفت دی
۲- د روح په مانا
نفس د روح په مانا راغلی دی
دالفجر دسورې په (۲۷) مبارک آیت کې راغلي دي:
«يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ …»
ژباړه:(ای نفسه( روح) آرام نیوونکیه وګرځوه په طرف د رب خپل…»
د الزمر د سورې په ( ۴۲ )مبارک آیت کې راغلي دي
«اللَّهُ يَتَوَفَّى الأَنفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ»

ژباړه :(الله را کاږي( قبضوي) نفسونه ( روحګانی) په وخت د مړینې ددوی او هغه چې په خوب کې وي، رالیږي هغه ( ویده ته نفس) او چې حکم د مړینی پر شوی وي ساتي( نفس) د هغه تر معیني نیټې پورې بیشکه په دغه کې دلایل د قدرت دی دپاره د هغه کام چې سوچ کوي)
الانعام د سورې د په (۹۳) مبارک آ یت کې راغلي دي:
«وَلَوْ تَرَى إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلائِكَةُ بَاسِطُواْ أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُواْ أَنفُسَكُمُ »
ژباړه: (او که ووینې ته ( اې محمده) ظالېمان په سختیو د مړینې کې دا ملایکې غځوی خپل لاسونو ( وایي دوی ته ) راوباسئ نفسونه ( روحګانی) خپل)

نوربیا