کور / تازه خبرونه / ننګرهار : په يوه نښته کي د ٣ وسلوالو د وژل کېدو ادعا وسوه

ننګرهار : په يوه نښته کي د ٣ وسلوالو د وژل کېدو ادعا وسوه

دننګرهار ولايت د خوګياڼو په ولسوالۍ کي تېره ورځ مازديګر مهال د وسلوالو طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ نښته سوې . په نوموړې نښته کي د هوايي ځواک څخه هم کار اخستل سوى چي په پايله کي يې درې وسلوال طالبان وژل سوي . ياده نښته تېره ورځ غرمه مهال د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د طالبانو له لوري تر بريد وروسته پيل سوه .
د طالبانو وياند ياده نښته تائيدوي او وايي چي په دې نښته کي يې اوو بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى درې ټانکونه يې له منځه وړي دي . خو په ختيځ کي د بهرنيو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د طالبانو دا ادعا رد سوې او تر څنګ يې ويل سوي چي تر دې بريد وروسته بهرنيو ځواکونو په ياده سيمه کي پر طالبانو بمبار کړى چي د طالبانو وياند د غرمې په نښته کي مخالف لور ته اوښتې مرګ ژوبله او اوښتى زيان بيا ياد کړ او د مازديګر په بمبار کي يې د خپلو دريو سرتيرو د وژل کېدو خبره هم تائيد کړه .
خو بل لور ته د خوګياڼو امنيه قوماندان بيا وايي چي نښته د شګۍ او قيوم خيلو کي د طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ سوې وه چي دواړو لورو ته پکښي نه کوم مالي او نه کوم ځاني زيان اوښتى دئ .