سنګین : امریکایانو یوه بله قرارګاه هم تخلیه کړه

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 23rd, 2010


له هلمندولايت څخه موخبرترلاسه کړی چې ددې ولايت د سنګين ولسوالۍ څخه امريکايي اوبرتانوي عسکروچې داووکلونوراهيسې ددې ولسوالۍ په مرکزاوشاوخواسیموکې ميشت وو ، په وتلو پیل کړی دی .
خبرزياتوي چی تيره شپه بهرنيوځواکونود دې ولسوالۍ دساروان کلا د سری ګاري په سیمه کې دغزيدلي سړک په سرخپله لويه قرارګاه پريښي اوميشت بهرني عسکريي د چورلکو په مټ له سیمي نه وتلي دي .
د يادوني وړده چی وړمه شپه هم خارجي ځواکونو دې ځای ته نژدې دغاړګي په سیمه کې هم خپله يوه قرارګاه په ورته توګه پريښي وه چې په دې سره د بهرنیو پوځیانو د تخليه شويو قرارګاوو شمیر څلورو ته ورسید چې د دې ولسوالۍ په اړوندو سيموکې يي ديوې اوونۍ په اوږدوکې پريښي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024