کور / کیسه / د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ (۲)

د یو مسلمان او یو مسیحي تر منځ دیالوګ (۲)

د ډاکتر حسن محمد باګل تالیف
دپوهنمل محمود نظری ژباړه

دیومسلمان او یومسیحی تر منځ د یالوګ :
۲
د قرانکریم د سورې ۲:۱۴۰ راغلي«…او ووایه ته چې ابراهیم، اسمعیل دولس زامن یې نه یهود او نه مسیحی وه».
بیله شکه چې همداسې ده، دوی نه یهودان او نه مسیحیان وه ځکه د یهود کلیمه له یهودا وروسته اود مسیحي کلیمه له عیسی (ع) وروسته راغلې او پیدا شوې ده.
ع- په انګریزي کې د الله نوم پردی دی ته ولي د( ګاډ) نوم نه استعمالوې؟
م-رښتیاد الله کلیمه د غیر مسلمانو لپاره پردې ده ولي دا باید ووایم چې د الله کلیمه له آدم (ع) نه تر محمد(ص ) پورې استعمال شوې ده دا له دوو عربي وییونو «ال »او «ایله» څخه جوړه شوې کلیمه ده چې د (ای )توری ترې ایسته شوی نو د الله کلیمه ترې جوړه شوې ده . الله د عیبرو د نوم(ا یلاهه) خالق سره نژدې دی ولي یهود دا کلمه غلطه یاني جمع ( ایلایم )استعمالوي
د الله دکلیمې تلفظ د ارامیک د لغت الاهی (الله) سره چې د مسیحیان یې کاروي نژدې دی ( د برتانیا۱۹۸۰ کال دایره المعارف کې د( الله او ایلایم) لاندې وګوره ).
نود الله کلیمه له آدم(ع) نه تر محمد(ص ) پورې یوه پیژندل شوې کلیمه ده.
الله هغه خالق دی چې جنس نه لري خو په انګریزي کې د «ګاډ »جمع (ګادز) او مونث یې (ګاډ دیز) مغشوشونکي کلیمې دي نو ځکه مسیحیان اوس عیسی ته «ګاډ» وایي او ځینې باور لري چې عیسی نړۍ جوړه کړې ده همداسې چې د الله (ج) نوم تاسو ته پر دی دی د مسلمانانو عبادت هم درته پردی دی اودس تازه کول، سجیده، رکوع ، قیام او روژه یې دا ټوله درته پردي دي.
د اودس تازه کولو په اړه په اګزودس(وتل)۴۰:۳۱-۳۲ لیکي: «…موسی ، هارون او زامنو یې هغه وخت چې د مذهبي غونډې کیږدۍ ته ننوتل خپل لاسونه او پښې یې ومینځل.. اوکله چې عبادت یې کوی هغوی مخ او لاسونه ومنځل ،هغه ډول چې د الله لخوا موسی ته امر شوی و»
همداسې ( پول ) د عیسی(ع) په لارښوونو کې ډیر ادلون بدلون راوستي دي خوبیا هم اودس تازه کولو ته رښتینۍ پاته شوی دی. اکټ(د رسولانو اعمال) ۲۱:۲۶«…پول، ومنله او په دوېمه ورځ یې له هغه څلورو نفرو سره اودس تازه کړ او معبد ته ننوت ».
د مسلمانانو د ښځو د پوړنې په سر کولو په هکله په (کورنتیان )۱۱:۵،۶ او ۱۳ کې لیکل شوي دي «….. که یوه ښځه په لوڅ سر دعا او عبادت وکړي، خپل سر بې قدروي، که ښځه نه غواړي سر پټ کړي نو سر یې ورو خرېیئ ، ، خو دا له ښځو لپاره ډیر شرم دی چې وېښتان یې سکولل او یا خرېیل شوي وي نو اجازه ورکړئ چې پوړنۍ پر سر کړي»
د مسلمانانو په عبادت لکه سجیده، رکوع او د بوټو ایستل هم ستاسو په کتابو کي راغلي دي .سام (زبور(‎۹۵:۶ )لیکي: »‎«.. راشئ الله ته خپل سرونه کښته کړواود هغه عبادت وکړو د هغه پیداکونکي مخي ته په ګونډو شو » .
یوشع: ۵:۱۴ لیکي: «… او یوشع دعبادت لپاره پړ مخي پر مځکه ولوېد » .
۱کینګ(1-پاچاهان) ۱۸:۴۲. لیکي: «.. او( ایلیا دکرمل د غره دڅوکې سر ته پورته شو ځان یې کوږ او سر یې دخپلو د دوو ځنګونو تر منځ کېښود».
نمبر(اعداد)۲۰:۶: «.. هغوی( موسی او هارون) پړ مخي ولوېدل د الله په درناوی چې دوی ته ښکاره شو» .
پیداینه ۱۷:۳ لیکي: «… او ابراهیم پړ مخي ولوېد کله چې الله خبرې ورسره کولې » .
وتل ۳:۵او اعداد ۳:۳۳ لیکي: « …او الله وویل وه موسی ته وباسه بوټونه له پښو نه په هغه مځکه چې ته ولاړ یې هغه مقدسه مځکه ده » .
د مکې طواف د مقدسی ډبرې شاوخوا چې د مسلمانانو لخوا اجرا کیږي د ډیرو پیغمبرانو له خوا ا و آن د اسراییلو له خوا هم کېده
ع- ما د طواف او مقدسي ډبرې په هکله څه نه دي اوریدلي!
م- دا په انجیل کې څو واري راغلي دي!
۱-( پیداینه ۲۸:۱۸-۱۹) : «…یعقوب د( پدان-ارام )به لاري کې یوه شپه خوب ولید . سهار وختي له خوبه کیناست ا ودسر لاندې ډبره یې لکه ستون ودرول او په هغه یې د زیتون غوړي ومښل او دا ځای یې ( بیت ایل) د الله کور وباله ».

۲- (پیداینه ۳۵:۴،۱۴،۱۵ ) : «…یعقوب ته د الله لخوا امر وشوچې ولاړ شه (بیت ایل ) ته» .
یعقوب (ع) مخکي له دې نه چې ورشي ټوله پردي خدایان (بتان)یې ایسته کړل.
وروسته بیا محمد (ص) ټول هغه بتان چې د مقدسي ډبري شا وخوا په مکې کې ایښودل شوې وه له کعبې شریفې نه لیری کړل
۳- یوه کوټه( ستون) د یعقوب(ع) او د هغه له خسر( لابان) لخوا جوړه شوې ده.
پیداینه ۳۱:۴۵-۴۹ لیکي: «… اویعقوب یوه ډبره د نښې په توګه لکه ستون نیغه ودروله او یعقوب خپلو ملګرو ته وویل ډبرې ټولي کړئ ،هغو ډبرې ټولی او کوټه یې ترې جوړه کړه او پر هغه یې ډوډۍ وخوړله. او لابان هغه( یجر-سهوروتا) وبلل، لیکن یعقوب هغه (جالید…او مصفه) وبالل اولابان وویل هغه وخت چې ما او تا له یو بل نه لیري یو الله دی پر موږ څارونکی وي»
۴- جج(داوران ،)۱۱:۲۹-۳۰..«… یفتاح اوعمون تر منځ جنګ وویفتاح په(د جالید په مصفه ) کې الله ته قسم یاد کړ:که یې جنګ یووړ خپله یوازنۍ لور به نذر کړي، هغه جنګ یوړ او خپله لور یې ژوندی ښخه کړه».
۵- داوران ۲۰:۲۱…«. .. د اسراییلو د یولسو کامونو .څلور سوه زره تورو لرونکو قسم واخیست مخکې له دې نه چې دمصفه الله د بنیامین کام پوپناه کړي» .
۶- 1-سموییل ۷ …«…د اسراییلو اولاد نه په مصفه کې راغونډ شول او سموییل ته یې قسم وخوړ : که یې دفلسطین جنګ یووړ دوی به خپل ټوله بتان مات کړي».

۷- 1 -سموییل ۱۰ …«… کله چې سموییل د اسراییلو پاچاه ټاکئ د اسراییلو ټول ملت په مصفه کې را غونډ شو ».
دا ښکاره ده په نړۍ کې هیڅ مصفه بېله همدا مقدس ښار مکه نشته چې د ابراهیم(ع) اواسمعیل(ع) لخوا جوړ شوی دی چې بیا محمد(ص) د هغو له اولادې راپيدا او پیغامبر شو .
ټوله مسلمانان ټوله پیغامبران مني .
یوبل شی چې باید درته ووایم هغه دادی چې په انجیل کې داسلام او محمد(ص) ذکر څو ځایه ذکر شوی دی
ع- زه مسیحی یم ،زه وهڅیدم چې دا دواړه دینونه ولولم له دی نه وروسته چې ما قران ولوست که رښتیا ووایم پر انجیل لږ شکي شوم.
م- قران شریف ستا په مذهبي ژوند څه اغیزه وکړه؟
ع-هو! اوس لکه پخوا دومره کلیسا ته نه ځم ځکه په دې لاره کې مطالعه کوم، چې سمه لاره وموندم او خاطر می جمع شي.
م- زه ستا قدر داني کوم موږ حق نه لرو څوک په لومه کې بند کړو موږ هغه چا ته تبلیغ کوو چې غوږ راته نیسي
ع- زه آزاد سړی یم زه خپله ځان ته خپل دین غوره کوم.
م- بلی دلته په دین غوره کولو کې پاپندي نه شته.
ع- ولي مسلمانان نور خلک هڅوي چې د دوی عقیده ومني؟
م- لکه مسیحیانو چې د یهودو نه غوښتل چې عیسی مسیحا ومني موږ هم د مسیحیانو او یهودو او ټول بشریت نه غواړو چې محمد(ص) ومني هغه چې د پیغامبرانو اخیرین دی هغه فرمایي زما پیغام خلکو ته ورسوی آن که یوه آیه هم وي.
همداسې په اشعیا:۲۱-۱۳ کې لیکل شوی دی :
«…بار(مسولیت) د عربو خواته دی ».په دې مانا چې اوس مسولیت د عربو او ټولومسلمانانودی چې اسلام خپور کړي.
اشعیا هغه وخت خوب و لید: چې دوه پالوانان په (شاهانه یاد جګړی) ځانګړې ګاډۍ کې سپاره دی چې یوه ګاډۍ یې خرو او بله یې اوښانو کشوله .
اشعیا ۲۱:۷…«.. او هغه وخت چې ووینې سپاره پر ګاډۍ (ځانګړې د جنګ او مراسمو ګاډۍ) دوه سپاره چې خره او چې اوښان هغه کشوي. باید ډیر پام او دقت ورته وکړې »
یوحنا ۱۲:۱۴ ، متی ۲۱:۵…«.. اورشلیم ته ووایاست ستاسوپاچاه(عیسی)پر خره سپور او عجز سره راځي».
او د اوښانود ګاډۍ دسپرلۍ نه مطلب څوک دی؟ دا بېله محمد(ص) نه بل څوک نه دی چی ۶۰۰ کاله وروسته د مسیح نه راغلی دی که دا نه منې نو دا دپیغمبر اشعیا وړانوینه تر اوسه نه ده بشپړه شوې
ع- ستا دا څرګندوني ما هڅوی چي یو ځل بیا انجیل په ډییر پام سره ولولم.
م ـ بلی که په دې نړۍ که بریالی شوې دا مانا نه لري چې په هغه دنیا کې به هم بریالي شې هغه دنیا له دی نړۍ نه ډیر ښه او ابدي ده. خلک اوس ډیر ماټریالیست اوبې مذهبه شوي دي باید بیله تعصب دی شیانو ته وکتل شي دا ښه ده څو واري بې پردې او بې تعصبه بحثونه باندې وکړو اسلام په دلایلو ولاړ دین دی هر شی له ثبوت وروسته ومنه عجله مه کوه آن انجیل هم ویلي دي:
تسالونیکیان ۵:۲۱..«… په پام سره هغه ته غوږ ونیسه که پوه شوې هغه له الله لخوا د ی نو هغه ومنه »
ع‌- تا وویل چې په هغه شاهانه ګاډۍ (چاریوت) چې اوښانو هغه کشوي له هغه نه مطلب حضرت محمد (ص) دی؟
م- هو په سلو کې سل.
ع-دا په نوی او که په زاړه انجیل کې ذکر شوی دی؟
م- په دواړو کي . خو ته هغه نه شوای تشخیصولای ترڅو دالله په وحدانیت باور ونه کړې اوترڅود عیسی پر تثلیت او دالله په زویوالی یې چې نه بښونکی ګناه ده خپله عقیده بدله نه کړې ، ځکه دا ټول شیان هغه انساني مفکوری(دوکترینز) دي چې انسانانو له ځانه رایستلي دي.
عیسی(ع) له وړاندی نه ویلی دی :
چی خلک به خوشي او بې ګټې د هغه عبادت وکړي او هغوی به د انسانانو په مفکورو (دوکترینز) عقیده ولري
متی ۱۵:۹… « ..هغوی به خوشي او بیهوده زما عبادت وکړي، د انسانانو مفکورې( دوکترینز ) به د الهی احکامو پر ځای تدریسوې .

نوربیا…