لوګر : په يوه بريد کي دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته
عطاالله محمدي
د آى . جې ، سي ملکي چارو د دفتر څخه لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو په يوه بريد کي دوو تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته . په خبرپاڼه کي راغلي چي بريد پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندي د لوګر ولايت د پولِ علم په ولسوالۍ کي ترسره سو . په خبرپاڼه کي راغلي چي کله يادو ځواکونو په يوه سيمه کي پلټني کولې چي د طالبانو له لوري بريد ورباندي وس . د خبرپاڼي په حواله چي په بريد کي دوى ته کوم زيان نه دئ رسېدلى خو دوه ملکي ماشومان چي يې مړ او بل يې اوس د خبرپاڼي په وينا چي په روغتون کي تر درملني لاندي دئ رسېدلې .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه نه طالبانو او نه کومي بلي ډلي هيڅ هم ويلي دي .