سيالکوټ : دوه وروڼه په ډېر وحشانه ډول سره وژل سوي دي

د لراوبر اداره | اگست 25th, 2010


د موبايل پذريعه يوه اخيستل سوې وېډيو داسي ښيي چي د اګسټ پر ۱۵ مه نېټه د پاکستان د سند ايالت په سيالکوټ کښي دوه وروڼه (۱۵ کلن او ۱۷ کلن) د غلا په تور د خلګو او پوليسو په مخ کښي په وهلو-وهلو سره وژل کيږي چي وروسته يې جسدونه د ټکټر پذريعه او د سيمي د پوليسو په بدرګه په بازار تر ګرځولو وروسته په عام محضر کښي په پښو راځړول کيږي .

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان مالک د قاتلينو او په پېښه کښي د ښکېلو پوليسو د ګرفتارۍ خبر ورکړئ دئ .

وېډيو :

Copyright Larawbar 2007-2024