کور / تازه خبرونه / عثماني: صالحي هره ورځ څارنوالۍ ته ورځي او سپیناوی ورکوي.

عثماني: صالحي هره ورځ څارنوالۍ ته ورځي او سپیناوی ورکوي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ د عالي ادارې مشر یاسین عثماني لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د ملي امنیت د شورا د غړي ضیاء صالحي پر اتهام لا هم پلټنې روانې دي او هغه هره ورځ لویې څارنوالۍ ته د خپلو تورونو د سپیناوي پر موخه ورځي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه چې نوموړي د لګېدلي اتهام په اړه د رد ځېنې دلایل هم وړاندې کړي دي.
صالحي چې د ځېنو رسنیو د رپورټونو له مخې د ولسمشر کرزي له مداخلې وروسته خوشې شوی پرې تور دې چې نوموړي ته یوه صراف د لس زره ډالرو یو موټر اخیسته.
عثماني وايي له درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې نوموړې په ناوړه توګه نېولی او کور ته یې څلوېښت تنه ورغلي وو او لکه یو قاتل چې نیسي.
د ضیاء صالحي موضوع تر کورنیو رسنیو بهرنیو مطبوعاتو زیاته تاوو را تاوو کړې او ان نن خو نیویارک ټایمز نوموړی د سی ای ای غړی هم وباله.