کور / z_buitenland_news -- 5 / ستري محکمې د 3 نومبر بيړني حالت پرځای کار وباله

ستري محکمې د 3 نومبر بيړني حالت پرځای کار وباله

 

 

د پاكستان سترې محكمې په 3م نومبر 2007 باندې بيړني حالات اعلانولو اقدام سم بللو تفصيلي  پريكړه خپره كړه يو سلو  يوولس پاڼې باندې مشتمله پريكړه دسترې محكمې  درئيس  قاضي عبدالحميد ډوګر لخوا نوشته شويده  ديادونې وړده  چې ټكاخان او وطن ګوند لخوا دپوځ دمشر دبيړنيو حالاتو داعلانولو په ضد دوسيه  په ستره محكمه كښې  داخله كړې وه سترې محكمې پر23  نومبر 2007  باندې  مختصره پريكړه اورولو سره بيړني حالات  او دپى سي او اقدام  سم وباله   وو په تفصيلي پريكړه كښې  ويل شويدي چې  ولس  مشر وفاقي حكومت  او انتخابي كميسون دي داساسي  قانون ترمخه  په هېواد كښي دصفا انتخاباتو كار تر سره كړي په پريكړه كښې  زياته شويده چې  لوى عدالتونه  دغه حق لري چې  دپوځ  دمشر او ولس  داقداماتو په لړ كښې  جاج  واخلي  چې  كومو قاضيانود  pco لاندې سوګند  وانخست  هغه نور دندې نشي تر سره كولې.