کار او اهل کار

احمد فرزان


د انساني ژوندانه بقا او د مادي دنیا چلاو پرکارولاړدی ، که کارنه وي نو دانسان تحرک او حیوانیت مانانه لري او د دنیا تکامل به  بیا له کومه وی؟
زماپه عقیده ژوند پخپله د تحرک په مانادی ،چي له اشتیاق څخه زیږي او پرکارانجام ته رسي.
که حیوان د یوشي شوق پیدانه کړي نو حرکت نه کوي ، چي حرکت ونه سو کارنه انجامیږي او چي کارونه سو نوژوند خپل مفهوم له لاسه ورکوي چي بیانوحیوان هم د جماد غوندي راکد، ساکن او وچ پاتیږي.
کارله حرکته په وجود راځی او تحول ته زمینه مساعدوي ، که کارنه وی ، نوپه کائناتوکي بالقوه استعدادونه فعل ته نه راځی چي په دي توګه نوتکامل چي د کائناتونظام ورباندي ولاړدی هم صورت نه نیسي.
د کارکیفیت د هغه د کوونکي یافاعل له څرنګوالي سره ارتباط لري ، که د کارکوونکی د کاراهل وي ، په دي معني چي د کارله عهدي وتلای سي اود انجامیدو پوره توانایي ئی لري نوکاربه هم بشپړ، پرځای او مؤثروي .
کارکه کوچنی وي ، یالوی لکه څنګه چي فاعل ته هرو مرو اړتیالري ، دغسي په فاعل کي دونه توانايی هم هرو مرو غواړي چي حد اقل د دي کارترعهدي ووتلای سي.
زموږ په عادي ژوندانه کي یوشمیرداسي کارونه سته چي د اهمیت له پلوه دوندي نه وي اوزیات اهتمام نه غواړي خو یوشمیر داسي فردي او اجتماعي چاري بیاسته چي د خاص اهتمام وړوی .
د کارد اغیز ساحه چي څونه پراخیږي په هغه اندازه یي اهمیت هم ډیریږي، که یوکاریوازی د یوه فرد سره تړاو ولري هغه که په خپل ذات کی هرڅونه مهم هم وي خو د هغه کار په پرتله چي د یوي کورنۍ ، کلي ،ټولني ، ښاراو هیواد سره تعلق لري ډیرد خاص اهتمام وړنه دی.
د خپل کور د یوه کوچني لپاره د معلم انتخاب د خورا اهتمام وړدی ، خو د کلي د ښوونځی لپاره د معلم انتخاب ترهغه هم ډیرزیات اهتمام غواړي.
ځکه نو د ښونځی په کچه د ښوونځی مدیر، د ښار په کچه د معارف رئیس ، د هیواد په  کچه د پوهني وزیراو ترهغه هم لوړ په ملي کچه د هیواد ولسمشر په ترتیب سره ډیردروند مسئولیت لري چي دچارو د ترسره کونکوپه توګه د کسانو په انتخاب کي یوتربل ډیرله زیات دقت، تدبیراو متانت څخه کارواخلي.
په همدي ترتیب نو هره چاره درواخله .
اهل څوک دی؟
د اهل کارجامع او مانع تعریف دادی چي له پوره توانايي او اخلاص سره د کارد کولوحوصله او وخت ولري اهل کارباله سي.
توانايی هم له فیزیکي لحاظه او هم له علمي لحاظه .
که څوک په کارهرڅو پوه هم وي خو که يي د کولو فیزیکي توان ونه لري او یابرعکس فیزیکي د کارد کولو جوګه واوسي خو ورباندي پوهیږی نه نو بیادکاراهل نه بلل کیږي.
ځکه نو وایي علم اوعمل د مؤثریت له جانبه سره لازم او ملزوم دي چي یود بل متمم بلل کیږي.
د کارپه کولو کي خلوص او ښه نیت هم د کارد انجام لپاره مهم دی، که څوک په کارپوه هم وي او په فیزیکي لحاظ هم توانایي ولري خو چي اخلاص او د کارد کولو لپاره ذهني امادګي ونه لري هم کاربشپړ نه راځي.
دکارد کولولپاره وخت هم ډیرمهم دی ، که د کارکوونکی ، مخکني دري واړه خصوصیات له ځان سره ولري خو چي د کارلپاره وخت ونه لري هم بیاکارنه انجامیږي.
نتیجه :
د دنیا او ژوند دارومدارپرکارولاړدی او له کارپرته بقااو ددنیاتکامل ناممکن دی.
کار، هغه وخت کاردی او له ځان سره ثمره راوړي چي اهل کاریي ترسره کړي.
 د چارو اولوالامر مسئولیت لري کار اهل کارته وسپاري ، هغه چي هم فیزیکي او علمي توانايی ولری، هم پاک او مخلص وي او هم يي د ترسره کیدو وخت ورسره وي.