کور / تازه خبرونه / پاکستان:د ورک شوي سفير په اړه معلومات نشته

پاکستان:د ورک شوي سفير په اړه معلومات نشته

 


په كابل كښې دپاكستان سفير طارق عزيز الدين چې درې ورځې وړاندې په خيبر اجينسۍ كښې وتښتول شو دلټولو هڅې  يې روانې دي  پوليټكل  انتظاميې  دسفير دموندلو لپاره پلټونكي  عمليات پيل كړيدي  دخيبر ايجنسۍ  پوليټكل انتظاميې  د ايف سي ارتر قانون لاندې  دجنډا خيل  قبيلې  شپږ تنه نيولي دي طارق عزيز الدين د دوشنبې  په ورځ  كابل  ته روان وو چې  دخيبر ايجنسۍ دجمرود په سيمه كښې بې دركه شو دبهرنيو چارو وياند محمد صادق وئيلي  دي چې  دسفير  په هكله  تر اوسه هيڅ  درك  ندى لګيدلۍ  خو دده د موندلو لپاره بشپړه  هڅې  دوام لري.