کور / تازه خبرونه / پاکستان:يوسلوپنځه اويازره خلک کډه کوي

پاکستان:يوسلوپنځه اويازره خلک کډه کوي

دپاکستان په داتاسيمه کې دسيلاب دنويو څپو له امله شاوخوا يوسلو پنځه اويازره خلک کډه کولو ته اړشوي دي
دراپورونو له مخې داوبودسطحې دلوړيدو له امله خلک له بيړني حالات سره مخامخ شوي دي
سربيره پردي ديادې سيمو ديوشميرکليواوسيدونکو دحکومت په وړاندي په سترو لاريونو لاس پورې کړى
رسنيو راپور ورکړى ديادي سيمې اوسيدونکو دحکومت له لورې دخوراکي توکواونورو مرستو دنه ترلاسه کولو له امله په ياد لاريون لاس پورې کړى دى
دخلکودغه نيوکې په داسې مهال کې کيږي چې دامريکي دمرستو سربيره سعودي عربستان څلور ديرش ميلونه ډالره او برطانيي شل ميلونه ډالره په دغه هيوادکې دسيلاب ځپلو خلکوسره دمرستې په موخه دپاکستان دولت ته ورکړي دي