کور / تازه خبرونه / دخصوصي امنيتي کمپنۍ 10تنه کارکوونکوته مرګ ژوبله اوښتې

دخصوصي امنيتي کمپنۍ 10تنه کارکوونکوته مرګ ژوبله اوښتې

په ميدان وردګو ولايت کې ديوماين دچاودنې له امله ديوې خصوصي امنيتي کمپنۍ اوه تنه کارکوونکې وژل شوي دي اودرې نورټپيان شوي دي
دميدان وردګو د والي وياند دپيښې پخلى کوي او وايي پيښه پرون مازيګر په سالارو سيمه کې هغه مهال وشوه چې دخصوصي امنيتي کمپنۍ يوکاروان له سيمې څخه تيريدو
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرحامدکرزى په افغانستان کې دخصوصي امنيتي کمپنيو دلمنځه وړلو لپاره ګامونه اخلي