د پښتونخوا/افغانستان ویاړلي پښتون/افغان اولس او…

د لراوبر اداره | اگست 29th, 2010


د پښتونخوا/افغانستان ویاړلي پښتون/افغان اولس او سوله دوست هېواد امریکا متحده ایالاتونو د پاره اېښودل شوي لومه


د هر څه د مخه راځئ چې د افغانستان تاریخ ته یوه انډه کتنه وکړو،نږدې ټول افغانان په د باور دي چې افغانستان/پښتونخوا پنځه زره کلن تاریخ لري.
په اوولسمه زیږدیځه پېړۍ کې یوه برتانوۍ تجارتي کمپنۍ ختيځ هند ته راغله چېرته چې برتانوي هند د نیمې څخه زیاته افغان خاوره (افغانستان/پښتونخوا) د خپلې والکې لاندې راوسته.د برتانیې امپراتورۍ قدم په قدم د افغان/پښتون خاوره اشغال کړه او د ډېر زیار ګاللو څخه وروسته پدې وتوانېده چې په کابل کې یوه ګوډاګي امیر ته د قدرت واګي ورکړي د چا په مرسته چې برتانوی هند خپلې موخې ته ورسېد.
برتانویانو د امیر عبدالرحمان خان سره یو تړون لاسلیک کړ کوم چې د ډیورن کرغېړن تړون نومیږي دا وخت د نومبر دوولسمه نېټه او اتلسوه درې نویم زیږدیځ کال وه.
موږ پوهیږو چې پښتونخوا/افغانستان هغه وخت ولسي جرګه او پارلمان نه درلود،خو هغه وخت موږ دودیږه لویه جرګه درلوده کومه چې افغانانو د خپل غني تاریخ په اوږدو کې وخت نه وخت جوړه کړیده.(د هغې یوه ښه بېلګه د افغانانو سترو او په افغاني او پښتني ننګ او غیرت باندې مینو مشرانو حاجي میرزاعلي خان ایپي فقیر او خان عبدلغفارخان بابا له خوا جوړه شوي د بنو تاریخي جرګه کیدی شي) د بده مرغه هغه وخت لویه جرګه راونه غوښتل شوه دا ځکه چې امیر په بشپړ ډول د بل ګوډاګی او بې واکه سړی وه او دی په د پوهیده چې افغانان وېش او دوه ټوټه کېدو ته تیار نه وو.سره له دې هم امیر باید د تړلو دروازو شاته نوموړی تړون د سلو کالو د پاره د ښاغلي هېنري مورتیمور ډیورن سره لاسلیک کړیوای دغې تړون ته د ډیورن کرښې تړون یا د کابل تړون ویل کیږي. نوموړی تړون د سره د افغان/پښتون اولس اراده نه وه، کله چې دا تړون لاسلیک شو نو افغانانو/پښتانو د هرځایه د هغې په سخت ډول غندنه وکړه او د هغې په مخالفت باندې یې پیل وکړ، افغانانو د افغان خاورې د وزیرو د سیمې څخه د پکتیا ولایت والي ګل احمد خان ته پلاوی واستاوه او هغه ته یې د دا ډول تړون په اړه اندېښنه څرګنده کړه ، سردار ګل احمد خان د دا ډول تړون په اړه خپله بې خبري څرګنده کړه.
د ډیورن کرغېړنې کرښې نه یواځې واحد ولس په دوه برخو وېشلای دی بلکې د دې  په پایله کې کورنیو او یو واحد وجود ته زیان رسیدلی دی.د ټولو افغانانو د پاره دا د ننګ او ناموس موضوع ده په د مانا چې په څه ډول پښتانه په خپل ننګ او ناموس باندې کلک ولاړ دي دوی په همغومره سخت ډول د دې تړون مخالفت کوي.
    اوس راځئ چې په افغانستان/پښتونخوا کې د اوسنۍ روانې شخړې په اړه لږ څه رڼا واچوو، د یوولسم سپتمبر څخه وروسته د نړیوالې ټولنې له خوا لارښود شوي ځواکونه بره پښتونخوا/افغانستان ته راغلل په داسې حال کې چې کوزه  پښتونخوا/افغانستان (اوسنی قبیلوي حلقه په فېدرالي توګه اداره کېدونکي قبیلوي او سرحدی سیمې) د القاعدې په روزنیزو او خوندي مرکزونو باندې بدلې شوې.د بېلګې په توګه د خوست ولایت سره د وزیرو خاورې پوله د خوست ښار د ختیځې جنوبي څنډې پورې رسیږي چېرته چې د وزیرو د قام د ګربزو ټبر اوسیږي د ګربزو د ټبر ځنې کلي خپلې ورځینی اړتیاوې د میرانشاه څخه پوره کوي او میرانشاه ښار د ګربزو قام ته نېږدې پروت ښار دی په میرانشاه کې په ښکاره توګه درندې وسلې، راکېټونه،کلاشنکوفونه او نورې په غیر قانونی ډول موجودې وسلې او مهمات  پلورل او پېرودل کیږي.دا وسلې او مهمات پرته د کومې ستونزې خوست ولایت ته راوړل کیدی شي د مثال په توګه دا کار د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د شتون په وخت هم ترسره شوی دی.دېته ورته ستونزه په دره ادم خېلو کې هم وجود لري چېرته چې په ښکاره ډول وسلې او مهمات پلورل او پېرودل کيږي.په باړه او خیبر دره کې هم همدا ډول ستونزه شتون لري.په قبایلي سیمو کې د برتانوي هند د وخت راهیسې د ایف سي آر په نوم قانون تپل شوی دی دا قانون په ۱۹۰۱زیږدیځ کال کې د انګریزانو له خوا په قباییلي سیمو کې اوسیدونکو افغانانو/پښتانو باندې تپل شویدی او تر نن ورځې پورې د انګریزانو واریثینو پنجاپیانو له خوا پلی کیږي.د دې قانون په رڼا کې یو پولیټیکل اجېنټ د پاکستان د ولسمشر له خوا ټاکل کيږي په د مانا که چېرته د یوې کورنۍ یو غړی کوم جرم ترسره کوي نو پولیټیکل اجنټ د هغه ټوله کورنۍ په بند باندې محکوموي او ورته ډول ډول شکنجې ورکوي او حتی د هغې کورنۍ ټول غړي وژني. دا پولیټیکل اجنټ د قاضي،ولسوال،مشر او نورې ډول ډول دندې ترسره کوي.
اوس یو بل مثال راخلو که د خوست څخه یو څوک میرانشاه یا وزیرستان ته څي نو په فاټا کې د انګریزانو د وخت نه تر نن پورې داسې مسوول کسان شته چې هغوی سم د لاسه راځې او د هغه څخه پوښتنه کوي چې تاسې څوک یاست د کومه ځایه راغلې یاست د چا کره ځی او د څو ورځو د پاره پاتې کېږی وروستی پوښتنه به یې دا وي چې تاسې کله واپس ځی نو بیا موږ ته خبر راکړی.کله چې دې مسوولو کسانو ته د یو داسې چا پېژنګلوي چې د هغه د ژبې لهجه رسم رواج کالي د وزیرو او مسیدو سره هیڅ فرق نه لري ممکن دي نو بیا ولې د دوی د پاره د په زرګونو عربو چچنیانو ازبکو او نورو بلواګرو پېژنګلوي ممکنه نه ده څوک چې همدا اوس په وزیرو خوا/ وزیرستان او نورو قباییلي سیمو کې اوسیږي، نو د دې څخه دا په ښکاره ډول څرګندیږي چې دلته د غیور افغان/پښتون قام او سوله دوست هېواد امریکا د پاره توطیه جوړه شویده د کومې په پایله کې به چې افغانان بې شماره ووژل شي پاکستاني ټېکه داران به د پیسو ښاوندان شي او امریکا به خپل اعتبار د لاسه ورکړي او بلاخره به د پخواني شوروي اتحاد برخلیک سره مخ شي.
روسان بره پښتونخوا/افغانستان ته راغلل دښمن د مجاهد تر نامه لاندې په کوزه پښتونخوا/افغانستان کې پټ شو. د پخوانې شوروي اتحاد پوځونو په افغان خاوره باندې د لسو کالو د پاره جګړه وکړه ورته درنه مرګ ژوبله واوښته او بالاخره په شاه تګ ته اړ شول.او خپله ماته یې ومنله کومه چې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو سبب شوه.
د روسانو دپاره دا ګران کار وه ترڅو دا پرېکړه یې کړیوای دا ځکه چې هغه محال د وخت شوروي اتحاد پښتونخوا/افغانستان کې د لویدیځ او امریکا سخت مقاومت سره مخ  وه او همدا ډول برتانوي هند سره د ډیورن تړون وخت هم نه وه پوره شوی،دا تړون په ۱۹۹۳زیږدیځ کال د نومبر په دوولسمه نیټه په رسمي ډول له منځه تللی دی.سره لدې چې پخواني شوروي اتحاد ته دا ممکنه وه ترڅو دښمن په کوزه پښتونخوا/افغانستان کې په سم ډول وځپې خو دا چې د ځان د پاره یې مشاور سم نه وه ټاکلی همدغه یې لویه تېروتنه وه او په افغانستان کې د دوی دا تېروتنه د دوی د ماتې سبب وګرځیده.


هغه محال مجاهدینو د افغان حکومت په وړاندې دوه کوډونه کارول چې یو یې پښتونوالي او بل یې پښتو ژبه وه او د کمونستې حکومت ژبه پاړسو/دري وه. په داسې حال کې چې مجاهدینو ځانته شپږزره کلن مذهب پښتونوالي/افغانیت او پښتو خپل کړل.بلاخره دوی جګړه وګټله.
 یو شی چې موږ باید ځان په باندې پوه کړو هغه دا چې پښتو/افغاني یواځې د ژبې نوم نه دی دا د یو مذهب نوم هم دی.د افغاني ژبې یو مشهورافغان شاعر امیر حمزه بابا داسې وایي:اغیار خو وایي د دوزخ ژبه ده اغیار خو وایي دا دوزخ ژبه ده زه به جنت ته د پښتو سره ځم.دلته په ښکاره توګې سره څرګندیږي چې په پښتانو باندې خپله ژبه او مذهب څومره ګران دي.
اوس تقریباً  پخواني کمونستي حکومت ته ورته لوبه تکراریږي تالبانو د ځان د پاره پښتو ژبه پښتونوالي د غیرت او افغانیت نښه خپل کړل.او افغان حکومت  د پخواني کمونستي حکومت پالیسی مخ ته بیایي،یو پښتون سره په کابل او نورو لویو ښارونو کې د دښمن چلند کیږي او ورته د تالب او القاعدې خطاب کیږي.ښاغلی کرزی او د ده ملګري په پښتو ویلو او کولو باندې شرمیږي او ورته ځانونه په پښتو  بد ښکاري ښاغلی کرزی د دې دپاره چې ځان یې د لنګوټي وهلو څخه خلاص کړی وي د یوه معصوم حیوان پوستکي څخه جوړه شوي خولۍ په سر کوي او ورته په لنګښۍ وهلو ځان بد ښکاري نو همدا دلیل دی چې افغان حکومت د خلکو ملاتړ د لاسه ورکړو د دې یوه ښه بېلګه د بون غونډه ده په د غونډه کې د لر او بر خوارو وارو پرتو نږدې ۱۶۰۰۰۰۰۰۰ملیونو افغانانو ملي اتل او مشر شهید حاجي عبدلقادیر دې غونډې څخه یواځې په د وجه بایکاټ وکړ چې په د غونډه کې د افغانانو/پښتانو اصلي استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوي او افغاني ژبه هلته د سره  موجوده نه وه بحث ټول په پاړسو ژبه باندې روان وه.خدای بښلی حاجي عبدلقادیر په د باندې پوهیدو چې په راتلونکې کې به دی افغان قام ته ځواب ونه شي ویېلی او همغه وه چې د غونډې څخه ووت او وروسته په کابل کې د افغان دښمنه عناصرو له خوا په شهادت ورسېد.افغانان به د ده نوم د تاریخ په زرینو کرښو د حاجي میرزاعلي خان ایپي فقیر، خان عبدلصمد خان شهید، خان عبدلغفار خان بابا او نورو ملي مشرانو سره یو ځای ولیکي.


په افغان ملت پالنه کې تر ټولو قوي فکتور پښتونوالي/افغانیت دی چې د هر افغان په وینه کې شتون لري دا په هغو پښتانو کې هم بریښي څوک چې په پنجاب، سیند او د هند په ځنې ایالتونو کې اوسیږي او په پښتو/افغاني باندې خبرې نه کوي.
دوی اوس هم په بې خبره ډول د درنښت دا کوډ په خپل ورځیني ژوند کې په ځان باندې عملي کوي.په بره پښتونخوا کې تر امو دریابه پورې لږکۍ قبیلې لکه هزاره،ترکمن،ازبک او دېګانو/ تاجکانو هم ځانته د درنښت پښتونوالی/افغانیت کوډ خپل کړی دی.دوی مسلمانان دي خو سره له د هم لکه پښتانو غوندې اکثره وخت د شریعت قانون په ځان نه تطبیقوي او د ځان د پاره یې د پښتونوالی/افغانیت کوډ خپل کړي دي.
کله چې په اسلام آباد کې د لال جومات ستونزه پېښه شوه او دا ستونزه مخ په خرابېدو وه نو د جومات امام د پاکستان حکومت څخه د دې ستونزې د حل د پاره د پښتونوالۍ د قانون غوښتونکی شو.دا ملا پنجاپی وه خو سره له دې هم افغانیت د درنښت کوډ څخه متاثره وه.
پښتانه نږدې یوسلو شپېته ملیونه نفوس لري او په لره او بره افغان خاوره کې ژوند کوي دا خاوره د تش په نوم ډیورن کرښې پواسطې سره بېله شوی ده. که څه هم لرو برو افغانانو خپل ملي یووالی په غیر رسمي ډول ترسره کړی دی او ورته دا تش په نوم کرښه د سر په تاوان هم د منلو وړ نه ده ولې په دواړو کابل او اسلام آباد کې داسې ناولي لاسونه شته چې نه غواړي ترڅو دې بې دفاع ولس ته خپل حق ورکړي.
پاکستان د اسلام په نوم باندې جوړ شوی دی د اسلام په مذهب کې پوله او دېکتاتوري نشته پاکستان د درو تورو څخه جوړ شوی دی چې ړومبۍ یې پ یعنې پنجابۍ،ا يعنې افغان/پښتون،ک یعنې کشمیری ستان په پاړسی کې ځمکې ته وایي.نو آیا دا ډېره بې انصافي نه ده چې افغانانو ته د پنجابي استثمار له خوا د دوی په خپله خاوره کوزه پښتونخوا کې د کډوال او مهاجر کلمه کارول کیږي؟پاکستان د څه د پاسه یوسلو شلو ملیونو افغانانو څخه د دوی حقوق اخیستي دي او په تیاره کې یې ساتي د دوی څخه یې د دوی په مورنۍ افغاني ژبه کې د زده کړې حق اخیستی دی.او افغانان هلته د پنجاپي استثمار لاندې ژوند کوي.
پاکستان د خپل شپېته کلن تاریخ په اوږدو کې د یوه واحد اولس د ټوټه کیدو کوښښ کړی دی.پاکستان د برتانوي هند د میراث دعوه کوي.


 د پاکستان د تاریخ په اوږدو کې هېڅ افغان حکومت د ډیورن کړغېړن تړون نه دی منلی حتی ملا محمد عمر چې پاکستانۍ څارګرې ادارې مستقیمآ قدرت ته ورسولو هغه هم د دې تړون منلو ته غاړه کې نه ښوده.نو که د لوی پرودګار خوښه وه پاکستان(پنجابیان) به دا کرغېړن ارمان دځانه سره ګور ته وېسي.
نو دا څنګه په اوس مهال کې مناسبه خبره ښکاري چې مطبوعات د دې په ځای چې ووایي د پښتونخوا قبیلوي سیمه وزیرو خوا/وزیرستان، په ډېرې بې خبرۍ سره داسې وایي د شمالي  پاکستان قباییلي سیمه وزیرستان.
پښتونخوا د افغانستان د پاره د پښتو ژبې خپل نوم دی او افغانستان د پاړسو ژبې یو مرکب نوم دی.چې مانا یې دا پښتونستان پښتونخوا.لکه برتانویانو او جرمنیانو او هندوانو یا روسانو غوندې چې هر یو یې واحد قام دی پښتانه هم د یوه مور او پلار ځامن دي او دوی ویاړلی تاریخ او کولتور لري.نو د دوی هم دا حق دی چې  واحد او یو قام پاتې شي او څوک دا حق نه لري چې دې قام ته دوه قامونه ووایي.
هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی.دا یو حقیقت دی او ټول افغانان باید په دې باندې ځانونه پوه کړي.د افغان خاورې د وزیروخوا یو مشهور افغان او ستر مشر حاجي میرزاعلي خان ایپي فقیرد پاکستان په اړه داسې وایي: چې پاکستان په پردۍ خاوره باندې د برتانوي استثمار له خوا د نړیوالې سولې د پاره د توطیې په ډول جوړ شویدی.ترڅو برتانیه وکولای شي په د ډول په سیمه کې خپلې استثماري موخې ته ورسیږي.
پاکستان پرته د سرطان د دانې نه بل څه کیدی شي.د کومې موخې د پاره چې پاکستان جوړ شوی وه هغه موخه سرته رسیدلي ده نو بیا اوس د څه اړتیا ده چې په غیر قانوني توګې سره د پاکستان پنجاپۍ پوځ د پښتانو څخه بدل اخلي او په ناحقه دا غیور اولس وژني.
دي(پاکستان) د طالب په جامه کې پاکستانی پوځ د افغان خاورې د سوات سیمې ته واستولو او هلته یې په زرګونو بې ګناه افغانان/پښتانه ووژل.د عیني شاهدانو د وینا مطابق (څوک چې د سوات درې څخه کډې کولو ته اړ شوي) دغو پنجاپیو طالبانو اوږدې مصنوعي ګیرې درلودې، کله چې  د طالبانو وار ختم شو نو بیا پنجاپی پوځ راغلو او هغې بیا زموږ کړیدلی اولس د طالب په نوم ووژلو.ملکي خلک یې بندیان کړل او ډول ډول شکنجې او ظلمونه یې ورباندې سرته ورسول.زموږ د کورنیو غړي یې را څخه یووړل او په سبا ورځ مو مړه بیاموندل.
 پاکستانۍ دیکتاتوري غواړي چې په افغانانو د ډیورن کرښه وتپي او په دې ډول افغانان په تیاره او جهالت کې وساتي ترڅو زموږ اولس زموږ په وړاندې د ځانمرګو په ډول وکاروي
دوی پرته د دې چې کوم دلیل ولري زموږ وروڼه اوخویندې وژنې.
دوی د نړیوالو مرستندویه ځواکونو دوستان له موږ څخه وژني او د مسلمنانو په وړاندې د نورو مذهبونو کرکه خپروي.په دنیا کې څو مشهور مذهبونه وجود لري چې اسلام عیسویت او یهودیت څخه عبارت دي.د دې مذهبونو اکثریت پیروان په د باور دي چې انسانان باید په سوله او آمن کې سره ژوند وکړي حتی هندوان چې د بابا نانک څخه پیروي کوي د نورو مذهبونو د پیروانو په حوشحالۍ باندې حوشحاله کیږي او په غم باندې یې خفه کیږي.د مسلمانانو  په مقدس کتاب قرآن کې داسې راځي چې ټول مومنان سره وروڼه دي.
د مسلمانانو په منځ کې ځنې ناولي لاسونه چې د پاکستان د پایښت د پاره کار کوي غلط معلومات خپروي، مسلمانان په پنځه وخته لمانځه کې د ابراهیم( ع) نوم یادوي او مسلمانان د بي بي مریمې ، عیسی(ع) او نورو پیغبرانو احترام کوي،د بي بي مریمې په نوم باندې په قرآن پاک کې سورت وجود لري.
 د اسلام آباد او کابل په  دواړړ حکومتونو کې داسې کسان شته چې  نه غواړي تر څو د افغانانو ستونزې ته د صادقانه حل لیاره پیدا شي،د کابل اداره د ایران او روسیې د اغیزې لاندې اېتلافونو څخه جوړه شوی ده او د پنجاب دیکتاتورۍ د افغانانو خاوره په غیر قانوني ډول نیولي ده.او د  افغانانو ملکیت څخه زیاتې پیسې لاس ته راوړي.
نړیوال ځواکونه کیدی شي داسې فکر وکړي چې په پاکستان کې دوی ښه ملګري لري لکه ښاغلی زرداري او نور خو حقیقت دادی چې نه زرداري او نه هم د هغه نور ملګري دا توان  لري چې د مشرف له خوا کړي ژمنې ترسره کړي.
قدرت په پاکستان کې د آی اېس آی جمع پنجاب جمع ځنې مذهبي ډلو په لاس کې دی.ښاغلی زرداري یواځې د سمبول په ډول ناست دی نور قدرت د یادو کړیو سره دی.
په کابل کې هم دېته ورته ستونزه موجوده ده.ښاغلي کرزي سره کوم قدرت نشته یواځې سمبولیکه بڼه لري.


 کله چې په کال ۲۰۰۱زیږدیځ کال کې پښتونخوا/افغانستان ته راغی نو خپل ځان یې په بشپړ ډول د شمال ټلوالې جګړه مارانو ته تسلیم کړ.او دوی سره یې ژمنه وکړه چې اوس وار زمونږ دی څه چې ببرک کارمل وکړل هغه به اوس موږ تکراروو.
یو روسی جنرال څوک چې په افغانستان/پښتونخوا کې په نظامي ماموریت باندې ګمارل شوی وه د ببرک کارمل په اړه داسې وایي:ببرک کارمل د پخواني شوروي اتحاد ټول نظامي ځواک د خپل ځان او ملګرو په ګټه وکارولو مونږ داسې ګومان کولو چې د ده سره د ټول اولس ملاتړ شتون لري  خو حقیقت داسې نه وه،د ده ملګري د هغه وخت پرچم ګوند او د کرزي صیب اوسنۍ  شمال ټلواله وه.جنرال مخکې داسې وایي:موږ ډېر ناوخته په د پوه شوو چې څه ببرک کارمل موږ ته ویېل هغه رښتیا نه وو او د ده درواغ زموږ د ماتې سبب شول.
د ښاغلي کرزي بادشاهي د جمهوري ریاست ماڼۍ څخه درې سوه متره لرې واټن کې د تطبیق وړ نه ده.قدرت ټول د شمال ټلوالې په لاس کې دی.او شمال ټلواله همدا اوس د شخصي امنتي کمپنیو په نوم په کابل کې په زرګونو وسلوال کسان لري پولیس او افغان ملي پوځ هم د شمال ټلوالې د قوي نفوذ لاندې دي.کله چې کومه پېښه کیږي نو کرزی یواځې ژاړي او د ده ژاړه اړ فریاد د افغان اولس د پاره کافي نه دي،افغان اولس د ده څخه غواړي چې دی د برتانیې څخه وغواړي ترڅو برتانیه  خپل پوځونه د هلمند په ځای وزیروخوا/وزیرستان ته واستوي چېرته چې د دوی د اېف سي آر قانون اوس هم نافذ دی.که کرزی د دې کار کولو څخه عاجز وي نو مهرباني د وکړي خپله استفاع د وړاندې کړي. پښتانه/افغانان دا وړتیا لري چې خپل تاریخي کور افغان وطن ته سوله او کراري راولي.پښتانه روایاتي څارندوی/قبیلوي پولیس یا ارباکي لري.
ګران مشرخان محمود خان اڅکزی د افغانانو په تاریخ کې هغه ځلیدونکی ستوری دی د چا د سیوري لاندې چې ټول لر او بر افغانان را ټولیدی شي.
ګران مشر خان افضل خان لالا د ژوند آرمان خو د ټولو پښتانو/افغانانو د پاره سوله او په رسمي ډول ملي یووالی دی.او په پښتانو کې دېته ورته په سلګونو په قام او اولس مین مشران شته.پروسږ کال موږ  خان لالا ته د کوچني اختر مبارکۍ پیغام واستاوه څو شیبې وروسته را ته خان لالا ټېلیفون وکړ،وروسته د روغ بړ څخه راته خان لالا ډاډ راکړچې افغانان به یوه ورځ خامخا په رسمي ډول یو کیږي خو زما دا آرمان دی چې دا کار که الله کول زما په ژوند ترسره شي.کله چې زموږ مشران د ژوند خپلې خوږې شېبې په د هیله تېروي نو که خدای (ج) کول دا ورځ ډېره لرې نه ده. د داسې مشرانو په مرسته به د افغانانو رسمي ملي یووالي ته لیاره هواره شي او په پایله کې به یې د بنو تاریخي لویې جرګې په شان جرګه جوړه شي.چې په د جرګه کې به د لرو برو پرتو پښتانو/افغانانو اصلي نماینده ګان شتون ولري او دا غیور قام به په کې د خپل تاریخي لوی کور لویې پښتونخوا/افغانستان د جوړیدو پرېکړه وکړي.
د پاکستان سره به بیا دا دلیل موجود نه وي چې پښتانه/افغانان د دي د وجود برخه ده.   
 نو ښکاره خبره ده چې د افغانستان دوست هېوادونو سرتیري به په افغانستان کې د ستونزې سره نه وي مخ.ایران به دا توان ونه لري چې د سړک د غاړې بمونه او چاودیدونکي توکي افغانستان ته راواستوي او د امرېکې سره په افغانستان کې  جګړه وکړي.
پاکستانۍ پنجاپۍ دېکتانوري به القاعدې ته د روزنې موقع ونه لري.د پښتون/افغان قام او امریکې ګټې سره شریکې دي یواځې یو پوهاوي ته اړتیا ده.پس پښتانه افغانان په سیمه کې د امریکا شتون ته سخته اړتیا لري.موږ افغانان د امریکا څخه دا هیله کوو چې خپل ځواکونه د افغانستان څخه په شاه نه کړي بلکې نور ځواکونه هم افغانستان ته راواستوي او دا ځواکونه د پښتانو د کورنیو پرځای د پښتانو او امریکا ګډ او د مکر او چل ول څخه ډک دښمن په وړاندې وکاروي.
د امریکا په شاتګ سره ستونزه کمیږي نه بلکې ستونزه نوره هم زیاتیږي.موږ د امریکا اولس څخه هیله کوو چې د افغانانو اصلي ستونزې ته پاملرنه وکړي کوم چې د افغانانو په دوو برخو وېشل یا په زوره تپل شوي د ډیورن کرښه ده .که امریکا چېرته د افغانستان څخه په شاه کیږي نو دا د امکان څخه لرې نه ده چې یوه ورځ به القاعده د زروي وسلو خاونده شي او القاعده به دا وسلې د امریکا او افغان قام په وړاندې وکاروي.
موږ پښتانه دا توان لرو چې د ایران مخ  په زیاتیدونکي نفوذ مخه ډب کړو.د پښتانو په رسمي ډول د ملي یووالي په پایله کې به اېتلافي ځواکونه دا موقع ولري چې دښمن په وزیروخوا/وزیرستان باجوړ او کوېټه کې په نښه کړي دا ځکه چې دا خاوره د افغانانو/پښتانو میراث دی.نه د پنجاپیانو او پاکستانۍ دیکتاتورۍ میراث.
                             ومن الله التوفیق. 



د دویم ورځ ۱۳۸۹لیږدیځ لمریځ کال د زمري د میاشتې اوولسمه نېټه. زموږ سره د اړیکو پته داده  dakhanabdulsam@yahoo.com  

Copyright Larawbar 2007-2024