کور / علمي / د زيار صاحب د څرګندوونو په باب يوه توضيحي ليکنه

د زيار صاحب د څرګندوونو په باب يوه توضيحي ليکنه


محمدمعصوم هوتک - کاناډا


په دعوت ویبباڼه کی ددوکتورزیارصاحب دڅرگندوونوپه باب


یوه توضیحي لیکنه


په دې څواوونیوکي دځینوویبپاڼوپرمخوباندي ځیني لیکني خپرېږي چي زه (هوتک) په نامه پکښې یادسوی اوپه “سیمه ییز” گړدودپالنه او”سمتي” تمایلاتولرلوباندي کږل سوی یم . ترننه مي دزیارصاحب خبره ،غوږونه ځکه کاڼه اچولي ول چی هغه مي دمهاجرت تراغېزو لاندي احساساتي او”اماتوري” لیکني گڼلې له ځان سره به مي ویل “مې ښوروه چي دخپل زړه تاوپه وباسي”. زه به خپل کارکوم . که چاته گټورواقع سو،خوښه ترښه،که نه وو په پښتوآثاروخوبې هغه هم دهدیروقبرونه ډک دي ، زمادابه هم پرزیات سي . خونن چي مي په دعوت کي دمحترم دوکتورزیارصاحب لیکنه وکتله اوپه هغه کي مي دځان په حق کي ډېره ناحقي وموندله، نومجبورسوم چي د”دفاع” له مشروع حق څخه کارواخلم .


له محترم استادزیارصاحب څخه مننه کوم چي “دپښتني ادب و فرهنگ په سرڅڼه کې” زماونډه یوازي زمادسیمي نه “بلکې دګردې پښتونخواپرکچ دنمانځني اوستاینې” وړبللې ده . کوریې ودان، زوی یې لوی. خوداچي د”سیمه ییزومخامختیاوو… آرواصلي بنسټوال” یې زه بللی یم، لږڅه توضیح غواړی.که خبره راڅخه لږشانته اوږده سوه، هیله ده چی ښاغلي لوستونکی مي وبخښي .


زه څوک یم اودخپلي خوږې پښتوژبي دکره لیکني په باب څه غواړم؟


زه یوپښتون افغان یم . سرنوشت (برخلیک) راته دنړۍ دنورونعمتوپرځای د”قلم” مینه په غاړه کي رااچولې ده اوله هغه څخه دخپلي مورنۍ ژبي په بډایولواوپراخولوکي کاراخلم . نه دکوم مادي امتیازپه تمه کي یم ، نه چاعلمي مرکزوته دچوپړله پاره پرې ایښی یم اونه مي جعلي واصلي علمي القاب موندلي دي . له نامه سره می ځیني خواخوږي زماله مخالفت سره سره”استاد” کاږي اوزه یې ځکه پرزړه اواروم چي په افغانستان کي دالقب دځینوښوونکوله پاره کارېدئ اوزه هم ډېرکلونه دکندهاراوکابل په لېسوکي ښوونکی وم . کله چي مي دباخترآژانس په پښتوڅانگه کی کارپیل کړ، دڅانگي محترم مشرمتین خوږیاڼي په همدې لقب باندي یادولم اووروسته دآژانس نوروملگروهم به همدې نامه نازولم . که دانه وای دغه لقب مي هم له ځانه توږئ . زماځینی شاگردان زماددغي ادعاشاهدان دي .نژدې شل کاله کېږي چي په کاناډاکي اوسم .دبل په مزدورۍ باندي پیسې گټم اودپښتوادب په خپراوي کي یې لگوم . آثارمي لویوڅوپرته چي دښاغلي زرین انځورپه پېرزوینه په جرمني کي “دافغانستان دکلتوري ودې ټولني” له خوااویونیم دنوروخپرندویوموسسوله خواچاپ سوي دي نورمي زیاتره پخپل لگښت چاپ کړي اوپه وړیاتوگه مي خپرندویوموسسوته پري ایښی دي ، دحبې ودینارپوښتنه مې بیانه ده کړې . نن یاسبادتقاعدسن ته رسېږم خوپه پېخر کارونه راته پاته دي . دغسي یوڅوک به ولي دپښتوپه معیاري کېدلو، دکره لیکدودپه عامېدلو، دیوې پښتوپه رامنځ ته کېدلوخوښ نه وي ؟ وایي دښار دروازې تړل کېدلای سي خودعالَم خولې نسي تړل کېدلای . زه هم له ناچارۍ غوږورته نیسم .


زمادلیکني اودنورودلیکنوترمنځ توپیرپه څه کي دئ ؟


زمادلیکدوداودهغه لیکدودترمنځ چي اوس دمعیارپه نامه یادېږي، توپیرفقط وفقط په دروبرخوکي دئ :


۱ ــ زه دپښتومرستندوی فعلونه (سو،سي،سم،….)کاږم . ددې کارله پاره هم تاریخي دلایل لرم اوهم ژبنۍ فتواوي . زموږمعاصرژبپوهاند دوکتورزیارصاحب هم پخپلولیکنوکي(سول،شول ، نسته ،نشته ،….) دواړه کره بللې دي (وگورئ دتل افغان په ویبپاڼه کي دپوهاندزیار صاحب مضمون،اودغه راز لیکلارښود۲۶۰مخ). زماپه نظردپښتوپه معیاري کولوکي دسین اوشین مسئله دومره بې اهمیته ده چي ما پخپل کتاب کي “دمعیارعامیانه درک” بللی دئ .دابه څه رازباسواده پښتون وي چي د”سیمینارجوړشو” او”سیمینارجوړسو” جملوپه پوهېدلوکي دي ستونزه ولري . دسین اوشین پرموضوع باندي ټینگېدل دهغوکسانوکاردئ چي دمعیارپه الفبې لاهم نه پوهېږي .


۲ ــ زه د”دی = he” ضمیراو”دی = is” فعل ترمنځ دالتباس دلیري کولوپه نیامت دفعل پرلکۍ باندي همزه ایږدم یعني “دئ” یې لیکم. داکارهم ژبني وتاریخي دلایل لري .


دحیرانتیاځای دادئ چي زه ددغه “دئ” لیکلوپه خاطرتکفیرکېږم اودعبدالحمیدمومندکلیات (د۲۰۰۴م کال چاپ)ترتیبوونکي چي سم دم زماپه شان لیکنه کوي اود”ته = تو(فارسي)” ضمیراو”ته = تله = میرفت (فارسي)”فعل ترمنځ التباس دفعل پرلکۍ باندي دهمزې په ایښوولوسره له منځه وړي،ټول چوپه خوله پاته دي اوپرخوله یې لاهم نه راوړي . یا”دخوشال خان خټک کلیات” په سریزه کي دپښتو حقدارلیکوال د(څه) او (زړه) پر(هـ) باندي همزه ایږدي ،بیاهم دچاتر خوله سپوڼ نه راوزي .


۳ ــ زه “چي،مي،کي” په لنډه یې کاږم او”چې = چي یې،مې = مي یې،کې = کي یې” بولم . ددې کارلپاره هم حاضریم چي په کلاسیک ادب کي ترسلوزیات مثالونه وړاندي کړم اوتیاریم ثابته کړم چي په اوږده یاباندي د(چي) لیکل دېرش پنځه دېرش کلنه سابقه نه لري . داابداع دکابلي سووتعلیم یافته پښتنوله خوامنځ ته راغلې ده اواوس یې دمعیارشکل ورکړی دئ دپښتوژبي ټولوستوروددوست شینواري مرحوم په گډون په اوږده (ې) نه لیکل، بلکی دلاسه یې لاد(چه) په شکل لیکل چی دلنډی (ي) ښکارندویي کوي. دغه کابلي سوي پښتانه لیکوال خو هرومرو دپښتنوځینوسیموته منسوب دي . زه که لستوڼی پسي راوغړم یقین مي دئ چي ثابته به کړم چي د همدغوسیمواوسېدونکی اولس هم (چي) په اوږده یانه تلفظ کوي .


۴ ــ دښځینه نوموپه جمع کي هغه قاعده پالم چي خوشحال خان او دده دکورني شاعرانو،رحمان بابا،پیرروښان،اخونددروېزه،حمید مومند ، اونوروکلاسیکوشاعرانوپاللې ده . یعني د(پښتنه،مڼه، کرونده، لهجه،…..) جمع په اوږده یالیکم اود(خاوره،لاره،کرښه ،….)جمع په لنډه یاکاږم .


داهغه کُلي توپیرونه دي چي زه یې په جدیت سره پالم اوپه دې خبره مي سرنه خلاصیږي چي ددغوځانگړتیاووپالنه بایدولي سیمه ییزلیکدود وبلل سي .په داسي حال کي چي په لسهاوومثالونه سته چي لیکوال دکره لیکلارښودپرخلاف (مونږ.مونږه،زمونږ) لیکي اوهیڅوک یې سیمه ییزگړدودنه بولي. که زمالیکدودسیمه ییزوي نودکلاسیک ادب ټولوشاعرانوگویاپه لویدیځه لهجه قلم چلاوه .


ـــ زه د(غږ) پرځای (ږغ) لیکم اوپوهاندزیارصاحب هم په همدې دعوت کي دواړه کارکړي دي .


ــ زه دډاکټرله پاره “درملگر” نه لیکم اودالغت له پارسۍ سره دنامعقولي سیالۍ په انگېزه دپارسي “درمانگر” ټکي په ټکي ترجمه بولم . داکاربایدولي په سمت پالنه پوري وتړل سي .


ــ زه ” دغورځنگ مخه راډپولای نه شي” نه لیکم او” دغورځنگ مخه نیولای نه سي” کاږم . ماته ” مخه نیول” تر”مخه راډپول” هم ښکلی ایسي ، هم تاریخي اوهم مناسب . دامي خپل نظردئ .دبل چاپه لیکلوکارنلرم . دابایدولي له معیارسره مخالفت وبلل سي .


ــ زه دخپلي مورنۍ لهجې پرخلاف (ښوونځی، پخلنځی، پوهنځی،…) دنارینه نوم په توگه کاروم اوهر ځوان لیکوال ته همداتوصیه کوم چي زمالارتعقیب کړي .


ــ زه دخپلي مورنۍ لهجې پرخلاف دیوې پښتوپه خاطرد(خلک راغله) پرځای (خلک راغلل) لیکم، د(غونډه جوړه سول) پرځای (غونډه جوړه سوه) لیکم اونوروته هم داسپارښتنه کوم .


ــ نوي جوړسوي لغاتونه ترکومه ځایه چي راته کرغېړن، بې معنا نه وي ښکاره سوي، پخپله لیکنه کي یې کاروم خودخپلي لاري پلوي ته چي پرسرمي اره راکښېږدئ،”غورځاوڼ” نه وایم . ځکه غورځاوڼ د….. پروزن ،دخپل ملگري په حق کي ښکنځل بولم . نورچي داسپک لغت دخپلوملگروله پاره کاروي، دهغومخه نه نیسم . هرسړی پوه سه خپل یې کار.


ــ دلهجې له پاره نوی جوړسوی لغت “گړدود” هم کاروم او”ژبڅانگه” هم . دهجاله پاره “څپه” هم لیکم او”سپوڼ” هم . دادژبي بډاینه شمېرم .


ــ زه ” لو لوبه،لو واله،لو بي بي،….” لیکم . “لویه لوبه، لویه واله،لویه بي بي ،….” نه لیکم . زیارصاحب دهمدې دعوت په لیکنه کي دواړه کارکړي دي . ولي بایدزماداسمت پالنه وگڼل سي اوددوی دا” کره پښتو، یوه پښتو”.


ـــ زه “بگړۍ،ازانگه،ږغ،غبرگ” لیکم ” پگړۍ،انگازه،غږ،بغرگ” نه لیکم . زیارصاحب دهمدې دعوت په لیکنه کي وایي چي دارازلغتونه ” وییپانگه راپراخوي”. نوزمادابایدولي دکره پښتوپه مخ کي خنډوي .


ــ زه تل پرداخبره ټینگارکوم چي دکره پښتونورآرونه وپرنسیبونه یې یوازي دکاغذپرمخ پاته دي . دچاخبره ایکي یوآرته زورورکول سوی دئ اوهغه نیولوجیزم دئ . زیارصاحب ددعوت په همدالیکنه کي زمادخبري ثبوت په دغه جمله کي ورکړی دئ چي دډاکټرنجیب پښتوځکه کره وه،چي د(سرنوشت) پرځای یې (برخلیک) لیکئ .


نوري فیصلې هسي دکاغذپرمخ پاته دی . که یې څوک نه مني نو:


ــ ولي دخپلوفیصلوپرخلاف دهغوکسانوپرلیکنه ترخولې سپوڼ لاهم نه باسي چي ” دوه کتابچې، دوه ښځې، دوه نجونې،….” لیکي اوپه لیکلارښودکي یې دغه ټول شکلونه ناکره بللي دي .


ــ ولي دهغولیکوالوپرلیکنواعتراض نلري چي دلیکلارښودپرخلاف اوس لاهم په نثرکي”مونږ،زمونږ،مونږه،….” لیکي . آیاداسمت پالنه نه ده؟


ــ ولي موددغي لیکني په مقابل کی خپل”څانگپوهیزپازوالی” هیرکړی دئ چي وایي په “غږ اوږغ” کي “غږ” ځکه کره دئ چي “غږ” له “غوږ” سره اړیکه لري . په غوږ کي(غ) وړاندي دئ، په (ږغ) کي هم بایدوړاندي سي (وگ : دپښتودیوه درانه مشرپه نامه پاڼه). که دارازخندنی اومضحک استدلال ما(هوتک) کړی وای، څه ډولونه به مو نه وای راپسي ډبولي؟ آیا”څانگپوهیز پازوالی” دغه ته وایي ؟ چي په دغه رازملنډوکي څوک دسمتي مصلحتوپراساس چوپ پاته وي . آیاداپخپله سمت پالنه نه ده؟


ــ ولي دخوشال ادبي پښتوــ ۳۶مخ کي (توپک) کره گڼئ خوپه لیکلارښودکي بیا(ټوپک) معیاري بولئ . آیادادسمت پالني تراغېزې لاندي دیوه معقول اوکره اقلیت په مقابل کي دناکره ونامعقول اکثریت ملاتړنه دئ . داسمت پالنه نه ده؟


ـــ که تاسي په رشتیاسره خپله داخبره منئ چي”ژبه چوپه پاتېدلای نه شي،….” نودمعصوم هوتک په قلم دمعیاراوکره لیکني دځینوبرخوپه باب پوښتني وگروېږني بایدولي ” شخړي وناندرې” راپورته کړي . سالم قضاوت خودادئ چي نظریات یې ولولئ، که دمنلوکومه خبره پکښې وه،ویې منئ، کنه هسې پرلولارایله کړئ.


ــ که روښان، خوشحال،اخوندروېزه، مرکه دپښتو،محمدگل خان مومند،پښتوټولنه،خان صمدخان،قلندرمومنداوپخپله زیارصاحب ددې حق لري چي دلیکدودپه برخه کي خپل ځانگړي نظریات بیان کړي اوپسي ویې پالي، معصوم هوتک ته بایدولي داحق ورنکړه سي؟ دهغوی دکاروپه باب دي سیمینارونه جوړسي،خودمعصوم هوتک پرتندي دی دسمت پالني ټاپه ووهل سي . دایوبام ودوې هواوي مگرړانده په سترگوونه ویني .


ــ دډاکټرپالوال صاحب (معیاري پښتو) چي ماله کاناډاڅخه(له کراچي څخه نه) ستاسي حضورته درولېږه. هدف می داووچي هغه مي یو اکاډمیک کارباله اوفکرمي کاوه چي ستاسي سره به دمعیار  ټینگولو په کارکي یوبل لاسوند سي که دنقداوکره کتني وړوو، څه به پرولیکئ . ددې څلورسوه څلورڅلوېښت مخیزکتاب نقدول خوپه دې یوه جمله باندي نسي کېدلای چي تاسي دایگوییزم ترشدیدفشارلاندي دخپل کتاب پرمخ کښلې ده . د” میم زرماټولې زما” شعارخونن ورځ دمنلونه دئ . آیاپه دغه ۴۴۰ مخیزکتاب کی یوه خبره لاهم داسي نه وه چي تاسي ته دي دمنلووړوي ؟ دسالم قضاوت څښتنان پوهېږي چي خبره چیرته ده ؟ داکاردي کوم بل غورځاوڼ کړی وای، تاسي به لیدلي وای چي د”محمدعبده” په شان به یې ستایني ویل کېدلای .


ــ که خبره دومره ساده وای چي ستاسي په خوله پنځوس میلیونه پښتانه ټول په یوه خوله دي اوپریوه ژبه، یوگرامر، یوه لیکدودباندی متفق دي، نودمعصوم هوتک دریځ به څه اغېزه پروکړي؟ داڅرنگه اتفاق دئ چي یومعصوم هوتک یې مخه نیولې ده . نه کوم مقام لري، نه کومه جنگي ډله، نه کوم دولت وپیسې لري اونه په هیواددننه ناست دئ  خوخبره یې دومره اغېزه لري چي دپنځوسوملیونوپښتنولاریې نیولې ده .په دې کي فکرپه کاردئ . دادیوه فردخبره نه ده . دادمیلیونوپښتنواندېښنې دي چي په فزیکي لحاظ دمعصوم هوتک ترخوله اوقلم راوزي . معصوم هوتک دڅولسیزوسکوت مات کړ،ځکه یې اغېزه محسوسه ده . که هسي هوایي خبري وای ،نه به یې غورځاوڼ دومره پارولي وای نه انحصارغوښتونکي .


ــ زه یې په دې کږلی یم چي گویا” هوتکی” خوبونه وینم .


هو! دهوتکي دورې ملي کارنامې دهرهیوادپال افغان اوهرپښتانه افتخاردئ اودهماغه ملي خوځښت په ارمان به هررښتینی پښتون اودافغانستان دملي ویاړونومدافع ” خوبونه” ویني . داخوبونه هغه څوک نه ویني چي په ښکاره دپښتنولی نارې وهي مگرپه زړه کي یې د”سمت پالني” ناولي پراته وي .


ــ دافسوس خبره ده چي پرهغواستادانویې د(علامه) لقب نه لورېږي چی څلورکاله یې دپوهنځي پرچوکۍ باندي درس ورکړی دئ اودده په شان یې په سلگونونورپوهاندان اوډاکټران په شاگردۍ ویاړي اوپه رحلت باندي یې ” سیاه پوش تمام جهان شو”خودی یې د” راځانته کړوعلامه گانو” په پېغورډوله عبارت راته ستایي . داکاریې پخواهم کړی وو اوزما پرکتاب باندي یې دیوې لیکني په ترڅ کی په ناځوانۍ سره د”خانعلوم” انک ورته کارکړی وو. ددغوعلامه گانواو نورو ویاړلوستوروددرناوۍ غونډي به دسورترشپېلۍ پوري دوام وکړي اویوازي به دهغوکسانوپرسردکین کښۍداورلمبې تاوېږی چي د”سمت پالني ” میکروب یې ماغزه لاندي کړي وي . زه په درناوی سره درته وایم چي که په هره کاسه کي ځان وانه چوئ،چي له بده مرغه مواچولی دئ، ستاسي په یادبه هم ترمرگ وروسته غونډی کېږي . په دې شرط چي د”یکه تازۍ” له نیلي څخه ځان راکوزکړئ اونوروته هم دنظرڅرگندولوحق ورکړئ .


جناب استاد! پرزخمي زړومالگی مه تویوئ اوڅوک مه مجبوروئ چي ټولي “گوی مگوی” درته ووایي .خپل کارمو کوئ . ماهروخت خلکوته دهغه الماني فیلسوف خبره کړې ده چي ویلي یې دي”دهیگل فلسفه پرسرروانه وه ، ماپرپښوباندي ودروله”. ماهم هروخت ویلي دی چي دژبي په برخه کي ددوکتورزیارصاحب کاریوڅه پوجي غواړي نوریې پرپښتوباندي ډېرحق سته . داپوجي دده په ژوندنسي عملي کېدلای ځکه له بده مرغه ، دی پخپله یې دلاري خنډدئ . دی پخپله پخپلو کاغذوباندي دونه خانتمادئ چي چاته دخولې وازولواجازه نه ورکوي . دده ددغه عادت اصلاح په اویااتیاکلنۍ کي ممکنه نه ده . راتلونکي زلمي به دده آثاردنیولوجیزم له ټپلوڅخه پاک اوپرپښوبه یې ودروي .


زه که مجبورسوی نه وای ، دالیکنه مي نه کوله .هیله ده دسپینوخبروله بابته مي وبخښئ.


 


۲۹  اگسټ   ۲۰۱۰-  اوکویل ــ کاناډا