کور / تازه خبرونه / کندهار : د عملياتو او ښوونځيو د بيا پرانستلو غونډه وسوه

کندهار : د عملياتو او ښوونځيو د بيا پرانستلو غونډه وسوه

نن تر غرمې مخكي دكندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د غونډو په تالار كي په ژړۍ ولسوالۍ كي د تصفيوي عملياتو او تړل سوو ښونځيو د بيرته پرانستلو په موخه يوه پراخه غونډه چي د دې ولسوالۍ ولسوال د سيمي قومي مشران ، سپنږيرو او لسونو ولسي خلکو ګډون کړى ؤ وسوه.
غونډي ته د ژړۍ ولسوال عبدالكريم ولسمل د چاڼيزو عملياتو په اړه معلومات وركړل او وويل او ويې ويل داچي ملکي خلکو ته په دې عملياتو کي کومه ستونزه پېښه نه سي تاسو بايد وسلوال د خپلي سيمي څخه وشړئ او سيمه ورڅخه خالي کړئ .
په غونډه كي د پيرمحمد كاكړ د تړل سوي ښوونځي د پرانستي لپاره هم خبري اتري وسوې او په اړه يې ولسوال وويل چي مخکي دا ښوونځي د بهرنيو ځواکونو له لوري قرارګاه وه او اوس يې خالي کړې ده او ستاسو په اختيار کي يې درکوي تر څو ورڅخه بېرته ښوونځى جوړ سي او خلک د علم د عظيم نعمت څخه برخمن سي .