کور / تازه خبرونه / دخوارځواکې دمخنيوي په موخه دکندوزمعارف سره مرسته وشو

دخوارځواکې دمخنيوي په موخه دکندوزمعارف سره مرسته وشو

دکندوز ولايت دمعارف چارواکو دکم عمره زده کوونکيو دخوارځواکې دګواښ دمخينوې په موخه دياد ولايت په 60 ښوونځيوکې 36 زره قطې دخوارځواکې ضدمواد په زده کوونکيو وويشل .
دغه مرسته چې دکندوزمعارف رياست سره ديوې خيريه ټولنې له لورې شوي وه ټولييزلګښت ېې سل زره امريکاېې ډالرکيده چې له مخې به يي هرزده کوونکې ته يوه قطې خوراکې مواد وويشل شئ .
دکندوز دمعارف ريس محمدظاهرنظم وويل : ( دياد رياست دوړانديزله مخې دخيريه ټولنو له لورې دکندوز معارف سره مرسته وشوه چې يادې مرستې به دخيريه ټولنو غړيوپه حضورزده کوونکيوته وويشل شئ ) همدغه رازنظم زياته کړه په خوارځواکې باندي اخته ماشومان نشې کولاي په ښه ډول خپلې زده کړې مخ ته بوزې هغه وويل چې دنړيوالو موسسوڅخه غواړو چې په دي برخه کې دزده کوونکيو سره لازياتې مرستې وکړي)
همدغه راز ديادوکوچنيانو والدينودخوښې ترڅنګ وويل چې په کورونو کې يوشمير ميندې نشې کولاي خپل کوچنيان په ښه ډول تغذيه کړې نوهمدا لامل دي چې هغوې د خوارځواکې په مرض اخته کيږي ) .
خوارځواکې نه يوازې دکندوز په ولايت کې شتون لرئ ، بلکه دهيواد په ډيرې ولايتونو کې يوشمير کوچنيان ورسره لاس اوګريوان دي چې دچاروکارپوهانو په وينا ترډيره حده يي خراب اقتصادي حالت اوکورنې ستونزي په ګوته شوي دي په دي وروستيو کې دهيواد روغتيا وزارت ددغې ستونزي داوارې لپاره په يوشمير مقدماتې کارونو پيل کړي چې دمخې به يي دخوارځواکې په چاره کې کمښت راشئ .
همايون بابر- کندوز
31،08،2010