کور / تازه خبرونه / تازه خبر : په کندهار ښار کي چاودنه وسوه

تازه خبر : په کندهار ښار کي چاودنه وسوه

شېبه مخکي د کندهار په ښار کي چاودنه وسوه . نوموړې چاودنه د چوړنۍ په سړک د مياعبدالحکيم صاحب کلينک ته په پنځوس مترۍ کي سوې . د عيني شاهدانو په وينا چي چاودنه د يوې ډبې له امله چي مخکي لا پر همدې ځاى ځاى پر ځاى سوې وه هغه وخت رامنځ ته سوه چي د ملي اردو موټر د تېرېدو په حال کي ؤ . نوموړي وايي چي چاودنه ډېره درنه وه او پکښي د ملي اردو سرتيرو ته کومه مرګ ژوبله نه دي اوښتې يوازي پکښي دوه تنه ملکي وکړي ژوبل سوي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تراوسه پوري کوم چا څه نه دي ويلي .