کور / سياسي / د شيطان امپراتوري (The Evil Empire )

د شيطان امپراتوري (The Evil Empire )

امــريــکـــا نــړۍ د تبــاهـــۍ پــر خــوا بيــايـــي


د ۲۰۱۰ م کال د اګست ۳۰ مه


پال کريګ روبرټس Paul Craig Roberts د امريکا د پخواني جمهور رئيس رونالډ رېګن  په دولت کي د ماليې  د وزارت معين وو. نوموړی د امريکا د امپرياليستي سياست د منتقدانو څخه يو تر ټولو تُرت ګويه شخص دئ چي خپلي زياتي مقالې او مصاحبې يې د امريکا د دولتو د دوه مخي سياستو و را سپړلو ته وقف کړي دي .


دنوموړي  دغه لاندي  مقاله     لا پخوا د  Information Clearing Houseپه ويبپاڼه کي د همدې پورته عنوان  په  درلودلو سره،  يعني «د شیطان امپراطوري» (The Evil Empire) په نامه خپره سوې ده  . ليکنه  د خپل ارزښت په وجه  تازه ده ،ما  هغه و ژباړه  او د ځينو توضيحي اضافاتو سره چي په قوسينو کي قيد سوي دي ګرانو لوستونکو تې وړاندي کوم . 


روبرټس په دغه ليکنه کي  په انتخاباتو کي داوباما د بري  ،  د سپټامبر د يولسمي  پيښي، د سی آی اې لخوا د اعتراف اخيستلو د ظالمانه شنکنجو د طريقې   ، په عراق او افغانستان کي د امريکا د پټو اهدافو  او د انګليس غوندي لاس پر نامه ولاړ  لاسپوڅو دولتو د کړو څخه د امريکا د جمهور رئيس بارک   اوباما د هغه د غټو درواغجنيو څخه پرده پورته کوي .


روبرټس په دې  ليکنه کي  ددې واقعيت په اثبات پسې  پل   را اخيستی دئ  او غواړي   ثابته کړي چي،  اوباما يوازي د يوې لنډي مودې دپاره و قدرت رسېدلی دئ، تر څو  «د شیطان د امپراتورۍ پر سريالي »   جناياتو باندي  پرده وغوړوي  او په پای کي به دغه حکومت هم لکه د نازيسم غوندي د  ظالمو  او ويني بهونکو حکومتو په شاني مختوری سي ، او يو ځل بيا  به داخبره ثابته کړي، چي امريکايي چارواکي و خپلو حريصانه اهدافوته د رسېدو د پاره و هر کار ته لاس اچوي  .


د امريکا دولت  نن تر هر وخت زيات تر فشار لاندي دئ .  نن   دلته داسي زيات  کسان اوسازمانونه سته چي دغه خبره په يقين سره کوي  چي ياره، موږ نور داسي څه نلرو چي د خلکو و اندېښنو ته   ځواب  ووايو . هغه خلک چي د جمهور رئيس او د سنا  د نمايندګانو  په ټاکلو سره  اميدواره  وه چي  د هغوی د مشکلاتو بار   به لږ شاني سپک سي ، خو اوس خلک ددې غوړه مال او لشم جمهور رئيس د بې وسۍ څخه مايوسه سوي دي؛ اوباما  مخکي تردې  چي  د « تغير» نارې ووهي د تيرو جمهور رئيسانو ياد يې تازه کړ . داسي معلوميږي چي دغه جمهور رئيس   هم  د پخواني روم د ناسولټه  امپراتورانو په  شاني  به  چي کله و دېواله ته و درېدل  او د خپلو امپراطوريو د زوال وروستۍ ورځي  به يې   تر سترګو تيري سوې ،  نو  په هر جنايت به يې    لاس  پوري کاوه  .


اوباما، د امريکا د جمهوري رياست د پاره يوازي  ديوې  دورې د پاره را وستل سوی دئ .  ه  د بدلون يا تغير هغه وعدې  چي نوموړي   ورکړي وې، تر اوسه يې هيڅ  داسي کوم مثبت بدلون   ندئ  را وستئ .  نوموړي  چي په دې ورستيو کي  د معالجوي بيمو لايحه  را مخته کړه ،هغه يوازي د  بيمو د هغو  غټو  شرکتو په ګټه وه  چي  په لا   نور و  زياتو ګټو پسې ګرځي . ددې لايحې هغه اهمه برخه داوه چي په هغه کي د ارزانه  علاج او حفظ الصحوي   خدماتو برخه  حذف سوې ده؛ او دا هم په دې خاطر چي د هغو جګړو مصارف ورباندي تأمين کړي چي نن سبا  په يوه پېچلي او بغرنجه حالت کي را کښېوتي دي . په دې خبره پوهېدل هم  په زړه پوري ده چي  هغه  تر  ۷۰۰ مليارډه زيات ډالرونه چي د جنګي بودجې د پاره جلاسوي دي ، په واقعيت کي  د ځينو خاصو شخصي کمپنيو وحسابو ته  شوه کيږي . د امريکا په سرمايه داري هيواد کي د ماليه ورکونکو د عايداتو يوه لويه برخه  د د ولت لخوا بیرته دخصوصي شرکتو په ګټه مصادره کيږي . اوباما د ډيموکراټانو په لباس کي نن سبا د جمهوري غوښتونکو  ډيکټې  عملي کوي .


جمهوري غوښتونکي او ډيموکراټان دواړه  تر هغه ځايه چي په وسه يې وي  د نوي مالي منابعو د پيدا کېدو د پاره  تلاښ کوي   څو داسي   فرصتونه  را وزېږوي   چي  د شخصي کېدود سیاست په کارولو سره   په  جګړه ائزه  اموراتو کي  کار واخلي  .


په اوسني حالت کي ډيري داسي شخصي کمپنياني سته چي د کار په بازار کي حتی يو ډالر هم عايد نلري خو د خلکو د روپو څخه چي د جنګي  بې پېلوټه « بوز بزکو»  طيارو  دپاره  ماليات ورکوي، د هغه څخه خپله  غوښنه  برخه  تر لاسه کوي .


اوباما په عراق او افغانستان  کي د بوش د رژيم د ناقانونه جګړو  څخه  د  امريکايي عسکرو په را ايستلو سره  کولای سوه  د  يو عالي او ځانګړي  فرصت   په را منځته  کېدو  او د هغه  په  کارېدو سره  حالات بدل کړي  ، خو داسي يې  و نکړه او داده ددې جګړې لمن  و لا نورو خواو ته     غزوي .   د بوش دولت  د خپلي دورې په پای کي  کله چي کړکېچ زیات سوی وو،د امريکا په اردو کي  يې زیات  اجیر او مزدور پوځيان  استخدام  کړل  او دهغه څخه يې    ګټه واخيستل ، خو هغه څه چي اوباما باید کړي وای  نوموړي نه بايد  د نویو اجیرو مزدورانو په استخدامولو  سره بلکه خپل هيواد ته يې  بايد ( د افغانستان او عراق په  اشغالي هيوادو کي ددې هيوادو د اتباعو سره  ديوه  وسیع البنیاده، ملي او ډيموکراټيک دولتي  نهاد د جوړېدو سره مرسته  )،  د خپلو سربازانو ( اجيرانو) د بيرته  را ايستلو بندو بست يې کړی  وای .
                                                                                                                                      
خو که دغه کار  هم سوی وای   د هغو شرکتو حساسیتونه يې بيا را پارول چي د هغوی ګټي هم  د همدغه پوځي او امنيتي پېچلو مسئلو  په  ګرو کي پرتې  دي  . په دې توګه اوباما عوض ددې چي خپلي وعدې پرځای کړي په افغانستان کي يې د اور لمبې ( د جنایت کارانو او جنګسالارانو څخه په ملاتړ ،سمتي، قومي، مذهبي او ژبني لانجو په تحريکولو سره ) لا نوري هم تازه کړې او د هغه تر څنګ يې  په  پاکستان کي هم  ( البته  ددې هيواد د ټروریسټانو د سازماندهۍ  په اصلي مراکزو کي نه بلکه د خپلو راتلونکو اهدافو د پاره په پښتني سیمو کي د ړندو بمباريو  د لاري )  دجګړو لمبې و غزولې  .


په دې توګه ددې پسته به موږ او  د امريکا خلک  د صحي بیمو پرځای، د شخصي شرکتو د لا زیاتو ګټوشاهدان  يو،  او د سولي په ځای  به د جګړو ناورينونه  ګورو . د امريکا خلک چي ددې تر مخه  به يې پر دېوالو باندي د نوشتو دلاري  د اوباما څخه  د ملاتړ  اظهار کاوه، نن د اوباما او د هغه د ډيموکراټ  ګوند څخه د تيت او پرک کېدو په حال کي دي . هغه خپلواکه ډلو چي د اوباما د برياليتوب لپاره يې زياتي مرستي  کړي وې ، نن د هغه پر ضد را ولاړ سوي او موضع نيسي .  په نيوجرسي او ويرجينيا کي  چي څه موده  دوه جمهوري غوښتونکو واليان مقررسول، نودا د ډيموکراټ ګوند  بری نه ‏بلکه دا د اوبا ما د دولت پر ضد د اعتراض يوه نتيجه وه .


د اوباما اعتبار اوس پر مځکه لوېدلی دئ . د امريکا د مدعا نه ډکه کنګره په  خلکو کي   خپل هغه  پخوانۍ  اعتبار هم  دلاسه ورکړی دئ . د امريکا د وکيلانو دغه مجلس اوس يوازي  ددې دپاره رايي ورکوي چي و ټولي نړۍ ته وښيي چي دغه دنمايندګانو مجلس غیر له يو څو رشوتخوره، غوړه ماله او جيره خوره لاسپوڅو څخه بل څه نه دئ  او هغه هم  د صهيونيستي لابيانو په لاس کي تا و بالا کيږي . د وکيلانو مجلس يوازي د خپل ارباب  و فرمان ته چي د ايپک (American Israel Public Affairs Committee) يا  (AIPAC) په نامه ياديږي  غوږ نيسي، هغوی د ۳۶ مخالفو را يو په مقل کي په ۳۴۴ موافقو رايو سره د ګولډ سټون ګزارش محکوم کړ    .


شايد ځني به نه وي خبر، چي  د ګولډسټون  (Goldstone Report)ګزارش داسي ګزارش وو  چي د ملګروملتو د حقیقت پلټني کمېټې لخوا،  د غزې په هکله تهيه سوی وو. د غزې په جګړه  کي د اسرائيلو اردو چي د امريکا د هر اړخيز ملاتړ څخه برخمن وو، د غزې پر کوچنوټي ښار چي يو نيم میلون تنه مظلوم فلیسطینان پکښې  اوسېدل ، حمله وکړه . په دې حمله کي  د يوه سره   ملکي خلک ،  غیر پوځي تاسیسات  او اقتصادي مرکزونه   په نښه سوي وه . اصلاً په دې کي هيڅ شک نسته چي په دې جګړه کي  لوی جنګي جنایت تر سره سوی دئ .


ر يچاړډ ګولډ سټون (Richard Goldstone) چي پخپله  يو وتلی يهودي قاضي دئ  خپل ټوله ژوند يې  و خلکو ته د جنګي جنايت کارانو په پېژندنه کي وقف کړی دئ ، په همدې  خاطر ده چي نوموړی او د هغه کورنۍ نن  د صهیونیستانو لخوا د مرګ تر  تهدید لاندي  ده .


کله چي  د امريکا  د کانګرس غړي  ډينس کوسینيک (Dennis Kucinich) چي ، نن سبا به بې له شکه  د ايپک د سیاسي لست د قربانيانو  په جمله کي راغلی وي ، د نمايندګانو د مجلس څخه و پوښتل ، تاسو چي  د ګولډسټون شرمناکه ګزارش محکوموی  آيا  اصلاً ددې ګزارش د محتوی څخه خبر هم  ا ياست ؟! مګر داسي نه ده چي  ټوله نړۍ دغه ګزارش تائيدوي ؟ مجلس و دې پوښتني ته داسي ځواب ورکړ :  ټوله نړۍ داسي فکر نه کوي چي که  نمایندګان هم  و دغه ګزارش ته رایه ور نکړي، نو په   کنګره کي  به  هيڅکله هم ځای  ونلري !


امريکا؛ په نړۍ کي دغه د ډيموکراسۍ  تر ټولو باټک  مدعي څه موده مخکي د يوه  بل شرمناک عمل څخه هم پرده پورته سوه  . دا پلا دغه عمل نه د شخصي شرکتو په ګټه د صحي بيمو د لايحې په چوکاټ کي او نه هم د ګولډسټون په ګزارش کي بلکه د ايټاليا په يوې محکمه کي را منځته سو . دغه محکمې د امريکا د جاسوسي  شبکې يعني سي آی اې ۲۳ تنه افسران په ايټاليا کي د يوه سړي د  تښتولو په اتهام محکوم کړل . يعني د امریکا د جاسوسۍ سازمان  اوس  په ايټاليا کي « تر قانوني تعقيب لاندي  مجرم» دئ  . دغه سړی د مصر و لاسپوڅي دولت  ته سپارل سوی  او په هغه ځای کي کلونه ساتل سوی دئ،چي  تر سختو شکنجو لاندي راغلی وو. ددې شخص کېس دونه شرمناکه وو چي کله په مصر  کي يوې محکمې د هغه په واقعیت باندي پوه سو نو سمدستي يې د خلاصېدو امر ورکړ .


يو د هغه محکومو کسانو څخه چي د سيا تر تېغ لاندي نيول سوی وو،يوه ښځه  وه چي اعتراف يې کړی دئ، ددغه شخص په تښتولو کي د امريکا هدف دا وو چي د هغه څخه  يو «ټروريسټ »  جوړکي او په هغه باندي خپله د «ټروريسټ جوړوني» پروژه   فعاله و ساتي .  امريکا دداسي  « ټروريسټ » جوړوني د درواغجنو اتهاماتو نه بغير  د جګړو د اوربلوني عامل د لاسه ورکوي .


ګريګ موري (Craig Murray) چي  تر ۲۰۰۴ کال پوري  په  ازبکستان کي د انګلستان سفير وو، را وروسته په سکاټلنډ کي د ډنډي (Dundee)  دپوهنتون  رئيس سو . نوموړي د ازبکستان دولت يو ډيکټاټور دولت ګڼي چي د امريکا پراخ ملاتړ هم ور سره دئ . موري د خپل سفارت په وخت کي  متوجه سو ، په کورني چارو کي د انګلستان جاسوسي سازمان يعني ايم آی ۵ (MI5)   د امريکا د جاسوسي سازمان څخه د وحشیانه شکنجو ښوونه تر لاسه کوي . داسي شکنجې چي ليدل يې څه کوې چي حتی اورېدل يې د انسان پر بدن باندي  ورېښتان جګ دروي .


د دغه شکنجو ګزارشونه به د  سي آی اې لخوا و « ايم آی ۵»  ته او د هغه ځايه به  و واشنګټن ته استول کېدل . دغه ګزارشونه به بيا «د القاعدې د ټروريسټي ډلي د پراخو توطئو  د اسنادو»  په نامه د مقاماتو ترمينځ لاس پر لاس   ګرځېدل .


موري دغه خبره پاش کړه چي دغه کسان د امريکا د جاسوسۍ د سازمان لخوا د ازبکستان و زندانو ته لېږل کېدله تر څو هلته ښه شکنجه سي او داسي اقرار ځني واخلي  څو ووايي د القايدې غړي دي . د هغوی څخه غوښتل کېدله چي  ووايي د افغانستان په  سيمو کي ورته  ټروريسټي زده کړي  سوي  او پخپله يې د اسامه بن لاډن سره هم  ليدلي دي . دغو اعترافاتوته به بيا د سي آی اې لخوا پريمانه ډنډورې  وهل  کېدلې . د انګلستان پخوانی سفير وايي زه بيخي ګيچ سوی وم   ګيچ په دې خاطر چي ما خيال کاوه په يوه ډيموکراټيک هيواد کي ژوند کوم . آيا زما د هيواد( برتانيا) نيژدې هم پيمانه يعني امريکا په رشتياد ډيموکراټيکو هيوادو په کتار کي راځي . د بشري حقوقو، د آزادۍ، اخلاقياتو، انسانيت او داسي نورو پای به څه کيږي؟ آيا دا هماغه نازيسم او سټاليني سټايل بدعت نه دئ چي د خپلو ګټو د پاره و هر جنايت ته لاس اچوي ؟


 کله چي موري  په ډېر و هغه  شیانو چي بايد پوه سوی وای، پوه سو نو هغه وخت د کاره و شړل سو . نوموړي  ټوله هغه څه چي زده کړي يې وه « د هغه د دماغه څخه  وايستل سوه » . هغه په خپلو سترګو هغه اسناد او مدارک ليدلي وه چي ثابتول يې  پر عراق او افغانستان باندي د امريکا او انګليس  د لښکر کشيو هدف د ازبکستان او ترکمنستان و طبيعي زيرمو ته ځان رسول وه  . امريکايانو و انرژۍ ته د رسېدو  داسي لاري غوښتلې چي  د افغانستانه څخه تير سي . دداسي يوه کار د عملي کېدو د پاره يې  ځانته دغه ماموريت   ټاکلی وو او د هغه عملي  کېدل يې يو  ضرورت باله  . دغه شوده ګان په دې ښه پوهېدل چي د داسي يوې جګړې  د شروع دپاره  دسپټمبر د يولسمي  حملې سناريو و دوی ته ښه مغزنه بانه په لاس ورکولای سي ،ترڅو و خلکو ته ووايي ستاسو د ځان د خونديتوب او د ټروريسټانو سره د مبارزې په خاطر موږ په  دغه جګړو لاس پور ي کړ .


هغه خلکو چي د سپټمبر د يولسمي حادثه يې د نيژدې  ليدلې وه، په ځانګړي توګه  چي بيا دغه کسان  عادي خلک وه ، په خورا  آساني سره  يې په داسي   لویوجعلياتو باور کاوه .


کافي  ده چي په افغانستان کي د امريکايي  او ناټويي  ځواکو د ځای پر ځای کېدو و طريقې ته څوک ښه پاملرنه وکي . دغه قوواوي داسي ځای پر ځای سوي دي چي وکولای سي د انرژۍ او پاېپ لينو د تېرېدو  پرنکتو باندي تسلط ولري  ، دغه ډول نظامي سينګار هيڅکه هم د هغه نظامي تاکتيکو سره سر نه خوري چي د ټروریسټانو سره د مبارزې د پاره بايد و کارول  سي . د ډيموکراسۍ د را وستلو د پاره هم نه دي . دغه لښکر کشي صرف د پيسو  او د انرژۍ و منابعو ته لاسرسي وه،  د ډيموکراسۍ  په دغه روانو شعارو باندي  هيڅ اړه  نلري .


کله  چي کوچنی جورج بوش په هغه وخت کي د تکزاس والي وو نو تاسو څه فکر کوی  چي د امريکايي کمپنۍ، انرون (Enron) سره د موافقت نامې د همآهنګۍ  مشاور څوک وو چي د ازبکستان او ترکمنستان  دګازي منابعو په اړه يې و هغه ته د پانګي اچوني حق ورکاوه . او يادا چي د يو نيکال (Unocal)وکاليفورنيايي نفتي شرکت ته  چا د افغانستان د نفتی لارو دغزولو او پراخولو امکانات  برابر کړل .


دغه شخص   په افغانستان باندي همدغه  تحميل سوی کرزی وو چي په هيواد کي د امريکايانو  د ځواک نه  پرته  بل هيڅ ولسي ملاتړ نلري .  «موري» سفير ددغه افشاګريو په خاطر سمدلاسه د انګلستان د خارجي سرويس د خدمت څخه خلعه سو.  په دې کي  هيڅ شک نسته  چي زموږ لاسپوڅي  انګرزانو د واشنګټن په مستقيم امر  هغه ايسته کړ .