درمضان المبارک دوروستۍ عشرې په لمونځونواوعباداتوکې

د لراوبر اداره | سپتمبر 1st, 2010


مسلمانان دې درمضان المبارک دوروستۍ عشرې په لمونځونواوعباداتوکې
دمجاهدینودبریالیتوب اویرغلګرودمغلوبیت لپاره دعاوي وکړي!


منبع :  www.alemarah-iea.com


درمضان المبارک میاشت دبرکتونو،رحمتونواوپه کافرانوباندې دمسلمانانودبریالیتوبونومیاشت ده. دبدرلویه  غزادرمضان په میاشت کې پیښه شوې،داسلام مرکز مکه  مکرمه  هم په دې میاشت کې فتح شوې دقادسیې مشهوره جګړه ،داندلس فتح  او دحطین اوعین جالوت  جګړې کومې چې دمسلمانانومطلق بریالیتوب پکې په برخه وو ټولې په همدې مبارکې میاشت کې ترسره شوې.


دغه مبارکه میاشت  په خپلو نوروفضائلوبرسیره دالله تعالی دمقدس کتاب قرآن عظیم الشان دنزول ویاړهم له ځانه سره لري اوپه مبارکونبوي احادیثوکې یې دعبادت  د افضلیت اوغوره والي  په اړه  ډیرارشادات راغلي .
ددغې برکتمنې میاشتې په شپوکې دډیرو روایاتوله مخي دقدرمبارکه  شپه هم شته کومه  چې دهغې یوې شپې عبادت دنورو زرومیاشتودعادي شپوترعبادت غوره دی.


دمبارکو نبوي  ارشاداتوله مخې  درمضان المبارک  په ځینوځانګړیو لحظوکې  دمسلمانانو ددوعاګانو دقبولیت لحظې هم شته دې چې په هغوئ کې الله تعالی دخپلوبندګانومشروعې غوښتنې قبلوي .


داچې نن اسلامي امت  دیرغلګروکافرانو دتیریو له وجې په ډول ډول مصیبتونومبتلادی اوپه افغانستان،فلسطین ،عراق اودنړۍ په نوروبرخوکې  ډیرمسلمانان دکافرانوله لاسه کړول کیږي نو مونږله خپلو مسلمانو وروڼوڅخه غواړوچې درمضان المبارک په دغو وروستیو برکتمنو لسوشپوکې دې دښمنانو له مظالموڅخه دمسلمانانو دخلاصي ،په کافرانوباندې دمجاهدینودبرلاسي  اودمجاهدینوپه مقابل کې دکافرانودمغلوبیت لپاره  دعګانې وکړي .


الله تعالی دمسلمانانو داشانې مشروعې دعاګانې قبلوي اوپه اړه داسې ارشادکوي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ البقرة .  (186)
ژباړه:اوچې بندګان مي زماپه اړه تاوپوښتي(نو ورته وایه)چې زه بلکل نیږدې یم ،دغوښتونکي سوال قبلوم کله چې ماوروبولي ،نوزما(بلنه) دي هم ومني اوپرمادي ایمان راوړي ترڅوپه سمه لاره محکم پاتې شي.


هیله ده ټول مسلمانان  له دغو مبارکو شپو ورځونه په استفادي سره  دخپلونوروحاجتونو ترڅنګ  دکفاروپه مقابل کې جنګیدونکي مجاهدین هم له یاده ونه باسي اوپه یرغلګروکافرانوباندې دي  دهغوئ دبریالیتوب لپاره دعاوې وکړې .



22/09/1431 هـ – 01/09/2010

Copyright Larawbar 2007-2024