کور / کیسه / پلټنه

پلټنه


 
له ډېرې  مودې راهسې مې د فکر استخبارتې ادارې دا امر راکولو چې د خپل ورک شوې زړه په اړه منظمې پلټنې او تحقيقات  وکړم ،خو ما يې د امر په اړه قطع اقدامات نه نيول ،او د دوي امر ته مې په نيک نظر نه ليدل.
بله ورځ ناڅاپه هغه ورک شوی زړه مې راپه ياد شو ، او زړه مې پسې ودرديدو، نو له ځان سره مې پريکړه وکړه، چې راځه نن خو د خپل فکر استخبارتې ادارې امر  پر ځاي کړه.
 ما هم پلټنې او تحقيقات پيل کړل، هغه وه چې په لنډه  موده کې مې هغه څوک زما د زړه د غلا  پر تور ونيول چې په لومړۍ ځل يې ما ته په خوږ نظر ليدلې وو، او له پوښتنو ګرويږنو څخه وروسته دغلا په تور نيول شوې مجرم هم  په خپل جرم اعتراف وکړو.


 ۲۹/۰۸/۲۰۱۰بيفروايک