کور / تازه خبرونه / کندهار :د حکومت دارۍ او پرمختيايي اوونيزه غونډه جوړه سوه

کندهار :د حکومت دارۍ او پرمختيايي اوونيزه غونډه جوړه سوه

د کندهار ولايت د غونډو په تالار کي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا په مشري اوونيزه د حکومت دارۍ او پرمختيايي غونډه جوړه سوه چي پکښي د کندهار ولايت د ټولو سکتوري ادارو رئېسانو، د ډنډ ولسوالۍ ولسوال ، په کندهار کي د امريکا د نړيوالي پرمختيايي ادارې يا USAID ، د کندهار ولايتي بيارغوني يا PRT او په کندهار کي د کاناډا د نړيوالي پرمختيايې اداري يا CIDA استازو ګډون کړۍ وو.
په غونډه کي د کندهار والي او نورو ګډون د محله نجات په سيمه کي د امنيت د ښه والي په موخه د بيا رغوني د کارو د پيلېدو غوشتنه وکړه .
او د کندهار ولايت د ښووني او روزني رياست استازي وويل چي د محل نجات په سيمه کي د ښووني او روزني د رياست اړوند د شاه محمود هوتک په نامه په يوه باب ښوونځي کي اوس مهال يوه پوځي قرارګاه ځاى پر ځاى ده چي د نوي تدريسي کال د پيل څخه وړاندي بايد د دې ښوونځى څخه ووزي او په ياده سيمه کي کوم بل ځاى ځان ته انتخاب کړي.
په نوموړې غونډه کي يو پلاوى تعين سو تر څو سيمه د بيا رغوني د کارو د پيل په موخه وڅېړي .