کور / هراړخیز / د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۲)

د هند په لویه وچه د افغانانو حکومت (یو تاریخې ناول ۱۲)

سلطان علاؤالدین  خلجیي 
تاسو ددې  ناول  دو لسمه برخه  لولئ….
پرلپسې ۲۰
سلطان علاو الدین خلجې د خپل  قصر په  هغه  خونه کې ناست و چې د منتظرینو د ناستې  له پاره  کارول  کیده. په خونه کې د قاضې  مغیث الدین نه  علاوه  د عدلیی نور خلک ،کوټوال علاء الملک ، ټول  سالاران  او  جنرالان  او کمال الدین هم  هملته ناست و . کله چې  ټول  خلک په با ادبه  توګه  په خپلو ځایو   کیناستل نوبیا علاؤالدین ټولو ته په خبرو کې وویل :
 زما دوستانو او ملګرو ! هغه بغاوتونه  چې په تیرو ورځو کې  ددهلی  نه  بیرون   په اود  او بدایو  کې  را ټوکیدلی و  که څه هم  هغه مو  ځپلې  خو ما ته یی  اندیښنه را پیدا کړې ده  ، په دې خاطر ما تاسې د عدلیی  ، قضایی او نظامې  ځواکونو  ټول  مشرا ن  را ټول کړی  یاست  تر څو تاسې ما ته مشوره  راکړئ  چې په راتلونکې  کې  څه ډول  تدابیر و نیول شی  تر څو  د بغاوتو نو او سرکشیو د را ټوکیدو دروازې  د تل له پاره و تړل شي . تاسې  ټول  په دې خبره  په خپلو منځو کې  مشوره وکړئ  بیا  په یوې  موضوع  باندې  د متفق کیدو وروسته  یی ما ته ووایاست . د علاؤالدین  ددې وړاندیز سره سم  د عدلیی ، قضایی او نظامې  ځواکونو ټولو په خپلو منځو کې  خبرې پیل کړې ، په دې خبرو کې  کوټوال علاء الملک  تر ټولو مخته و . تر لږه  ځنډه  پورې  یې په خپلو منځو کې  مشورې کولې ، سلطان  علاؤالدین  دوې  ټول  د سترګو  لاندې  څارل . بیا کوټوال علاءالملک  سلطان  علاؤالدین  ته مخ کړ او  ورته یی وویل:
درونده سلطانه ! مونږ  ټول  په داسې څلورو  خبرو  متفق شوی  یو چې که  چیرې   عمل پرې وشي نو دبغاوتونو او سرکشیو دروازی  به د تل له پاره و تړل شي  دا چې  دا څلور خبرې کومې دې  قاضی مغیث الدین به یی درته ووایی:  د کوټوال  علاء الملک  په دې خبرو باندې  سلطان علاؤالدین  ډیر زیات خوشحاله شو  او بیا یی  قاضی  مغیث الدین  ته  مخ  کړ او  ورڅخه یی و پوښتل :
محترم مغیث الدینه !  ووایه  چې  هغه  څلور  تدابیر  چې تاسې پرې  متفق  شوي یاست  ، او دهغې  په واسطه  به د  بغاوتونو  ټولې  دروازې  بندې  شی  ،کوم کوم دي ؟ قاضی مغیث الدین  خپل  غړۍ  پاکه کړه او بیا یی  سلطان  علاؤالدین ته   په ویلو پیل وکړ.
درونده سلطانه !  په هغوې څلورو  خبرو  چې مونږ  متفق شوی  یو او هغه د بغاوتونو او سرکشیو په را ټوکیدو او یا دهغوې  په  مخنیوی  کې  مرسته او کومک  کوي  هغه دادي :
1- دا چې پادشاه د خپل  رعیت  نه بلکل بې خبره واوسی او دهغوې د ښیګڼو او یا بدیو  هیڅ  پروا  یی  و نه ساتي .
2-  په ټول هیواد کې  د شرابو څښل  عام   شوي ،  او دشرابو د څښلو په واسطه په  انسانی غوښتنو کې  زیادښت  راځی ، دهغه د بدنیتۍ  ماده  ډیرښت  مومي  اوانسان د نشې په وخت کې  د خپل عقل  څخه بیرون کیږی  او دخپلو  غوښتنو  په لټه کې   ډول  ډول  حرکتونه کوي  دهغې پایلې دا  شي  چې خلک یو دبل  د ارادې  څخه خبریږی  او بیا د همفکرۍ  په اساس  یو دبل سره لاس  ورکوي  او بلوې او جګړې پیلوي .
3- د دولت د امراءو او اراکینو تر منځ  ژور  اړیکی  جوړ کړل شي ،کله چې  امرا په خپلو منځو کې  خواږه شي  نو که  چیرې د هغوې  څخه کوم یو د کوم  فعل ارتکاب کوي  نو پاته دهغه سره یوځاې کیږي  او په دې  توګه د بغاوت  د راپورته کیدو  شونتیا  زیاتیږی
4- دا  چې د مال او دولت  زیاتوالې  هم  د بغاوتونو په را پورته کولو کې ډیر مهم  رول لري ، کله  چې کمظرفو او ذلیلو انسانانو ته دهغوې د ظرفیت  څخه ډیر  څّه په لاس ورشي  نو هغوې د خپلو پولو  څخه  بیرون  وځي  ، دهغوې  په ذهنونو کې  ډول ډول   فکرونه وده مومي  او په هر شی د تسلط  پیدا کولو  هڅه کوی. ان تردې  چې دهغوې  سترګې د مملکت  په  امورو  کې  ور نښلې  اودهغې د تر لاسه کولو  هڅه او هاند کوي .
درونده  سلطانه ! زمونږ  له آنده  دغه څلور  ستر عناصر دي  چې  دهیواد په  داخل کې د بغاوتونو په راپورته کولو کې  مرستندویه  ثابتیږي . که  چیرې تاسې  دغه ټول  له منځه یوسئ  نوبیا خو زما او زما ددې ملګرو  فکر دادې   چې  د بغاوتونو لړۍ  له منځه  تللې  شي . سلطان  علاؤالدین د قاضی مغیث دا خبرې  ډیرې  خوښې  شوې، بیا یی د ټولو نه مننه وکړه  او ترڅنګ  یی دا غونډه هم  ختمه کړه ، هغه ولاړ  او پاته خلک  هم خپلو خپلو کورونو ته ولاړل .
کله چې کمال الدین  د خپلې حویلۍ  میلمستون  ته  را ورسید نوحیران  و درید ، ځکه  هغه وکتل  چې په میلمستون کې  شهزادګۍ کیتهل  د انتظار  په حال کې  ځانته  ناسته ده ، څنګه  چې  کمال الدین  میلمستون  ته را ننوت  نو هغه  نجلۍ  سمدستې  د خپله  ځایه پورته شوه ، خپل دواړه  لاسونه یی  جوړه کړه او  په ډیر ښه اواز  یی  هغه ته ښه  راغلاست  ووایه .  کمال الدین د هغې په دې   ادا  باندې  مسکې  شو، بیا مخته  ورغې او د شهزادګۍ  کیتهل مخته  کیناست . خو کیتهل  بې  چاره  همغسې ولاړه وه . کله  چې کمال الدین هغې ته د لاس  په اشارې د کیناستو  وویل  نو هغه بیا په ویره ویره  او لړزیدلې  ځان د کمال الدین مخته کیناسته . بیا مخکې  له دې  چې کمال الدین ترې  څه وپوښتی   هغې  پخپله  په خبرو پیل وکړ  او ویی ویل :
که  چیرې  ته یی  بده و نه منې  نو زه له  تا څخه  یوه  هیله  کوم . کمال الدین ورته  په ډیر  غور  سره وکتل   او ترې  ویی وپوښتل : څه ډول  هیله ؟ کیتهل لږ  څه  زړه وره  شوه  او ویی  ویل :   د بګوان  په خاطر  چې همدومره ووایه  چې ته  له مانه کرکه او نفرت  نه کوې . کمال الدین  یو ځل بیا په ډیر غور سره  کیتهل ته وکتل او بیا یی ترې  وپوښتل :
زما په داسې ویلو  او یا نه ویلو باندې  څه  توپیر  پیدا کیږی ؟ کیتهل بې چاره  یوځل بیا وویل :  ستا  په داسې ویلو  باندې  ما ته  د  دلاسه  کیدو  سند  په لاس  راځی . زما په وینه کې نوې  دوران  را پیدا کیږي . ته همدومره  ووایه  چې   ته له مانه کرکه نه کوې . همدا به زما له پاره د ارام  سبب  وګرځی .
کمال الدین په ډیر غور  سره یو ځل بیا کیتهل  ته وکتل  او بیا یی ورته  وویل : ځه –  سهی ده  چې زه له تانه نفرت نه کوم . دکمال الدین  ددې ځواب  په اوریدو سره د  شهزادګۍ کیتهل  په  مخ کې د خوښۍ  بڼ  راوغوړید  بیا یی غوښتل  څه ووایی  چې کمال الدین پرې  را مخته شو  او  ورته یی وویل :
ګوره  د راجه رتن سین لوري : ما ته چا ویلی  چې ته له  چاسره  مینه او محبت کوې . ایا دا  رښتیا دي ؟  شهزادګۍ    خپلې د اعتراض  نه ډکې  سترګې د کمال الدین په لور  را پورته کړې او ورته یی وویل : ستا د پوښتنې د ځواب  تر مخه  زه  دا  احتجاج  کوم  چې  زما نوم  د راجه رتن  سین  لور نه دې  بلکه  شهزادګۍ  کیتهل دې .
زه پوهیږم  چې ستا نوم کیتهل دې ! کمال الدین  ورته وویل .
نوبیا  د  پوهیدو  سره  سره   ولې  له ماسره د  اجنبیت  رویه کوې ، شهزادګۍ  کیتهل ورته  ځواب ورکړ او ویی ویل .  اوس  پاته شوه ستا دا پوښته  چې  زه  له  چا سره مینه اومحبت کوم  نو په دې  برخه کې ما مخته ویلی دی  چې  اوس  ماته  په  هر ځاې  کې دهمغه  صورت او مخ  تر مخه دې  ، ماته  په  هر ستورې کې دهغه انځور  تر ستر ګو کیږی  ، هغه زما  د روح  مندر  زما دژوند  روح  او ماته  دژوند  یو  روښانه   ستورې دې
خو بیا  هم  زه دهغه تر مخه داسې یم لکه  د روانو اوبو د لښتې  تر څنګ  جل وهلې  دښته ، یا د روانو اوبو تر څنګ   وچې شګې.
تر دې  ځایه د خبرو وروسته شهزداګۍ  کیتهل  تم شوه نو کمال الدین ترې  بله پوښتنه وکړه :
هغه څوک  چې  ستا خوښ  دې او ته ورسره د زړه له کومي مینه  او محبت کوې ، نوکه  چیرې  هغه تاته په لاس در  نشي  نو بیا ؟ دهغه ددې پوښتنې  په واسطه  کیتهل بې چاره د ونې  د پاڼی په څیر  زیړه  شوه  اوپه لړزیدلې  او ډک  اواز  سره یی وویل :
که  چېرې  هغه ماته  تر لاسه  نشي  بیا به هم زه  کیتهل  دهغه پرته  یو  وران  ویجاړ ښار ، په دښتو کې  د شبنم  د څاڅکې پسې  لالهنده  تګې   کویتا، او دیو موټې  بې کاره  خاورو  په څیر  و اوسم .
کیتهل  خاموشه  شوه ، تر ډیره  یی  د حسرت  په  سترګو دکمال الدین  په لور کتل   بیا یی  پخپله و پوښتل : تا خو  له ماڅخه دا ونه  وپوښتل  چې که چیرې  زما مینه  ماته  تر لاسه  شي  نوزه  به په کوم حالت کې  واوسم؟  کمال الدین  ورته  وویل  چې  ددې ځواب  اوس  ته پخپله ووایه .
که چیرې  هغه  چې  زه یی  هیله لرم او غواړم یی  ماته  تر لاسه شي  نو زما د وجود  راز ، به  د ښایسته رنګونو د شرنګهار  نه  په ډکو   سندرو بدل شي  او که  چیرې  زما محبت  ماته  تر  لاسه  شی نو  زما د وجود  وران ویجاړ ښار  به  زما  د خوشحالیو  د راټوکیدو  مرکز وګرځی  …..
کله چې  کیتهل  خاموشه  شوه  نو  کمال الدین تر یوې  لمحې  پورې  هغه په ډیر  غور سره کتله ، بیا یی د کیتهل تر مخه  ایښې  لوښو لورې  ته   په اشارې کولو سره وویل  : دا څه دي ؟ کیتهل بې  چارګۍ په خپلو خیالاتو او  فکرونو کې ډوبه وه . هغې  د کمال الدین څخه د یوه ښه  او په  زړه پورې  ځواب   هیله درلوده  خو کله  چې کمال الدین د خبرو  لورې  بل  خوا  ته و ګرځاوه  نو هغې  ټکان وخوړ او ورته  یی وویل :  دا خو  ماتاته  ډوډۍ  راوړې  ده ، کمال الدین  د لوښو  څخه  پرده  پورته کړه  اوویی  ویل  چې دا خو  ددوه  درې کسانو  غذا  ده . ایا دا ځانته  زما  له پاره ده ؟  دهغې  ددې پوښتنې په ځواب کې   په فکرونو کې را نغښتې  کیتهل  ځواب  ورکړ   چې :
کولاب دیوي  خور  زما برخه  ډوډۍ  هم  ددې  سره  را یوځاې کړې ده ، ویل  یی  چې ته هم هملته  خپله ډوډۍ  و خوره . دهغې  په دې خبره  کمال الدین  یو نا څاپې  وویل :
یعنې  داچې  ستا اراده  نه وه  چې ته  دلته له ماسره یو ځاې ډوډۍ  وخورې . بس  کولاب   ورندار  په دې کې ستا برخه  هم  اچولې   او تا د خپلې  برخې  سره یو ځاې دلته راوړې ده.، دهغه  په دې خبره  کیتهل  سمدستې  خپل سپینوالې  شروع کړ   او  ویی ویل : نه –  خبره دا  سې نه ده –  ما خپله  برخه او ستا  برخه  دواړه  یو ځاې په خپله  خوښه  او اراده  او خوشحالۍ سره  راوړی دی ، خو تا خبره  بدله کړه ، زه غواړم  چې هغه  تر اخری  پورې  ورسوم .
کیتهل  لږ څه تم شوه او بیایی  د خبرو  لړۍ پیل  کړه .
 اوس  خو تا ماته ویلې  چې ته له ما  څخه  نفرت او کرکه نه کوې  نو اوس  ما ته  ددې اجازه  شته  چې زه  دلته ستا حویلۍ ته  ازاد  تګ  راتګ وکړم ؟ او یا دا چې  … کیتهل  په خبرو خبرو کې  خاموشه شوه  ، ځکه  په همدې وخت کې  کریم الدین ، را جکنور  ،  کولاب او کنپل  دیوې   حویلۍ ته را ننوتل . ټول  هملته میلمستون  ته راغلل  ،کولاب د غذا د لوښو څخه  ټوټه  پورته کړه  ، ویی کتل  او بیا یی و پوښتل :
کمال الدینه  وروره !  تاسې تر اوسه  پورې  غذا  نه ده  خوړلې ؟ دهغې په دې خبره باندې کمال الدین وویل : زه  همدا  لږه  شیبه مخته د سلطان علاؤالدین   له درباره  راستون  شوې یم ، هغه مونږ ټول د یوې مهمې  موضوع  د بحث   له پاره ور بللی و ، بس  ما همدا اوس  غوښتل  چې  د ډوډۍ  خوراک  پیل کړم  چې تاسې  را ننوتئ ،  دهغه په دې خبره  راجکنور  وویل :
کمال الدینه وروره !  که معامله همداسې وی نو مونږ  به ټول کینو او تاسې  دواړه  خپله ډوډۍ  وخورئ، ځکه  چې  کیتهل هم خپله  ډوډۍ  ستا  له  خوراک  سره  یو ځاې  دلته راوړې ده . په ځواب کې  کمال الدین او کیتهل  څه ونه ویل، هغوې  ټول  هملته کیناستل  او بیا  کمال الدین او کیتهل  یو د بل  سترګو ته کتل او په  چپه خوله یی  خپله  غذا  وخوړه .
۲۱
د  بغاوتونو او سرکشیو د له منځه وړلو له پاره چې د  سلطان  علاؤالدین   امرانو ، سالارانو او قاضیانو کوم  فارمول  تیار کړې و او کومې  سلاوې  یی  چې  سلطان  ته ورکړې وې  په  هغې  سمدستی  عمل  کول  پیل  شول .
تر هر څه د مخه یی د  جاسوسۍ  یو نظام  جوړ  او خپور کړ . علاؤالدین د خلکو د حالاتو څخه د خبریدو له پاره  د خبر راوړنې  دا پروګرام  منظم کړ  او هر اړخ  ته  یی  خپل وګړی  و  استول ، تر څنګ  یی د پټو خبر  رسولو  ادارې  او دهغوې  مسؤلین   دومره ځواکمن کړل چې هغوې ته په هیواد کې  د ټولو ښو او بدو حالاتو  څخه خبریدل  ډیر   اسانه  شول .  خبره دې  ځاې ته  را  ورسیده  چې د شپې  له اړخه به هم د دولت  مهمو  اراکینو دخپلو ښځو  اوکوچنیانو سره  کومه خبره کوله  نو دهغې په اړه به هم  سلطان ته خبر  ورکول کیده . او کله   به  چې د سهار په وخت کې  کوم  امر  د سلطان  مخې ته راته  نو سلطان  به ورته  دهغه دکور د تیرې  شپې  حالات  بیانول  او لیکلی  به یی  د  هغو مخته   ایښول. امیران  به ددې  لیکنو د لوستولو وروسته  ګوته په خوله پاته کیدل .  ځکه  چې په دې  تفصیل  کې به هره خبره دومره څرګنده وه  چې  هغوې به ترې  انکار نه شو کولې .
ددې کار  پایلې داشوې  چې  خلکو  به چې په خپلو منځوکې هم خبرې کولې   نو ویریدل  به .  که د شپې  له اړخه به یی په خپلو کورونو کې هم په زوره  خبره کوله  نو د ویرې  احساس  به یی کاوه . اوس  نو په عامه توګه  ټولې خبرې  په ا ښارو او کنایو سره کیدې . دهمدې  حالاتو په پایلو کې د هیواد  په ټولو  اړخونو کې  د امن   و امان  یو  نوې  دوران   پیل  شو. ټولې  لار ې  د امن   نه  ډکې  شوې ، تجاران او سوداګران  به پرته  له کومې  ویرې او خوف  څخه د شپې په  سفر وتل .
د جمنا د  غاړې  څخه ان تر  بنګال دلارې  تر تلنګانه او مالابار  پورې  ، د سند او  ګجرات  واټونه ، کابل او کشمیر پورې  ټولې  لارې  داسې  د امن او سکون  نه ډکې شوې  لکه د کوم ښار کوڅی  چې  امن وی ، مسافرو  چې به هر څومره  مال  او  وسایل  له ځانه  سره اخستل او وړل   هیڅ  ستونزه  یی نه  احساسوله . د هغوې  له پاره   ځنګلونه او دښتې  ټولې  دومره  د امن  نه ډکې  شوې  چې  هر چیرې  به  یی غوښتل  د شپې  ارام وکړی  نو د  غلو او  داړه مارانو څخه  به  یی  کوم خطر   په زړه کې هم  نه را ګرزیده . د  هغوې مال او اسباب   به دهغوې  سره  پروت  و ، دوې به  چې د هر کلې  او ښارګوټې څخه تیریدل نو  د هغه  ځاې  ملکانو به ورسره   ډیره  مرسته کوله  .
د علاؤالدین  بل  قدم د شراب  د څښلو  څخه مخنیوی و . په دې لړ کې علاؤالدین تر ټولو لمړۍ  یی په خپله د شرابو څښل  پریښودل  او په نورو  خلکو یی  هم د شرابو څښل  بند کړل ، ټول  کلبونه یی و تړل ، د عیش او عشرت ټولې  دروازې  یی  وربندې کړې  او د شراب  جوړونکو  سره  چې د شرابو څومره  ذخیرې  وې هغه یی هملته  له منځه یوړې  او تر څنګ  یی دشرابو د ساتلو  ټول وسایل  هم  ور ختم کړل .
د سرو زرو  او سپینو زرو  هغه لوښي  چې د شرابو  د څښلو له پاره استعمالیدل   هغه  ایسته واچول  شول او ټول  په شاهی  خزانو  کې  سره را  ټول کړل  شول . په ښار کې په  عامه توګه  اعلان وشو  چې  سلطان  په شرابو څښلو باندې  بندیز  لګولې دې ، هر هغه څوک  چې شراب  و څښې اویا یی و پلوري  هغه ته به سخته سزا ورکړل شي ، همدا  ډول  فرمانونه  ټولو مقبوضه سیمو ته هم  ور  ولیږل شول. اوخلکو   په خو شحالیو سره د خپلو کورونو څخه  شراب  را ویستل  او په سړکونو او څلور  لاریو کې یی   بیول .
ویل کیږی  چې د شاهی حکم  د تعمیل  نه وروسته  په سړکونو او کوڅو کې دومره شراب   وبیول شول   چې د برسات د بارانی موسم  په څیر  هرې  لورې ته  خټې او چکړې  را پیدا  شوې ، شراب خوړونکو  دا  منظر په ډیر   حسرت  سره  کوت ، خو دحال په ژبه یی  د (یا لیتنې کنت ترابا ) ( اې کاش  زه  هم  خاورې  واې )  الفاظ  ویل .
د ښار  ساتونکو به  په  ډیر غور  سره  ددې  خیال  ساته  چې څوک   د شرابو کومه  ډبه یا منګې   ښار ته  ننه  نه  باسي ، که چیرې  کله به چا د  لرګیو  او یا نور سامان  په منځ  کې  دشرابو کوم  ډک  لوښې   پټ  ښار ته  ننویست ، نو داسې مجرمانو ته  به یی سزا  ورکوله او شراب  به  یی د دولت  له خوا  ضبط کیدل.
ضبط شوې شراب  به  شاهی فیل خانی ته لیږل  کیده او هلته به فیلانو ته ورکول کیده ،  په دې توګه د فیلانو ژوند  عجیب  اوغریب  و ګرزید  ، ځکه هغوې ته د څښلو له پاره  کافی  شراب   میسر وو او خپل  ژوندونونه یی  په پوره  عیش او عشرت  سره  تیراوه . ددې سختو اقداماتو  سره سره بیا هم  یو شمر خلک په  پوره چالاکۍ او په یوې او بلې بهانې سره د شرابود څښلو  له پاره را تلل او په  خپلو  خپلو کورونو  کې  به یی  مټۍ  په سر  را  اړولې .
دغه  په شرابو  مستو ته  د  رسوا کیدو او ذلیلیدو  هیڅ  پراوه  هم نه وه  او ټول  وخت  به مست  ګرزیدل. کله چې سلطان علاؤالدین ته ددې خلکو د بدمستیو  په اړه  معلومات  ور په  برخه شو نوهغه حکم وکړ  چې د خلکو د تګ  را تګ  د دروازې تر څنګ  دې  یو  ژور  کوهی و کني  او هر هغه څوک  چې د شراب  دڅښلو د اوامرو  مخالفت  کوی   هغه دې  په همدې کوهی کې ور  وغورزول  شي .
په دې  حکم باندې  عمل وکړل شو او هغوې  چې د شرابو په څښلو باندې  و نیول شول  هغوې یی په همدې  کوهي کې  قید کړل . ددې  کوهي  زیات  شمیر  قیدیان   د  قید په وخت کې  له دې  نړۍ  څخه رخصتیدل  اوکومو خلکو به  چې ددې  قید وبند  نه خلاصون مونده  نودهغوې روغتیایی حالت به دومره خراب شوې و چې د څوکالو  د علاج او معالجې وروسته به یی لږ څه  توانایی  تر لاسه  کوله .
د سلطان علاؤالدین د امراو  دریمه  سلا باندې   داسې  عمل  کول  پیل  شول  چې  د یوه  شاهې  فرمان  له مخې  امرا او درباریانو  ته  د پادشاه دحکم نه پرته  دخپلویو دکولو  اجازه  نه ورکول کیده . ددې نه علاوه  یو بل ته دمیلمستیاو  او دعوتونو  لړۍ  هم پاې ته ورسیده  ، په دې حکم باندې سمدستي  عمل وشو او پایلې دا شوې  چې د دولت ا مراء او  اراکین  یو بل ته  پردې  شانته شول  ، که چیرې  اتفاقا  به کوم  امیر  د بل  سره د خپلوۍ د رشتې  د جوړښت  له پاره قدم اخسته نو  تر هر  څه دمخه به یی  لمړۍ د پادشاه  نه  اجازه  اخستله .
د سلطان  علاؤالدین څلرم  قدم د دولت او شتمنۍ د ویش  په اړه  و . هغه دا قدم د دولت د زیاتوالې د له منځه وړلو  له  پاره واخست . په دې  کار یی داسې  عمل وکړ  چې  هغه ټول  اوقاف یی  چې  وقف  و اویا  په کوم  علت  د عوامو  ملکیت  ګرزیدلې و هغه یی ټول  په شاهی  تحویل کې واخستل . سلطان  په هر امیر او غریب باندې  روا او ناروا  ا غیز  وا چاوه  او دهغوې  ټول  دولت  یی په شاهی  خزانو کې سره را ټول کړ . ددې کار پایلې داشوې  چې خلک د خوراک څښاک  له   پاره  اړ شول  ، د کار  او ژوند  له پاره خلکو منډې ترړې  پیل کړې ،هغوې ته دومره  فرصت  په لاس  نه  ورته  چې  د فتنو او فسادونو  د جوړولو په لور متوجه شي . د سلطان  علاؤالدین  پنځم  قدم داو  چې  مساوات  او برابري  منځته راوړی ، په دې  خاطر یی په سلطنت  کې داسې  قوانین  جاری کړل  چې د هغې   په پیاده کولو سره په هیواد  کې  د برابرۍ او مساوات   دوران پیل شو. دکمزورې او  زورور   تر منځ کوم توپیر  پاته  نه شو . هغه امتیاز  چې   کلیوالو ملکانو او ښاري  چوهدریانو  ته   ورکړل شوې  هغه په مکمله توګه  له منځه ولاړ .
په دې لړ کې سلطان  حکم وکړ  چې  د زمکو  اندازه   دې واخستله  شې او د ټولو  حاصلاتو نیمایی دې  شاهی  خزانې کې  را ټول کړل شي ، دا  قانون   په ملکانو اوچوهدریانو  باندې  هم  یو شان  تطبیق کړل شو . تر څنګ  یی  هغه اندازه  چې  چوهدریانو اوملکانو  دخپلو ځانونو له پاره  ټاکلې وه هغه هم دهغوې څخه واخستل  شوه او  شاهی خزانې کې  را ټوله کړل شوه.  په   کلیوالو او دهقانانو باندې  د کر کیلې له پاره  دغوایانو ،  د دوه  میښو،د دوه غواګانو او د دولسو  وزو   نه  په زیاتو ساتلو  باندې  بندیز و لګید.   د څریدلو محصول  به د څریدونکو حیواناتو  د خاوندانو څخه دهغوې د مالونو د شمیرې  په اندازه اخستل کیده . شاهی  ملازمینواو حکماو  ته  ویل  شوی و  چې هغوې  دې په دې  فرمانونو باندې په ډیر  احتیاط  سره  عمل وکړی . د خیانت او رشوت  په خاطر  دې د  چا نه څه نه اخلی ، که  چیرې کوم  مامور  به دچانه په څه  اخستلو  متهم  شو نودهغه سره به حساب  کیده نوکه چیرې د کوم  کس  په نوم  به  شتمنې  زیاته  و ښتله  نو په همغه وخت  کې  به یی ترې  بیرته  ستنوله .
ددې  کار  پایلې داشوې  چې  ډیرو  نجومیانو او کوډګرو ته  په خپلو دندو کې  ګټه  نه تر لاسه کیده او خپل دغه کارونه یی پریښوول ،د  کلیو د ملکانواو چوهدریانو  ډیرې   هم   په ورانوویجاړو  بدلې شوې ، هغوې  چې په ډیره  امیرانه  او شاهانه توګه  یی  ژوند کاوه  اوهر لمحه  به یی په عیش او عشر ت کې تیروله اوس دې  حالت ته  راغلی  و  چې دهغوې دکورو  ښځو  به  په نورو  کورنو کې   نوکری  کوله او په دې ترتیب به یی خپل  ژوند تیراوه .
د سلطان   شپږم  قدم د غلطواو فاسدو  فکرونو اصلاح  کول و . سلطان علاؤالدین  به کله کله دا خبره کوله چې د هیواد د حکمرانۍ او پادشاهۍ نظام   به یواځې د  پادشاه د راې  او مصلحتو  په اساس  پر مخ  ځي ، په دې کارونو کې  به د خداې  د شریعت    دخیل نه وي ، دمذهبی  عناصرو  کار  به همدومره وی  چې هغوې به د یو شمیر مهمو قضایاو  پریکړه کوی ، کورنۍ  جګړی  به پاې  ته رسوي  او د خداې د عبادت له پاره به خلکو  ته  ښې  طریقی اولارې ور ښیئ.
علاؤالدین  به تل  په خپله دغه  غلطه اوفاسده  رایه او عقیده  باندې  ټینګ و ، اوپه هیڅ  معامله کی  به یی د شریعت  هیڅ  پرواه  نه ساتله ، پخپله  علاؤالدین په لیک لوست نه پوهیده  خو هغه  اقدامات  به یی  چې کول  دهغې  اقداماتو په ځواب  کې به  د درباریانو  ډلې ډلې   سلطان  ته  راتللې  نو په  همدې وخت کې پادشاه د لیک  لوست  له پاره  اړتیا  محسوس کړه  اودې لورې  ته یی توجه وکړه .
هغه  هڅه وکړه او پخپل ځان کې یی دومره  ځواک  را پیدا کړ  چې د مات  خط  عبارت  به  یی  په اسانۍ  سره لوستلې  شو، په دې لړ کې سلطان د څو  فارسي کتابونه  مطالعه  هم وکړه  او دعلماو سره یی په علمي  معاملاتو کې  بحث  اوخبرې  پیل کړې . ددې  پایلې دا شوې  چې دهغې په فاسدو  عقایدو  کې  اصلاح  راغله   او  په دې خبره باندې ډاډمن شو  چې قاضیان اوعلماء  پاک  نیته او  وطن  دوسته خلک  دي . دا خلک  په مادي  مسایلو  کې په رانښتلو سره  پریکړه  نه شي کولې ، دعقایدو ددې بدلون نه وروسته به سلطان   د علماو  په سترو  سترو  غونډو کې  ګډون  هم کاوه  اودهغوې  سره به یی شرعي مسایلو باندې  بحث او  خبرې کولې .
د بحثونو او خبرو په دې لړ کې یوه ورځ  سلطان  علاؤالدین خپل قاضی  ، مغیث الدین  را وباله ، کله چې قاضی  مغیث الدین د علاؤالدین دربار ته راغې  نوسلطان  علاؤالدین  هغه ته مخ  کړ او ورته یی وویل :
 زه غواړ م  له  تا څخه د  څو مسایلو په اړه  و پوښتم .
څرنګه  چې  علاؤالدین په خپل ژوند کې د علماو سره خبرې  نه وې کړې  اوټول  عمر به یی  هغوې  خپل پلوه  او خپل  غرضه  ګڼل ، هیڅ  وخت  به یی  مشوره ورسره  هم نه کوله ، په دې  خاطر قاضی د پادشاه ددې خبرې په اوریدو سره  سخت په ویره  کې شو  او په دې فکر  کې وه  چې   کوم  مصیبت  به نازلیږی.
دهمدې  حالاتو د په  نظر کې نیولو په اساس   هغه  خپل دواړه لاسونه  یو په بل کیښوول  او سلطان  علاؤالدین ته یی  وویل :   درونده  سلطانه !  ماته خوداسې  احساسیږی  چې زما وخت  ډیر  را نژدې  شوې دې  ،په دې خاطر  چې تاسې دکومې  مسلې  د پوښتلو زحمت  مه ګالۍ، بلکه  شاهې  ملازمینو ته حکم وکړئ  چې  همدا  اوس  په همدې وخت کې  زما سر له  تنې  پرې  کړي . سلطان  علاؤالدین د   قاضی  مغیث الدین  څخه ددومره  زیاتې  ویرې او رعب   وجه اوعلت  و پوښت . نو قاضی  مغیث الدین  ته ورته وویلې:
تاسې  چې  له ما هر څه  پوښتئ  زه به دهغه سهی  سهی  ځواب درکوم ،خو که چیرې دا ځواب د سلطان د خوښې پر خلاف وي  نو بیا خو به  زما ژوندي  پاته کیدل  شونی  نه وي  خو که  چیرې ما ستا د خوشحالولو په خاطر  غلط  ځواب  درکړ  او بیا تا د نورو  علماو  څخه  زما د ځواب  تصدیق  و غوښت  نوپر ما به د درواغو  ویلو  الزام   ثابت  شی  نو په  هغه  وخت  کې  به هم زما  حشر  همغسې  وي  چې  په لمړی وخت  کی به وی .
د قاضی مغیث الدین د دې  ځواب  په اوریدو سره  سلطان   مسکې شو او قاضی ته یی وویل  چې هغه څه  چې  زه  له  تا پوښتم  ته د اسلامی  شریعت  په رڼا کې دهغه ځواب   راکړه  او دا یقین  وکړه  چې د سهي  ځواب  په ورکولو سره به تاته  هیڅ  ډول  زیان  و نه  رسیږی، دهمدې خبرې  وروسته سلطان  علاؤالدین د قاضی  مغیث الدین څخه  پوښتنې پیل کړې . او خپل  لمړۍ  سوال  یی داسې  مطرح کړ :
د اسلامي شریعت  له مخې   کوم هندو  ته ذمي  او خراج ورکونکې ویل کیږي ؟
قاضی  مغیث الدین  د لږڅه  فکر نه  وروسته وویل :  د اسلام  له  مخې  ټولو  هغو غیر مسلمانو ته ذمي  ویل کیږی چې د اسلامی  حکمران  د مالیی د وصولونکو د غوښتنو سره سم   پرته له کوم  ځنډ او یا دلیل  څخه   خپل مال او خراج  اسلامی دولت  ته  تحویل کړي . که چیرې مالې  مامورین  دهغو  غیرمسلمانو کومه بې پتي  هم وکړی  هغه په پوره  توګه  و زغمي ،او دمال  په ورکړه کې  هیڅ  ډول  ځنډون   و نه کړي ،د اسلام د مذهب  علماو د غیر مسلمانو په اړه  دغه ډول  حکم کړې دې ، چې  یا به اسلام  منی اویا  به وژل کیږی . د سهي  احادیثو  څخه هم دهمدې  فتوې   تایید  تر لاسه کیږی  ، خو امام ابو حنیفه د غیرمسلمانو وژل منه کړی  دی اودهغې په مقابل کې یی د   جذیی  دحصول او ورکړې  د احساس  حکم کړې دې ، ددې غیر مسلمانو څخه باید  په سختۍ سر  جذیه واخستل شي ، تر څو دا سختی د  قتل ځاې  و نیسي .
علاؤالدین ددې ځواب  په اوریدو سره  مسکې شو او ویی ویل ، هغه څه   چې تا وویل  هغه ټول د قران  نه  را خستل  شوی دي ، خو ما چې  دخپل  ذاتي  فکر او رای  په اسا س په همدې ډول  کومه  طریقه  او کومه لاره  خپله  کړې همدا سهی  ده  او زه  به د غیرمسلمانو  سره همداسې  سلوک  کوم . اوس  نو زما ددویمی پوښتنې ځواب  را کړه .
زما دویم  سوال دادې  چې  ډیر وخت  داسې کیږی  چې  شاهي مامورین  خلک  را نیسی  اودهغوې څخه د رشوت  په توګه  یو څه تر لاسه کوي ، ایا دا کار د غلا په څیر  مترادف  کیداشي ؟ او رشوت ورکونکې ته هماغه  ډول  سزا ورکول  کیداې شي کومه  چې  غلو ته ورکول کیږی ؟
قاضی  مغیث الدین  ورته وویل:  که  چیرې  شاهی  مامورین د خپلو تنخواو  څخه  څه زیاتی تر لاسه کړی  نو هغه  رقم د هغوې  څخه باید په سختۍ سره واخستل شي  خو دغلو  له پاره چې د لاس پرې کولو کومه سزا  ټاکل  شوی ده  هغه په دوې  باندې  نشي  تطبیقیداې.
سلطان  علاؤالدین د قاضی مغیث الدین دا ځواب   ډیر خوښ  شو  او ویی ویل  چې  ما د سزا همدا قانون  نافذ کړې دې . په قانون کې دي  چې که شاهی  مامورین  د چا څخه په خیانت  او بددیانتۍ سره څه  وصول کړی  هغه ترې  په سختۍ  سره بیرته  واخلئ  تر څو  لالچې او ظالم  مامورین  خلک  تنګ نه  کړی او په دې ترتیب  د رشوت  رواج   له منځه ولاړ شي .
بیا علاؤالدین خپله دریمه پوښتنه   وکړه  او ویی ویل :
 زما دریمه پوښتنه داده  چې کله  چې زه  ددیوګډا   امیر وم  اوهغه مال او شتمنې  مې  چې د دیوګډا نه تر لاسه کړې  نو پر هغې  باندې  د چا حق دې ، زما او که د رعایاو؟ هغه زما ملکیت دې او که دبیت المال امانت  ؟
قاضی مغیث الدین لږ  څه  فکر وکړ او بیا یی و ویل :
درونده سلطانه !   په دې ټول مال او شتمنۍ باندې  ستا همدومره حق دې لکه څومره  چې د هغو عامو خلکو دې  چې  له تاسره  یی ددې مال او شتمنۍ  په لاس  ته راوړو کې  بسپنه کړې ده .  دا ځواب  د سلطان خوښ نه شو او   ویی ویل  چې دا څنګه  کیداې شي  چې هغه شتمنې  چې ما د خپل امارت  په وخت کې تر لاسه کړې ده او شاهې  خزانې ته  مې نه ده ورکړې ،نو هغه  به څه ډول د  بیت المال  امانت وګرځي ؟  دهغه  په دې خبره باندې قاضی  مغیث الدین  وویل :
هغه څه  چې سلطان د خپلو  ذاتي  کوښښونواو محنت  له  لارې  تر لاسه کوی  په هغې کې  دبل هیچا حق او واک  نه شته . خو هغه څه  چې  د اسلامی دولت  د لښکر په  واسطه  پادشاه تر لاسه کوی  نو پر هغې باندې دهغه  حق  همدومره وي  لکه یو عام  عسکر  یی  چې  لري . دهغه په دې خبره باندې سلطان  څلرم  سوال وکړ او ویی ویل :
قاضی مغیث الدینه !   هغه  شتمني  چې د اسلامی  لښکر  په  لاسو  تر لاسه  شوی  وی  په هغې  کې زما او زما د اولاد  څومره  برخه  رسیږی ؟
قاضی مغیث الدین  لږ  څه فکر  و کړ  او بیا یی وویل :  اوس  ماته  ډاګیزه شوه  چې زما  مرګ  راغې . زما مخکنی  ځواب  هم  ستا خوښ نه شو   او دا ځواب  خو څه ډیر نا خوښه  تمام  شو ، علاؤالدین  دا خبره واوریده  او ویی ویل ،ته ماته  زما دپوښتنې  سهي  سهي ځواب  راکړه  او خپل ځان بلکل  مامون او خوندي وګڼه .
د سلطان په دې خبره د  قاضي مغیث الدین  جرءت  لږ  څه  زیات  شو او ویی ویل :
په دې لړ کې  په درې  مختلفو  لارو باندې  عمل کیداې  شي ، که د انصاف  لورې ته وکتل شی  او دراشدینو خلفاو  تقلید وکړل شي  نو دداسې  لاس ته راغلی دولت  څخه سلطان ته دومره  برخه ورکول کیږی  چې یو عام مسلمان ته ترې ورکول کیږی. اوکه  چیرې د منځنۍ  کچې  څخه کار واخستل  شي  نوبیا سلطان ته دهغو  امیرانو په برابر برخه ورکول کیداې شي  چې تر ټولو زیاته  برخه  ورکړل شوی وی. اوکه چیرې ملکی او سیاسي مصلحتونو ته وکتل شي  لکه څنګه یی  چې  علما د کمزورو روایتونو  له  رویه  پادشاهانو ته یوه  شرعی  لار  پرانزی  نو بیا پادشاه د امراؤ  د برخې  څخه  لږ څه زیاته اخستلاې شي .او دې ته  دمرتبې امتیاز  وایی چې  شاهی  رعب  پرې   ساتل کیداې شی ، سلطان ته   ددې څخه  زیاته  برخه  اخستل جایز نه دي .
سلطان علاؤالدین ددې ځواب  په اوریدو  سره ډیر  خفه  شو او ویی ویل  چې ددې مطلب  خو دا  شو  چې هغه رقم  چې زما په حرم او نورو  ځایو کې  مصرفیږی  ، ته هغو ته ناجایزه  وایی ؟
قاضی مغیث الدین یو دم  ځواب  ورکړ  :
درونده  سلطانه ! تا له ما څخه د شرعي  معاملاتو  په اړه پوښتلې و او ما تاته  د شریعت  په  مطابق  ټول  ځوابونه  درکړل . خو که چیرې د ملې  مصلحت  او سیاسی اړتیاو  له مخې  زما څخه زما  ذاتي  رایه و پوښتې نو زه  به دا ووایم  چې ستا عمل بلکل سهي دې . دسلطان د وقار او د شاهی  رعب  د پرځاې  ساتلو له پاره  چې هر څومره دولت  مصرف  شي  نو هغه د ملکې  انتظاماتو په مصارفو کې  شمیرل کیږي .
سلطان  علاؤالدین  تر لږه  ځنډه   پورې  خاموشه و او بیا یی  خپل پنځم  سوال   مطرح کړ.
زما قانون  دادې  چې کوم  عسکر  چې د خدمت په وخت کې حاضر نه  وی  نو هغه ته د سزا  ورکولو په خاطر دهغه  څخه ددرې کالو  معاوضه  بیرته  اخلم . باغیانو ، مفسدانو ، او سرکشانو ته  دهغوې دکورنیو سره یو ځاې د مرګ  سزا ورکوم  او دداسې مجرمانو ټول دولت  را اخلم او  دولتی  خزانی ته  یی تحویلوم . د باغیانو سره هیڅ ډول  رعایت  نه کوم  ان تر دې  چې دهغوې  نوم او نښه  هم  له منځه وړم ، تر څو  په هیواد کې  د امن  و امان  فضا  را پیداشي . شرابیانو ،  بدکارانو ، غلو  او داړه مارانو  ته سخته  سز ا  ورکوم ، زما په فکر  چې ته به دا ټولې خبرې د اسلامی  شریعت پر خلاف  و ګڼی؟
قاضی  مغیث الدین دا ټولې خبرې  واوریدې  بیا  پورته  شو او یوه کونج ته ولاړ  خپل سر  یي په لاسونو کې ونیوه  پر زمکه یی  کیښود  او بیا یی  په ډیره  عاجزۍ سره  سلطان ته ځواب  ووایه .
ټولې هغه خبرې  چې  سلطان  وکړې  هغه د شریعت  پر خلاف دي . سلطان ددې  ځواب  په اوریدو سره سخت  قهرجن  شو او د حرم سراې  په لور ولاړ.  قاضی  مغیث الدین هم په ډیره  اندیښمنه توګه دهغه ځایه  رخصت  شو او ژر تر ژره  یی خپل ځان کورته  ورساوه. هغه ته د خپل ځان د ژوندی پاته کیدو  هیڅ  امیداو هیله نه وه . دخپلو اولادونو څخه یی د تل   له پاره  رخصت واخست  او د خپل ځان د قتل په اړه یی د شاهی  فرمان  انتظار کاوه .
هغه  په همدې انتظار کې ناست و  چې بله  ورځ  بیا علاؤالدین هغه دربار  ته ور غوښت  او د توقع  خلاف  یی هغه  په پادشاهی  لطف  و کرم  باندې  و نازاوه .  هغه ته یی د خاصې کالی  ، زردوزی ، او زر تنګا د انعام په توګه ورکړې .
په دې وخت کې  سلطان  علاؤالدین  په مسکۍ توګه  قاضی  مغیث الدین ته وویل :  که  څه هم زه د علم  سره نا  اشنا او د شرعی  احکامو سره بلدتیا نه لرم  خو مسلمان یم او د مسلمانانو زوې  یم . زه ډیر ښه پوهیږم  چې هغه څه  چې تا ماته وویل  هغه  بلکل  سهي دی  خو ددنیا معاملات او بیا په ځانګړې توګه د هندوستان  معاملات  یواځی  په شرعی مسایلو  د عمل  کولو  له  لاری  نه  حل کیږي . تر هغې  چې د سیاست  د سختو  اصولو  څخه کار وانخستل شي  نو په هیواد کې د امن و امان  ټینګښت  شونې  نه دې . زما له آنده  یواځې  د مذهبی   وعظونو اونصیحتونو  سره  خلک  نیغې  لارې  ته نه راځی  اودا  د ورځی  په څیر  ډاګیزه ده  چې  فاسق  او  بدکاره خلک  چې په  زنا کارۍ  عادی  دی  یواځی  په  وهلو ټکولو  اویا قید  و بند  باندې  ددې کارو څخه لاس  نه اخلی .
زه دداسې خلکو  د عبرت  په خاطر یو څو یی ناکاره  کوم  تر څو په هیواد کې بدکاران   ترې  درس واخلي.  زما نیت  نیک او صاف دې ، زما مقصد  دادې  چې د الله تعالې مخلوق  په امن ، سکون  ،  ډاډ  او خوشحالۍ کې  ژوند تیر کړی، ځکه چې د الله د رحمت  دروازه  تل خلاصه  وی ، په دې  اساس  زه  هیله لرم  چې  الله به زما ګناهونه  را  وبښی .
قاضی مغیث الدین دسلطان  علاؤالدین په دې خبرو باندې  ډیر زیات خوشحاله شو او بیا یی  وویل  چې  درونده سلطانه !  ستا  خبرې  بلکل  پر ځاې دي  نوبیا ایا زه  له تا پوښتلې شم  چې تا دا پنځه سوالونه ولې  له ماڅخه  وکړل . دهغه  په دې خبره سلطان علاؤالدین ورته وویل :
 زه یو نوې کار   پیلوم . دغه  پوښتنې  د څه مودې  راهیسې  زما په  ذهن  کې اوښتې  را  اوښتې . او ما غوښتل په دې اړه له تاسره مشوره وکړم . په  دې  خاطر مې ته راوغوښتې او مشوره  مې درسره وکړه  د مشورې  کولو  وروسته  اوس  زه په خپل ځاې  باندې  بلکل  مطمن او ډاډ من  یم .
دهغه په دې خبره  قاضی  مغیث الدین یو ځل بیا وپوښتل  چې :
درونده  سلطانه !  ایا کولې شم  و پوښتم  چې تاسې د څه ډول نوی کار  پیلول  غواړئ ؟  دهغه د پوښتنې په مقابل کې د سلطان  علاؤالدین  سینه و غوړیده   او ویی ویل :
قاضی مغیث الدینه !  تر اوسه   پورې کوم مسلمان حکمران  په  چتوړ  باندې  حمله نه ده کړې  او نه یی هغه فتحه  کړې دې . زه اوس  غواړم  چې   چتوړ  فتحه کړم  ، ما اوریدلې دی  چې  هغه  یوه نه تسخیریدونکې  کلا ده . هیڅ  څوک  یی  نه شی  سوبه کولې ، زه غواړم دهغې د ناقابل تسخیر کیدو  سحر  ورمات کړم  اوکه زما خدای و  غواړی  او ماته د خپل رب  له اړخه  فتح او نصرت  تر لاسه  شي  نو نړۍ  به ووینی  چې زه  څه ډول د  چتوړ  دا کلا  تر خپلو پښو لاندې  کوم  ، زه  هیله لرم  چې زما الله به  له ماسره  په دې  لاره کې  کومک او مرسته وکړي . زه  له تانه  هم همدا  غواړم  چې ماته  زما په دې  کار  کې  دعاوې  وکړئ ،  په دې خبره باندې قاضي  مغیث الدین دخپله ځایه  پورته شو او ویی ویل :
درونده سلطانه !  زه د خپل  رب  په دربار کې  دعا کوم   چې الله تعالې دې تاسو  ته په دې کار  کې برې  در په برخه کړي  او بریمند او کامران  دې بیرته را ستون کړي . ددې خبرو سره سم قاضی مغیث الدین د دغه ځانګړې  خوني  څخه ووت   او ولاړ.
پرلپسې لري ……