کور / تازه خبرونه / کندهار: ځانمرګي بريد ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

کندهار: ځانمرګي بريد ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندهار ښار کي يوه ځانمرګی برید ترلسو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله .
چاودنه نن شنبه مازيګر مهال شاوخوا پنځه بجو د کندهار ښار پنځمي ناحيي اړوند د خواجک بابا په سيمه کي د بهرنيو سرتيرو پر موټريز کاروان وسوه .
دکندهار امنیه قومندان سردار محمد ځاځی وایی چی دا یو ځانمرګی برید و.
ښاغلی ځاځی وویل چی دپیښې ټول قربانیان ملکی وګړی دی او بهرنیوځواکونو ته په کی زیان نه دی اوښتې.
د کندهار د میرویس روغتون چارواکی وايي چي د پيښي له ځای څخه یي دوی ته ١١ ټپيان او دري وژل سوي کسان ور وړل سوي چي په وینا یې ټول ملکي خلک دي.
که څه هم چی چارواکو د بهرنيو سرتيرو د مرګ ژوبلي په اړه کوم راپورونه نه دی ورکړی خو په سيمه کي عيني شاهدان وايي چي چاودني د بهرنيو سرتيرو یوه زغروالې ګاډی ويجاړ کړی.
په سهیل کی دطالبانو ویاند قاری یوسف احمدی وایی ننی برید ددوی دیوه ملګری رحمت الله له خوا ترسره سوی.
دهغه په خبره چی په یاد برید کی يې نه بهرنی سرتیري وژلی او دوه زغروالې ګاډی یي له منځه وړی.