کور / رسنۍ / پېښور: د جرګې په نوم ورځپاڼي جواز ترلاسه کړ

پېښور: د جرګې په نوم ورځپاڼي جواز ترلاسه کړ

له پېښور څخه خپرېدونکې پښتو ورځپاڼې جرګې ته د پاکستان اطلاعات او کلتور وزارت اجازت ليک ورکړو.

د پېښور څخه خپرېدونکى پښتو ورځپاڼې جرګې ته د پاکستان د اطلاعات او کلتور وزارت جواز ليک ورکړ، نوموړې ورځپاڼې چې د روان کال د فبروري د مياشتې د لومړۍ نېټې څخه په خپرونو پيل کړى په دې لږ وخت کې د پښتنو په زړونو کې ځانګړى ځاى موندلى او د لر او برو پښتنو د حقوقو او د دفاع دپاره يې خپل غږ پورته کړى،د دغې ورځپاڼې د پرمختګ په لارو چارو کې د ورځپاڼې مشر حاجى عبدالله، مديراعلى جهانزيب او مدير نامتو ليکوال او شاعر امجدعلي خادم هلې ځلې له چا پټې نه دي.

د همدغو پياوړو  هلو ځلو په پايله کې جرګه ورځپاڼه په دې وتوانېده چې د خلکو په زړونو ځانګړى ځاى ومومي.

 د ساپي مرکز نوموړې ورځپاڼې ته په دې اړه مبارکي ورکوي او هيله کوي چې د پښتون اولس د ستونزو د حل او د نورو اړوندو چارو د پرمختګ دپاره خپلې رغنده هلې ځلې روانې وساتي.