کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار : د ١٣ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ديارلس تنه وسله وال يې وژلي . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد کسان د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمي د ملايانو په کلي کي د امنيتي ځواکونو په يو لړ تصفيوي عملياتو کي وژل سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري کومي ډلي څه نه دي ويلي .