کور / اسلامي / د روژې شپږویشتمه ډالۍ

د روژې شپږویشتمه ډالۍ

متدینو دوستانو ، خدای دې وکړی چی د پند او عبرت تیرو پنځه ویشت کیسو څه مثبته اغېزه کړې وی . نن به د تواضع او حِلم په اړه د شپږویشتمی روژې لپاره شپږویشتمه قصه درته وړاندی کړم ( ن . صمد ) .

بهلول او شیخ جُنید :

شیخ جنید بغدادي ډیر نوموَر عالِم و . یو وخت د یو کار لپاره له ښاره ووت او مُریدان یې ورپسې ول . شیخ وغوښته چی د بهلول سره وګوری ، خو مریدانو ورته وویل چی هغه یو لیونی انسان دی په لیدو نه ارزی ، د مجلس پروا نه ساتی او چی څه پر خوله ورځی هغه وایی . خو شیخ ورته وویل چی یا ، هغه باید ووینم او یو کار ورسره لرم .

کله چی د بهلول حضور ته ورغی او سلام یې وکړ او هغه هم وعلیک کړ ، نو وروسته بهلول ورڅخه وپوښتل چی څوک یې او څه غواړې ؟ شیخ ورته وویل چی زه جنید بغدادي یم . بهلول ورته وویل چی ته هغه شیخ یې چی خلکو ته وعظ او نصیحت کوې ؟ شیخ ورته وویل چی هوکې هماغه شیخ یم . بهلول هم بېله ځنډه ورڅخه وپوښتل چی ډوډۍ څنګه خورې ؟ شیخ ورته وویل چی اول « بسم الله » وایم ، د خپل مخی څخه ګوله پورته کوم ، کوچنۍ ګوله اخلم ، د خولې په ښی خوا کی یې ایږدم ، کرا کرار یې ژویم ، نورو ته نه ګورم ، او د خوړلو پر مهال د حق له یاده غافل نه پاتېږم او هره ګوله چی اخلم نو بسم الله وایم او په پیل او پای کی لاسونه مینځم …
د دې بیان په اورېدو سره بهلول ولاړ سو او خپله لمن یې ټکوَهل او په قهر سره یې داسی ورته وویل : ته غواړې چی د مسلمانانو مشر او شیخ اوسې حال دا چی تر اوسه په ډوډۍ خوړلو هم نه پوهیږې . په دې خبره سره بهلول ځنی روان سو .

مریدانو شیخ ته وویل چی پرې یې ږده هغه خوشی یو لیونی دی . خو شیخ جنید په خندا سره ځواب ورکړ چی یا ، حقیقت باید د لیوني څخه واورېدل سی او سمدلاسه پسی روان سو څو چی ورورسېد .
بهلول تر شا ورته وکتل او ورڅخه ویې پوښتل چی څوک یې او څه غواړې ؟ شیخ په نرمۍ سره ورته وویل چی شیخ بغدادي یم یعنی هغه سړی چی خپل خوراک یې هم زده نه دی . بهلول ورڅخه وپوښتل چی آیا په خبرو کولو او بیان پوهیږی ؟ شیخ ځواب ورکړ چی هوکې . بهلول وپوښتل چی څنګه خبري کوې ؟
شیخ ورته وویل چی خبری د ضرورت پر اساس کوم ، زیات او بې حسابه نه ږغېږم ، او د خپلی پوهی په اندازه بیان کوم او خلک د خدای او رسول خوا ته رابولم او داسی خبری نه کوم چی خلک راڅخه ناراضه او خوابدي سی او د تقریر وخت مدنظر نیسم . لنډه دا چی هر هغه څه یې ورته وویل چی د کلام په آدابو پوری مربوط وو .

بهلول په تونده لهجه ورته وویل چی ته خو د ډوډۍ خوړلو څخه علاوه په خبرو کولو هم نه پوهیږې . په دې خبره سره هغه بیا ولاړ سو ، لمن یې ټکوهل او روان سو . مریدانو چی ټول ډیر خښمېدلي وو ، ورته وویل چی موږ نه وو درته ویلی چی دا یو لیونی انسان دی ؟! ته د یو لیوني څخه څه توقع لرې ؟ خو جنید په سړه سینه ورته وویل چی زما همدا سړی په کار دی او تاسی نه پوهیږﺉ . بیا پسی ورچټک سو څو چی ور ورسېد . بهلول مخ پر راواړاوه او داسی یې ورته وویل : څه راڅخه غواړې ؟ ته چی د طعام خوړلو په ادابو نه پوهیږې ، او د بیان په کولو نه پوهیږې ، آیا د خپل خوب آداب درمعلوم دي ؟ شیخ ورته وویل چی هوکې . بهلول ورڅخه وپوښتل چی داسی ده نو راته ویې وایه . څنګه بیدیږې ؟ شیخ ورته وویل چی کله د ماخستن د لمانځه څخه فارغ سم ، کور ته ځم ، په اوداسه بیدیږم ، دعاوی او ذکر کوم ، او لنډه دا چی ټول هغه آداب یې ورته وویل چی زده یې وو .
بهلول بېله ځنډه ورته وویل چی اوس راته معلومه سوه چی د بیدېدو آداب دې هم نه دي زده . بیا ورڅخه ولاړ او روان سو . مګر شیخ تر لمن ونیوﺉ او داسی یې ورته وویل : دا چی زه په دغو ټولو آدابو نه پږهیږم ، لطفأ یې راوښیه چی زده یې کړم .

بهلول ورته وویل : دا چی پر خپله ناپوهي دې اقرار وکړ ، نو اوس به یې در زده کړم . پوه سه ، دا شیان چی تا راته وویل دا ټول فرعی مسایل دي . د ډوډۍ خوړلو اصلی او اساسی ادب دا دی چی ډوډۍ او ګوله دې باید حلاله وی نه حرامه . که هغه حرامه وی چی سل ځله نوموړي اداب عملی کړې ګټه نه لری ، او د زړه د تاریک والي سبب کیږی . د بیان پر مهال زړه باید پاک او نیت صاف وی او اړونده بیان باید د خدای د رضا لپاره وی او که هغه د دنیا د غرض او مطلب لپاره وی نو بېځایه او چټی به وی . په دغسی حالت کی که هر څه هم بیان سی نو د ګناه پیټی به دې نور هم ورسره درنیږی . نو ځکه تر دغسی بیان پټه خوله غوره ده .
او د خوب لپاره چی دې څه شیان وویل دا ټول فرع ( یعنی فرعی شیان ) دي . بلکی اصل دا دی چی د بیدېدو پر مهال دې باید په زړه کی هیڅ ډول بغض ، کرکه او حسد ځای و نه لری تر څو په یو پاک زړه او پاک نیت سره تر سهاره د خپلی روح څخه جدا سې .
تر دغی لنډی یادونی وروسته شیخ متوجه سو او د خپل ژوند زیاتره نیمګړتیاوی یې عملأ ور معلومي او ثابتي سوې او ځان یې نور هم اصلاح کړ .

هو ، پخواني علمأ ټول متواضع ، حلیم ، صابر او د دین سره د انسانانو تړونکي وو حال دا چی ننني اکثریت علمأ د لویو علمی اسنادو د لرلو سره سره بیا هم د تشتت او نفاق مخکښان دي او پاک دین یې په کثیف سیاست کی بندي کړی دی .