کور / تازه خبرونه / طالبان : موږ به نمایشی انتخابات مختل کړو

طالبان : موږ به نمایشی انتخابات مختل کړو

رویټر خبر ورکوی چی طالبانو د لومړي ځل لپاره رسمأ اعلان وکړ چی اجازه به ورنکړی چی د سپټمبر د اتلسمی نېټې لپاره پارلمانی نمایشی انتخابات وسی . د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ورته ویلی چی « دا انتخابات د افغانستان د ښه ترا اشغالولو لپاره یو بهرنی بهیر دی او موږ د افغان ولس څخه غواړو چی مقاطعه ورسره وکړی . موږ د دې کار پر ضد یو او تر وسه وسه به هغه تم کړو . زموږ لومړنی هدف به خارجی ځواکونه او بیا افغانی ځواکونه وی . »
شنونکي وایی چی د امریکایی پوځ او ناټو د نظامی تمرکز ، فعالیت او تیارسي سره سره د طالبانو حملو شدت اختیار کړی او هغوی یې په مخنیوي کی بې وسه ثابت سوی دي .