کور / تازه خبرونه / سمنګان: د قرآن کريم د تلاوت سيالۍ ترسره سوې

سمنګان: د قرآن کريم د تلاوت سيالۍ ترسره سوې

د سمنگان ولایت د ښوونځيو د زده كوونكو ترمينځ د قرآن کریم د تلاوت سيالۍ ترسره شوى
د سمنگان ولایت: د سمنگان ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كوونكو ترمينځ د قرآن كريم د تلاوت سيالۍ ترسره شوې.
د تلاوت په هغه سيالۍكې چې نن د روان كال د وږي د میاشتی په ۱۴ مه نیټه، د سمنګان ولايت مركز د پوهنې رياست په تالاركي د مركزي ښوونځيو او ديني مدارسو د زده کوونکو ترمینځ ترسره شوى پكې د دغه ولايت د پوهنې رئیس سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو، زده کوونکو او د قرآن كريم دتلاوت مينه والو ګډون درلود .
د یاد ونې وړ ده چې د تلاوت دغه سیالۍ د سمنګان ولایت  د پوهنې رياست لخوا په لاره اچول شوي چې دا ډول سياليو موخه د زده كوونكو وړتيا لوړول دي.