کور / تازه خبرونه / ځينو انلاين رسنيو د قسيم فهيم د مرګ خبر خپور کړ

ځينو انلاين رسنيو د قسيم فهيم د مرګ خبر خپور کړ


د بېلابېلو پښتو ويبپاڼو په حواله نن غرمه د افغانستان د جمهوري رياست څخه دا خبر خوله پر خوله بهر راووتئ چي ګواکي د ولسمشر کرزي مرستيال مارشال فهيم چي د تېرو دوو اوونيو راهيسي په اروپا کي د سرطان او شکري د ناروغۍ څخه کړېدئ په حق رسيدلی دی ، خو ددولت لوړ پوړي چارواکو دا خبر تر اوسه نه دی تائيد کړی.


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ رتبه چاراوکي لراوبر ته وويل چي د فهيم د مړيني خبر يې په غير رسمي توګه اوريدلی دی .

په دې  اړه ددولت لخوا په رسمي توګه مطبوعاتو ته څه نه دي ويل سوي ، که چيري دا پېښه رامنځته سوې هم وي، فکر کيږي چي  د نظار شورا د وژل سوي  مشر احمدشا مسعود د تلين په ورځ  چي څلورمه ورځ به په افغانستان او نړۍ کي په دولتي امکاناتو نمانځل کيږي په رسمي ډول اعلان سي ، ځکه مارشال فهيم د احمدشا مسعود له نژدې کسانو څخه شمېرل کېدی .

Massoud joints hands with the Russian puppets


Massoud with criminal Parchami Generals



Ahmad Shah Massoud, Qasim Fahim and other commanders of Shura-e-Nezar with Parchami (Russian puppets regime) army generals Nabi Azimi, Noor-ul-Haq Ulomi, Asif Delawar and others.