کور / تازه خبرونه / پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر خپله لومړنۍ خبره ولاړ دئ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر خپله لومړنۍ خبره ولاړ دئ

په سهيلي پښتونخوا کښې پښتنو او بلوڅ قام پرستانو د انتخاباتو څخه د بائيکاټ په لړ کښې خپل کمپين ته دوام ورکړى دى، پښتونخوا ملى عوامي ګوند د سهيلي پښتونخوا په پښتنى سيمو کښې د غونډو په ترڅ کښې په ولس غږ کړى دۍ چې په انتخاباتو کښې برخه وانخلي ، په اې پى ډى ايم کښې شامل ګوندونو د ولس سره تماس نيولو او انتخابات ناکامه کولو لړۍ ته دوام ورکړى دى، بلخوا ته په انتخاباتو کښې برخه اخستونکو ګوندونو او خپلواک کانديدانو خپل انتخابي کمپين روان کړى دى خو دسهيلي پښتونخوا اوسيدونکي اوسنيو انتخاباتو ته خوشبين نه ښکاري ، ولې چې په سهيلي پښتونخوا کښې امنيت وضع هم ښه نده او ځاى په ځاى خونړۍ پېښې هم شوى دى ، د مليشې سرتېرو د جمعې په ورځ ډېره مراد جمالي کښې چهاپه وهلې ده ، چرته چې په ډزو کښې دوه تنه وژل شوى دى او دوه نور ژوبل شوى دى ، له دې سيمې څخه نهه تنه نيول شوى دى ، بلخوا ته په کوهلو کښې اين چاوديدلۍ چې له امله يې يو کس ژوبل شوى دۍ ، تحصيل مشکې کښې تېره شپه ناوخته د برېښنا توليدونکې دستګاه او د ټليفون ايکسچينج ومخته د لاسي بم بريد شوى دى ، بلخوا ته داسې راپورونه تر لاسه شوى دى چې تحصيل کاهان ، بمبور ، ترانائى ، جبل ، سورى کور او نورو سيمو کښې ګڼ شمېر کسان نيول شوى دى ، د يادونې وړ ده چې يوه ورځ وړاندې د بلوڅ ياغيانو لخوا هم د ګواښ پاڼو ويشلو د لارې ولس ته په انتخاباتو کښې برخه اخستلو څخه ډډه کولو وئيل شوى وو.