کندهار : يو فېر توغندۍ کشف سوه

عطاالله محمدي | سپتمبر 7th, 2010


لراوبر ته د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي يو فېر توغندۍ يې کشف کړې . په خبرپاڼه کي راغلي چي ياد فېر توغندۍ يې د ١٦ امنيتي حوزې اړونده سيمو کي تېره ورځ سهار د پوليسو له لوري کشف کړې . په خبرپاڼه کي همدا ډول يادونه سوې چي تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ د پيرمحمد ښوونځي په سيمه کي د وسله والو له لوري د پوليسو پر يوې سيميزي پوستې درې ساعتيز وسله وال بريد سوى چي پکښي پوليسو ته د خبرپاڼي په حواله کوم زيان نه دئ اوښتى .

Copyright Larawbar 2007-2024