کور / خبرتیا او پيغامونه / د حمدالله صحاف پلار په حق ورسېد.

د حمدالله صحاف پلار په حق ورسېد.

د پښتو ژبې د ستر خدمتګار او په كوټه كې د صحاف نشراتي موسسې د مشر حمدالله صحاف پلار حاجي حبيب الله صحاف كندهارى تر اوږدې ناروغۍ وروسته د څه كم سلو كلونو په عمر په كوټه كې په حق ورسېد او په كندهار كې په خپله پلارنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل سو. فاتحه يې د كوټې په سټلايټ ټاون كې اخيستل كېږي، دوستان كولاى سي د ارواښاد حبيب الله صحاف له زامنو حمدالله صحاف او سميع الله صحاف سره د ټليفون له لارې هم خواخوږي وكړي.

………………………………………………………………………………………..
حمدالله صحاف، كندهار
0708198530

سميع الله صحاف، كوټه
03003812876

تبصره نسته

  1. په ډېري خواشينۍ سره خبر تر لاسه کړ چي د ښاغلي حمد الله صحاف پلار حاجي حبيب الله صحاف له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې، موږ يې په غم ډېر غمجن يو او د ټولي کورنۍ په تېره بيا ښاغلي حمد الله صحاف، سميع الله صحاف، او لمسي لطف الله صحاف سره يې د زړه له کومي خواخوږي څرګندوو، او لاس په دعا يو چي ارواښاد صحاف صاحب ته دي لوى څښتن جل جلاله فردوس جنت ورپه برخه کړي. آمين

  2. انا لله و انا الیه راجعون
    زه هم پر دې غم خپل د تسلیت مراتب ومحترم حمدالله صحاف اود هغوی ومحترمي کورنۍ ته وړاندي کوم. د قادر خدای (ج) څخه و مرحوم ته د جنت الفردوس او د کورنۍ و غړوته يې د صبرجمیل دوعا کوم.

  3. په ډېرې خواشينۍ خبر شو چې د صحاف نشراتي مؤسسې د مشر حمدالله صحاف او سميع الله صحاف پلار حاجي صيب په حق رسېدلى. انا لله و انا عليه راجعون.
    دانش خپرندويه ټولنه په داسې حال كې چې د حاجي صيب په مړينه غمجنه ده، ارواښاد ته د جنت فردوس او ملګري حمدالله صحاف او كورنۍ ته يې د زړه صبر غواړي.
    پر ګور يې نور