کور / تازه خبرونه / ننګرهار : د ٣ تنو وسله والو د وژلو ادعا وسوه

ننګرهار : د ٣ تنو وسله والو د وژلو ادعا وسوه

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په ننګرهار ولايت کي يې درې تنه وسله وال وژلي . د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان يې د يو لړ فوځي عملياتو په ترڅ کي چي د دې ولايت د شېرزادو د ولسوالۍ د ګندومک په سيمه کي ترسره سوي وژلي . په خبرپاڼه کي راغلچي چي دا عمليات يې د يوه طالب قوماندان د نيولو په موخه تر سره کړي خو په خبرپاڼه کي د نوموړي د نيولو په اړه څه نه دي ويل سوي . د خبرپاڼي په حواله چي په دې عملياتو کي د وسله والو له لوري وسلې هم کارول سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو څه نه دي ويلي .