د ١ قوماندان په ګډون د ٤ وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | سپتمبر 16th, 2010


لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په زابل ولايت کي د يوه طالب قوماندان په شمول يې څلور وسله وال طالبان نيولي . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړي قوماندان د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندي جنګيالي تنظيمول او د هغوى د هر ډول وسايلو برابرول يې په غاړه لرله . د خبرپاڼي په حواله چي نوموړى طالب قوماندان يې د استخباراتي معلومات پر اساس نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي

Copyright Larawbar 2007-2024