کور / تازه خبرونه / کندهار به د شل ميګاواټه بريښنا څخه برخمن سي

کندهار به د شل ميګاواټه بريښنا څخه برخمن سي

تيره ورځ تر غرمې وروسته د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د کندهار د برېښنا د زياتوالي په موخه په جوړه سوې غونډه کي چي پکښي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي، يو شمير سکتوري رئېسانو، د کندهار دولايتي بيارغوني ټيم يا PRT استازو او د کندهار ولايت يو شمير سوداګرو او تجارانو ګډون کړى وو د کندهار والي پر تجارانو ا و ملي سوداګرو باندي ږغ وکړ چي په کندهار کي تړلي فابريکې فعالي تر څو بې روزګاره کندهاري ځوانانو ته د کار زمينه برابره سي .
په غونډه کي لومړى کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار پر ټولو ملي تجارانو او شتمنو وګړو يې ږغ وکړ څو بيرته په کندهار کي تړلي فابريکي فعالي او زرګونه وزګارو کندهاري ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
په ياده غونډه کي د کندهار ولايت د ملي تجاراتو او شتمنو په استازيتوب حاجي نصرالله خبري وکړي او د بريښنا د نه شتون څخه يې سر ټکاوه هغه وويل(( لکه څنګه چي تاسو ټولو ته معلومه ده د کندهار ولايت زيات شمير فابريکې د کندهار ښار ختيځ لورته د ښوراندام سيمي په صنعتي پارک کي موقعيت لري او دا مهال يې زياته اندازه د برېښنا او امنيت د نه شتون له امله تړلي او زرګونه تنه کارکوونکي يې له دندو ګوښه کړي دي))
هغه ژمنه وکړه که چيري ورته دولت د برېښنا او امنيت غم وخوري نو د کندهار ټول تجاران به يو ځل بيا خپلي ټولي فابريکي فعالي او په زرګونه کسانو ته به د کار زمينه برابره کړي.
په کندهار کي د بريښنا د زياتوالي په موخه په جوړه سوي غونډه کي د کندهار ولايت لپاره د بريښنا د پروژې مسؤل انجينر ويلسن وويل چي د برېښنا په اړه دوه پلانه تر لاسه لاندي لري چي يو يې اوږد مهال او بل يې لنډ مهاله دئ چي اوږد مهاله يې د کجکي د بند جوړېدل دي او لنډ مهاله يې د جنراتورو په وسيله د برېښنا برابرول دي خو نوموړي وويل چي په راتلونکو شپږو مياشتو کي به لس مېګاواټه برېښنا برابره سي او د اوږد مهاله پلان له مخي به د کجکي د بند برېښنا هم برابره سي چي د کندهار د خلکو ستونزه به په حل سي .