کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / باید ولس د روان مقاومت قدرداني وکړي!

باید ولس د روان مقاومت قدرداني وکړي!

ټاکل شوې وه چې د روانې میلادي میاشتې په یوولسمه نېټه د امریکا په فلوریدا ایالت کې یوه مسیحي کلیسا د دې ورځې د تاریخي پېښو د لمانځنې پر مهال له اسلام سره د خپلې کرکې د څرګندولو په موخه د قرآن کریم نسخې ته اور ورته کړي.

د دې وحشیانه عمل څخه په خبریدو د هر په قرآن مین مسلمان زړه ته درد ورسید او د مخنیوی لپاره یې غږ اوچت وکړ. همدارنګه په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې یې هم یو لړ مخالفتونه راوپارول، او د نوموړې کلیسا او امریکايي چارواکو څخه په کلکه غوښتنه وشوه چې د دې وحشیانه عمل د مخنیوي لپاره چټک ګامونه واخلي.

د مسلمانانو له لوري مخالفتونه کوم نوي څه نه دي ځکه چې د هر مسلمان څخه دا یو متوقع کار دی او د خپل سپیڅلي مقدس کتاب توهین ورته د زغملو وړ نه وي، خو لکه چې وړاندې یادونه وشوه ځینو غیر اسلامي کړیو هم ددې عمل غندنه وکړه او ویې غوښتل چې دا کار ترسره نه شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سر منشي ځانگړي استازي سټېفن ډيمسټورا، او په افغانستان او عراق کې د اشغالګرو ځواکونو اعلی قومندان جنرال ډیویډ پیټرایوس دواړو په خپل وار په جلا جلا توګه د مسیحي کلیسا له لوري د قرآن کریم سوځول وغندل او ویې ویل چې په دې کار سره به د وسلوالو مخالفینو (طالبانو) لخوا په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو ژوند لا پسې ورتریخ شي.

سټیفن ډیمسټورا وويل که دا کار وشي نو زمونږ په ګډون هر هغه بهرنی چې په افغانستان کې کار کوي د مخالفینو د غوسې لاندې راشي او ژوند به یې له ګواښ سره مخامخ شي.

همدارنګه جنرال ډیویډ پیټرایوس هم وويل که په فلوریډا کې د قرآن د سوځونې عمل ترسره شي په دې سره به د بهرنیانو ماموریت په افغانستان کې زیانمن شي، او په افغانستان د مېشتو امریکايانو لپاره به ناوړه پایله ولري. نوموړي په ډاګه له طالبانو ویره څرګنده کړه او ویې ويل چې ښايي طالبان د انتقام اخیستلو پر بناء په امریکايي پوځیانو خپلې حملې زیاتې کړي.

که دې موضوع ته لږ دقیق نظر وکړو د صليبي ځواکونو د اعلی قومندان جنرال پیټرایوس، او ډیمسټورا څرګندونې د دې غوښتنه کوي چې په ټوله نړۍ کې یوازیني هغه څوک چې دوی ترې د سوځیدلي قرآن د غچ اخیستنې هیله کوي، طالبان دي.

دوی د کوم اسلامي هیواد د حکومتدارانو او واکمنانو نومونه یاد نه کړل چې د قرآن د سوځونې په عمل سره یې ښايي اسلامي جذبه راوپاریږي او له امریکايانو د انتقام په لټه کې شي، بلکې په ګرده نړۍ کې هغه څوک چې ښايي له قرآن څخه دفاع وکړي، او د انتقام احساس پکې پیدا شي یوازې طالبان یاد شول.

که دې موضوع ته سرسري نظر ونکړو د صلیبي جګړې د اعلی قومندان څرګندونې ټول افغان ولس او په ځانګړي ډول طالبانو ته د ویاړ او افتخار ځای دی، هر افغان دې په دې وویاړي چې کله د قرآن د سوځونې خبره رااوچته شوه د همدوی له ویرې یې دې ناوړه عمل ته زړه ښه نه کړ.

په دې ځای کې پوښتنه راولاړیږي چې په داسې حال کې چې طالبان د مادي پلوه یوه کمزورې ډله ده او پوځي او اقتصادي ځواک یې له نشت سره برابر دی، ولې د امریکا په څیر پیاوړی اقتصادي او پوځي قوت له همدې طالبانو څخه ویره احساسوي او د قرآن سپکاوۍ ته زړه نه ښه کوي؟؟

حقیقت دا دی چې د اسلام دښمنان له هغه چا ویره نه لري چې د اسلام او مادیاتو په امتحان کې مادیاتو ته په اسلام باندې ترجیح ورکوي، دوی له هغه چا ډار لري چې اسلام ورته له خپل نفس، مال، او حتی ټولې واکمنۍ څخه بهتر وي، او د ټکر په صورت کې په لوړ غږ د اسلام لوړوالی غواړي، له خپل دین، کتاب، پیغمبر، او خاورې څخه د خپل سر په بیه دفاع ته چمتو وي، او په دې لار کې یې هیڅ دنیوي امتیاز نه شي غولولی.

د اسلام ستر لارښود محمد (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: الله جل جلاله ما ته دومره رعب راکړی چې دښمنان راڅخه د یوې میاشتې په مسافه کې هم ډاریږي. د همدې مبارک حدیث په استناد ویلی شو چې که چیرته څوک وغواړي په اسلام باندې د خپلو منګولو خښولو کچه ورمعلومه شي له دښمنانو دې وپوښتي چې له هغه څخه څومره ډار احساسوي؟؟ او دیني مقدساتو ته د سپکاوۍ په صورت ورڅخه د څه ډول غبرګون تمه لري؟؟ که چیرته یې ترې دا توقع درلوده چې ښايي د دیني مقدساتو د سپکاوۍ غچ او انتقام به واخلي نو همدا د نوموړي په اسلام باندې د منګولو ښخولو لوی ثبوت دی.

د اسلام دښمنانو طالبان په حقیقي معنی درک کړي، د طالبانو لوړ اهداف یې پیژندلي، او دې نتیجې ته رسیدلي چې طالبان په رښتیا هم لکه څنګه چې دعوه یې کوي په افغانستان کې د اسلامي نظام پلي کیدل غواړي، او له خپلو دیني مقدساتو څخه د دفاع په لار کې هرې سرښندنې ته تیار دي. همدا وجه وه چې چې کله د قرآن د سوځونې خبره راپورته شوه د اسلام دښمنانو یې له هرچا وړاندې مخالفت وکړ، ددې لپاره نه چې دا عمل ورته غیر انساني او غیر اخلاقي کار ښکاریدو، بلکې د طالبانو یادونه یې وکړه چې ډاریږو د خپل سپیڅلي کتاب د غچ اخیستنې په موخه په صليبي ځواکونه حملې زیاتې کړي.

زه وایم که همدا موضوع لږ په انصاف سره مطالعه کړو باید هر هغه مسلمان چې د قرآن د سوځونې خبر یې زړه دردمند کړی باید د افغان ولس د وسلوال مقاومت مننه وکړي، ددوی د مقاومت برکت دی چې نن ورځ په نړۍ کې څه ناڅه مسلمان ته ازادي ورکوله کیږي، د دوی د مقاومت برکت دی چې حتی د کرزي په اداره کې هم پخوانیو مجاهدینو ته څه ناڅه حیثیت حاصل دی (لکه څنګه چې عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد هم د کوچني اختر په مناسبت ولس ته په خپل پیغام کې ددې ټکي یادونه کړې)، او ددوی د مقاومت ډار دی چې په زرګونو کیلومتره لیرې د فلوریډا په ایالت کې یوه مسیحي کلیسا د قرآن د سوځونې له هوډ څخه په شا کیږي.

اوس ددې وخت رارسیدلی چې نړیوال او ولس دواړه د طالبانو په ارزښت او قدر باندې پوه شي، دوی باید د صليبي اشغال په وړاندې د افغان ولس د ملي مقاومت ملاتړ وکړي، په هره ممکنه وسیله دې ددوی مرستندوی شي، له دې سپیڅلي مقاومت څخه دې هغه ناولي لاسونه لنډ کړي چې د بدنامولو هڅه یې کوي، او په ژبه، قلم، ځان، او مال دې یې حمایت وکړي، او د الهي مرستې په ملتیا د همدې سپیڅلي مقاومت په مټ دې له ګران هیواد څخه د صلیبي اشغال ټغر ورټول کړي.

زه یو ځل بیا په ټینګار سره وایم، که چیرته مونږ د صلیبیانو له دغو غیر مستقیمو اعترافاتو څخه وروسته بیاهم د روان سپیڅلي مقاومت لمن داغداروو، په وړاندې یې له دښمنانو سره اوږه په اوږه دریږو، او په واقعیت او حقیقت سترګې پټوو دا به مو ترهر چا وړاندې له خپل قرآن، دین، پیغمبر او خپل رب سره جفا کړې وي، او هم به مو له خپل ملت سره خیانت کړی وي.

له الله جل جلاله سوال کوو چې طالبانو ته ددې لا زیات توفیق ورکړي چې د خپلو دیني او ملي ارزښتونو څخه په ښه توګه دفاع وکړي، او په راتلونکي کې هم دښمنان پرېنږدي چې زمونږ د سپیڅلي کتاب په ډاډه زړه توهین وکړي. آمین.