کور / علمي / د افغانستان کانونه : دجنګ کلونه پرعینک څنګه تیر شول ( ۵)

د افغانستان کانونه : دجنګ کلونه پرعینک څنګه تیر شول ( ۵)

دڅلورمی برخی سره په تړاو کي .

 دمعدن کارونه دا مهال ( ۱۹۷۸ ) په ډیره چټکی سره په دوو موخو روان وو . د یوی خوا د کشف شوو ساحو د زیرمو پرمحاسبه باندی اکتشافی کارونه مخ ته تلل او دبلی خوا یی په ګاونډی سیمو کی دمعدن د پراختیا په موخه دمعدن د ښاخونو دلټون چاری مخته روانی وی . په ۱۹۷۹ کی هم کارونه ټول کال بیله ستونزو مخته تله . دهمدی کال د ډیسمبر ۲۷ د جدی ۶ بدمرغه نیټه را ورسیده . د ۱۹۸۰ کال لومړی برخه هم خاص مشکل نه وو او لدی نه وروسته امنیت ورځ تر بلی په خرابیدوسو . د نور هیواد څخه مو تفحصاتی ، اکتشافی او نقشه اخیستونکی ګروپونه یوپه بل پسی مرکز ته راغوښتل او په ارامو سیمو کی مو پرکارونو زور اچاوه . په وزارت کی د شوروی مشاورانو نظر دا وو چی باید ددوی متخصیصان په کابل کی په لابراتواری کارونو لګیاشی ولی افغانی انجینران دی په لیرو پرتو سیمو کی کارونه پرمخ بیایی او د اړتیا پر وخت به دشوروی انجینرانو سره سلامشوری کوی . داکار ددی په خاطر زما دتائید وړ وو چی افغانی انجبنرانو پدی توګه کولای شول په مستقل ډول خپلی زده کړی په عملی ډګر کی پکار واچوی او خپلوعلمی مټانو ته توان ورکړی . خو پدغو نازکو شیبو کی بیا ددی کار نقص داوو چی ددوی د امنیت وساتلو ته باید پاملرنه شوی وای او داکار یوازی دافغانانو پخاطر په بشپړه توګه نه ترسره کیدی . کله چی به می د دوی ژوند ته عملی خطر و لیده ، فورا می ګروپونه له سیمی څخه ایستل ځکه تر معدنی شتمنیو د انسان ژوند راته ډیر ګران ښکاریده . په همدی خاطر مو د نیکه مرغه بیله عینک نه اصلا ځانی تلفات صفر ته نژدی وه . پدی اړه زما شناخت چی د وسله والو قوتونو دمشرانو سره می دکورنیو چارو او ملی دفاع وزارت کی درلود ، هم مرسته وکړه چی دوی زموږ دګروپونو په امنیت او را ایستلو کی کمک راسره کاوه .

 پدی توګه د ۱۹۸۱ کال نه پیل د عینک نه پرته نور ټول ساحوی کارونه چی پخوا په ټول هیواد کی روان وه ، یوازی په یوشمیر محدودو برخوکی و ښاری امنیتی ساحو ته نژدی راغونډ شول . خو دعینک پرکان باندی د بی شمیره تلفاتو په منلو سره کارونه د رژیم تر نسکوریدو پوری جاری وساتل شوه . البته ځانی تلفات هم وسله والو قوتونو ورکول چی اکثره وختونه یی بی تجربی کسانو ته دقطار امنیتی چاری سپارلی . د کارګرانو شفتونه می په میاشت کی یو ځل د څرخکو په مټ تبدیلول ، ولی اکمالات مو په لاریو کی د وسله وال قطار په بدرګه او دجنګی څرخکو په حمایه سرته رسول چی ځینی وختونه به ددی ټولو سره سره د درندو تلفاتو سره تړلی وه . پردغی لاری باندی د ډیرو شاه ځلمیانو ککرۍ د وینو رود یووړی او پرقبرونو یی شنی جنډی ورپیدی . پخپله په عینک کی د دفاع وزارت داتمی فرقی یو مجهز غنډ او دکورنیو چارو د وزارت یو مجهز کنډک د امنیت د پاره ځای پرځای وو . د دوی تر منځ هماهنګی منځته نه راتله ، هریوه به خپل امنیت ساته خو دکارکولو پرځای هیچاهم پسته نه اچول . په مرکز کی ددی مشکل حلول ګرانه خبره شوه . په پای کی مو و پتییل چی باید زه پخپله د اتمی فرقی د قوماندان ، دفرقی دسر سلاکار او د کورنیو چارو د وزارت دصلاحیت لرونکی استازی سره هلته ولاړ سم څو ځای پرځای د کار ساحی وټاکو او دامنیت مسئول قوتونه یی هم هلته په ګوته کړو . ددی سفر دپاره نيټه وټاکل شوه او دا هم دهمدغی شومی نیټی سره تړلی یوه بله ترخه او زړه بوګنونکی خاطره :

 د ټا˜لی نیټی نه څلور ورځی وړاندی ما د وزیر په هدایت د یوه چکی راغلی هیات سره د غوری د سمنټو د نوی فابریکی دپاره د کرکر – دودکښ د ډبرو سکارو د زیرمو دجاج اخیستلو او یو لړ نورو کارونو پخاطر پلخمری ته حرکت وکړ او عینک ته دنوموړی نیټی نه بابد یوه ورځ دمخه بیرته کابل ته راغلی وای . هغه وخت داچی په پلخمری کی هوایی ډګر نه وو نو اول کندز ته په الوتکه اوبیا له هغه ځایه د څرخکی پواسطه دپلخمری کیلګی ته سفر کیده . دبیرته راتګ پرمهال کیلګی ته دهوا دخرابوالی له مخی څرخکه الوتکه را ونه رسیدله . دابله ورځ عینک ته دسفر نیټه وه ، زه اول کندز اوبیا له ځایه په نظامی الوتکه کی کا بل ته پداسی وخت ورسیدم چی عینک ته هیلیکوپتر پرواز کړی وو . داچی زه نه وم , نو پرځای می دعینک دمعدن امر شهید انجینر بصیر چی یو پیاړی متخصص اوتکړه اداره چی وو ، د ټاکلو کسانو سره یوازی هلته ولاړ . هغه دمعدن کارونه خو ګویاهلته تنظیم شوه مګر افسوس او سل افسوسه چی دبیرته راتګ پروخت پرڅرخکه باندی کابل ته نژدی د موسهی په هوا کی سټینګر ولګید ، لاندی یی را وغورځول او ټولی سپاره کسان یی په ابدی خوب ویده کړل ، روح دی ښاده وی . پدغه خونړی پیښه کی ټول ۱۳ تنه له منځه ولاړل . پدی ډله کی جنرال عظیم د اتمی فرقی قوماندان ، دده یاور اویو شمبر باډی ګارډان ، د څارندوی د اړوند غنډ قوماندان چی نوم یی داګړی رانه هیر دی ( خو فکر کوم ډګروال شهباز نومیدی ) او همدارنګه داتمی فرقی دکشف شوروی سلاکار جنرال دخپلو یو شمیر همکارانو سره ګډون درلود .
زه لدغه مرګونی يښی نه د هوا خرابوالی وŽغورلم ی څرخ˜ه يی ری نښوده ˜يلګی ته راشی اوما تر˜ندزه ورسوی . د دندی رمهال زه دداسی ډيرومرګونو يښو سره مخامخ شوی يم ی هر ځل يوه دغه ډول تصادف تری نه ب ˜ړی يم او ل˜ه ˜بله يی بايد دŽغورون˜ی خدای ش˜ر ادا ˜ړم .

 پرعینک باندی ډیرو انجینرانو کار کړیدی خو یوازی دوه تنه یی په مسلکی لحاظ ډیر پیاوړی او تر ټولو برلاسی وو . یو یی همدغه شهید انجینر بصیر د معدن امر چی دظالم سټینګر پلاس کښیوت او بل یی دیپلوم انجینر محمد امین صادق د معدن سر انجینر چی د افغانستان دمعدنو په چارو کی دده پشان متخصص له بده مرغه بل نلرو . دغه پیاوړی متخصص محمد امین چی زما هم صنفی او ډیر ګران شخصی ملګری وو ، دکرزی صاحب دحکومت په پیل کی د ارواښاد محمد جمعه محمدی دکانو او صنایعو وزیرسره په پاکستان کی همدارنګه دیوی هوایی پیښی ښکارشو ، فردوس جنت دی په برخه وی . باید ووایم چی ددوی ځای به دافغانی جیولوجستانو تر منځ د لسګونو نورو کالو دپاره خالی پاته او ډکول به یی ډیر وخت وغواړی .

 په هغو ډیرو ترینګلو شرایطو کی دعینک د مسو زیرمو دمحاسبی د کارونو فعال ساتل اوتر پایلی رسول ، دا د افغانانی انجینرانو ، کارګرانو او وسله والو قوتونو د فداکاریو او دوطن داقتصادی پرمختیا او ټولنیزی سوکالی پخاطر دتل یادولو وړ یوه لوړه بیلګه ده چی د لاسته راوړنی اهمیت یی نن هر افغان وطنوال ته دچینایانو سره د قرارداد پربنسټ څرکند شو . دافغان مجاهد اوولس قربانی چی د وطن د ازادولو پخاطر یی د سرو لښکرو په وړاندی منلی او زغملی ده ، دهیواد په تاریخ کی به په زرین خط ولیکل شی او راتلونکی نسلونه به تل پری ویاړی . خو تنظیمی مشران د ای اس ای لخوا تل و دی ته هځول کیدل چی دخپل هیواد بنسټیز تاسیسات وران او اقتصادی ستنی یی له بیخه وباسی . دوی په خپل ټول وس ددغه دستور سره سم کارکاوه اوچی کابل ته راورسیدل ، په هیواد کی د سلګونو کلونو غونډه شوی شتمنی او ټول اقتصادی بنسټونه یی په څو ورځو کی دغنیمت او ونډ پنامه چور کړل . دا نه یوازی ټولو هیوادوالو بلکه ټولی نړی پخپلو سترګو ولیدل . داهغه څه دی چی د رښتینو مجاهدو پرګنو پربیشمیرو قربانیو او فداکاریو باندی یی سیوری غوړولی او له همدی کبله تر دا اوسه پوری تاریخوال ورنه تر څنګ تیریږی .

 درانه وطنوال می د چینایی پانګه والو سره د عینک دمسو د کان د قرارداد دخبر تر ارویدو وروسته دا پوښتنه هم راڅخه کوی چی : ایا ددی قرارداد شرایط دهغه قرارداد سره څه توپیر لری چی دسره اردو تر یرغل وروسته دشورویانو سره لاسلیک شو ؟ داخبر زما دپاره هم په زړه پوری ده او ددغه فرصت نه په ګټه اخیستلوسره باید وطنوال پری خبر کړم . د شورویانو داشغال وروسته دصدارت څخه دسلطانعلی کشتمند په امر د عینک کان دقرارداد په موخه تخنیکی – اقتصادی اسناد چی شوروی ماهرانو تکمیل کړی وه ، وزارت ته را ولیږل شول څو افغانی اړوند ماهران یی په هکله نظر ورکړی . پرنسیپ داسی وو چی دا ډول اسناد باید د وزارت دلاری بشپړ شوی وای او د وزیرانوشوراته دمنظور کولو پخاطر وړاندی شوی وای نه په معکوس ډول . د وزارت نه غوښتل شوی وه چی باید دتخنیکی – اقتصادی اسنادو پداسی برخو کی لکه برق ، ترانسپورټ ، کورجوړونی ، استخراجی چاری ، اقتصادی چاری او نوروکی خپل نظر وړاندی کړی . په هره برخه کی کمیسیونونه جوړ شول او دټولو سازماندهی چاری زما پرغاړه وی . ددغه قرارداد له مخی دمسو د ذوب او متالورژی کمبینات په شوروی کی په نظر کی نیول شوی وو او یوازی د مس لرونکو ډبرو دغنی کولو کمبینات به په افغانستان کی جوړ شوی وای . ددی قراردادسره سم غنی شوی ډبری ( کانسنترات ) شوروی ته صادری کیدی چی هلته بیا دوی پخپله ذوب کولی او پاخه مس یی دځان دپاره تری نه ترلاسه کول . زما او د یو شمیر نورو جیولوجستانو نظر داوو چی باید پخپله د متالورژی کمبینات په افغانستان کی جوړ او پاخه تولید شوی مس شوروی ته صادرشی نه غنی شوی ډبری .داکار ما په لاندی دلایلو سره دخپل هیواد په ګټه باله : الف – د پخو مسو دصادرولو او خرڅلاو ګټه د کانسنترات تر خرڅولو ډیره زیاته ده . ب – ددی کان په ډبرو کی د مس برسیره سپین زر ، سرب ، جست او یوشمیر نور فلزات هم په لږ مقدار شته چی د اوس دپاره یی ترلاسه کول په نننی تخنیک سره ګټور ندی . کیدلای شی دتکنالوژی په پرمختیا او دنوی تخنیک په منځته راتلو سره لدغو فلزاتو څخه هم کار واخیستل شی . که د ذوب کارخانه په افغانستان کی وی ، نوموړی مواد د تفالی سره په افغانستان کی دراتلونکی د پاره ذخیره پاته کیږی او که په بل هیواد کی وی ، دا دهغوی راتلونکی زیرمه ده . ج – که داکارخانه په افغانستان کی وی ، نو په زرګونو نور افغانی کارګران هم په کار لویږی او کار د غریبو پرګنو د ژوند پر سوکالی باندی دپام وړ مثبت اغیز ښندی . د – پدی کار سره بیا کارګری غورځنګ هم پیاوړی کیږی چی دی خبری هم هغه وخت ډیر چسپ درلود . خپل دانظر می د ښاغلی وزیر – محترم دانش سره شیریک کړ . نوموړی چی یو رښتینی وطنپال او مسلکی سړی وو ، دا وړاندیز یی تائید کړ . مګر شوروی پلاوی د یولړ ذهنی ذلایلو له مخی ددی وړاندیز سره مخالفت کاوه . پدی توګه خبره اوږده شوه او دکشتمند له دفتر نه یی هره ورځ فشار اچاوه چی کار باید هر څه ژر خلاص شی . زما سرمشاور چی د داود خان له وخت نه یی همدلته کارکاوه او لدی نه وړاندی دی په جیولوجیکی چارو کی د شوروی صدراعظم الکسی کاسیګین مشاور او د برژنیف سره دهغه په مخالفتونو ډیرښه خبر وو . ده د برژنیف نه ډیر بد وړه او دیرغل پر تصمیم باندی یی سخت خوابدی او ناراضه وو چی کله ناکله به یی په یوه یا بل ډول خپل نفرت څرګنداوه . دی یوه ورځ دکار دختم وروسته ماته راغی او راته یی وویل چی ستا په تشویش زه ښه پوهیږم ، ستا نظر سره لدی چی د افغان لوری په ګټه دی ، مګر غواړم په یوه خبره دی پوه کړم چی دغه قرارداد ډیر پخوا او دکانو او صنایعو وزارت ته تر رالیږلو مخکی ستاسی د وزیرانو دشورا رئیس کشتمند او زموږ دسفارت اقتصادی مستشار لاسلیک کړیدی او ټولی رسمی مرحلی یی دوی پخپلو تیری کړی دی . پدی کی هیڅ ډول بدلونونه راتلای نشی . دایوازی دسفارت په غوښتنه دلته راولیږل شو چی په فورمالیټی ډول یی قانونی پړاوونه ترسره اوحقوقی خلا یی ډکه کړی . کشتمند بیله هغه تا او دانش دواړو ته بهانه لټوی ، نور نو ستاسی خپله خوښه ده . که زما خبره منی د شوروی هیات سره ډیر جنجال مه جوړوه ، هغوی هره ورځ دصدارت مشاورته راپور ورکوی چی داستاسی په ګټه نه تمامیږی . که خپل پر نظر باندی بیا هم ټینګ ولاړ یی ، هغه دقراراد سره ضمیمه او دکمیسیون دنظر په توګه یی صدارت ته ور ولیږه نه دخپل شخصی نظر په توګه چی بیا تاوان درته کوی. ته پخپله پدی ښه پوهیږی ، کشتمند هغه څه کوی چی مشاور یی ورته وایی . موږ همداسی وکړه خو رښتیاهم په قرارداد کی هیڅ بدلون رانغی ځکه هغه پخوا لا لاسلیک شوی وو . په افغانستان کی ازادی بخښونکی جنګ زور واخیست . کله چی دګرباچوف په وخت کی شورویانو دخپل اشغالګر اردو پر وتلو فکر کاوه ، سفارت یی د نوموړی قرارداد دفسخ کولو وړاندیز وکړ او فسخ شو چی زه او همکاران می پدی کار ډیر خوښ شوو .

 کله چی دچینایانوسره تیرکال دعینک قرارداد لاسلیک شو ، دکانو او صنایع پخوانی مرستیال وزیر محمد اکرم غیاثی چی دپولی تخنیک په انستیتوت کی زما شاګرد وو او اوس یی استعفا کړیده ، په تلیفون کی راته وویل چی پدی قرارداد کی ټول لوړ ټکی په پام کی نیول شوی دی . پدی توګه دا قرارداد که په لاسلیک کولو کی یی رڼوالۍ موجود وی او فساد رول نه وی لوبولی ، دهغه بل قرارداد په پرتله چی سلطانعلی کشتمند لاسلیک کړی وو ، دافغانانو ډیر په ګټه دی . که څه هم ددی قرارداد بشپړ جزئیات ماته ندی معلوم ، خو که دغه لوړ ټکی رښتیاهم هلته په پام کی نیول شوی وی ، دتائید وړ ګڼل کیږی .

 ښاغلی عبدالحنان روستایی د ګفتمان په سایت کی د ( بازی استعمار در هنګامه معادن افغانستان ) تر سرلیک لاندی یوه لیکنه نشر کړی او هلته یی لیکلی ( معدن مس عینک . . . . که دارای ۷۰۰ میلیون تن سنګ مس بوده . . . . ) . نوموړی وروسته د المان دشپیګل مجلی د قوله لیکی چی د چینایانو سره د عینک پدغه قرارداد کی دکانو اوصنایعو پخوانی وزیر محمد ابراهیم عادل ۳۰ میلیونه ډالره رشوت اخیستی او داپیسی یی په دوبۍ کی ترلاسه کړی دی اوهمدارنګه کریم خلیلی هم چی ښاغلی عادل یی د قومی او ګوندی اړیکو له مخی د وزیر په توګه مقرر کړی وو ، ۳۰۰ میلیونه ډالره یی خپله ونډه اخیستی ده . پدی موضوع باندی زه خبر نه یم او ځکه نو څه ویلای نشم . خو نپوهیږم چی محترم روستايی به دمسو دزیرمو په اړه دا ارقام دکوم سند له مخی یاد کړی وی او همدارنګه د ( سنګ مس ) څخه به دده هدف څه وی ، مګر د مسو زیرمی پدغه معدن کی د ۱۰ څخه تر ۱۱ میلیون ټنو پوری حساب شوی دی نه ۷۰۰ میلیونه ټنه ( کاشکی دومره زیاتی وای ). ماته تر اوسه دکوم معدن پته نشته چی دمسو زیرمه یی دومره وی . ښاغلی حنان روستایی په نوموړی لیکنه کی د پنجشیر د زمردو دمعدن په اړه زیاتوی چی یوازی په ۱۹۹۲ کال کی دنظار شورا لدی معدن نه د شلو میلیون ډالرو په ارزښت زمرد خارج ته قاچاق کړیدی او په غیر فنی استخراج سره یی ستر زیان ونوموړی معدن ته اړولی دی . داچی د څومره میلیونو ډالرو زمرد یی قاچاق کړیدی ، زماسره کوم سند نشته خو داچی په وحشانه استخراج سره یی و دغو ملی شتمنیو ته د نژدی درو لسیزو په موده کی نه جبرانیدونکۍ زیان اړولی دی ، د معدن پیژندنی هر یو شاګرد ور څخه سترګی پټولای نشی .

 د پنځمی برخی پای . نور بیا