عمران فاروق په لندن کې ووژل شو
65
دپاکستان دقومي يووالې غورځنګ يولوړپوړى غړى عمران فاروق په لندن کې وژل شوى دى .
ويل کيږي يادپاکستانى سياستوال تيره شپه دلندن ښارپه شمال کې دوسلوالوکسانولخوا په ډزو ووژل شو.
بل پلودپاکستان ددغه غورځنګ په سلګونوپلويانودبرطانيه له دولت څخه غوښتې چې دعمران فاروق دوژل کيدو عاملين ژر ترژره ونيسي .
دعمران فاروق له وژل کيدوسره په کراچۍ ښارکې يوځلې بياتاوتريخوالې زور اخيستى اودکراچۍ په ښارکې څوموترونه هم سوزول شوي دي .