کور / تازه خبرونه / کندز : د اتو تنو وسله وال د وژولو خبر ورکړل سو

کندز : د اتو تنو وسله وال د وژولو خبر ورکړل سو

لراوبر ته د آى جې سي عامه پوهاوي د فتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په کندزو ولايت کي يې د يوه هوايي بريد په ترڅ کي اته تنه وسله وال وژلي دي . په خبرپاڼه کي راغلي چي دغه عمليات يې د دې ولايت د علي آباد په ولسوالۍ کي د طالبانو د ټاکل سوي ولسوال چي دې ولسوالۍ ته يې ټاکلى د نيولو په موخه ترسره کړي . د خبرپاڼي په حواله چي دغه ولسوال او ملګرو يې غوښتل چي د شنبې يعني نن چي د انتخاباتو ورځ ده بريدونه ترسره کړي خو په خبرپاڼه کي خپله نه د قوماندان د وژلو او نه يې د نيولو خبره سوې يوازي او يوازي ويل سوي چي د يوه قوماندان د نيولو په موخه پر ترسره سوو عملياتو کي يې اته تنه وژلي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري طالبانو يا کومي بلي ډلي څه نه دي ويلي .