کور / تازه خبرونه / پکتياوال دجنرال جرئت ٢٤ميله وسلي ضبتي کړي

پکتياوال دجنرال جرئت ٢٤ميله وسلي ضبتي کړي

دکابل پوليسوتيره ورځ دکابل ښار په مربوطاتو کې د٢٧تنو سره د٢٤ميله وسلواواتو سرپ موټرو  دنيولو خبر وکړ.



دکابل دامنيه قومندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دامبارزې مشر جنرال عليشاه پکتياو وايي چې دغه وسله والو کسان يي ځکه نيولي چي کوم قانوني اسناد يي نه درلودل .



پکتياوال ويل چې دغه کسانو په (USPI)  امنيتي کمپنۍ پورې ځانونه تړلي بلل خو کوم قانوني اسناد يي نه درلودل .


په امنيه قومندانۍ کي يوتن جنرال دنوم دنه ښودلو په شرط وويل چې دغه وسلو کي راکټونه ،سل ټکه ،پيکا ، کله کوپ ،تومانچي او کلاشينکوپونه وو.


نوموړي ويل چې دغه وسلې ټولې دپخواني جګړه مار اواونظار شورا اړوند قومندان جنرل  جرئت اړوندوي  .


پکتياوال ددي پوښتني په ځواب کې چې آيا دغه وسلې دامنيتي کمپنيو دامنيت لپاره وي اوکه دبل هدف په خاطر وويل چې  ددفترو نو امنيت خو يوازې په سپکو وسلو کيږي له دي ډلې سره خو راکټونه سل ټکه اويوه اندازه نورې  وسلې هم وي .


هغه ويل چې په همدې موخه يي پلټنه پيل کړي اوډير ژربه يي معلوم اودمطبوعاتو له لاري به يي خلکو ته وروپيژني .