افغان دولت ، ډيورند کرښه او ستاسو نظر

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2010



ولې دافغانستان پولې او سرحدونه نیمګړې پاتې دي ،ولې افغان دولت او بیا لوی پښتون قوم په دې اړوند غلي ناست دي .
کله چې د ډیورند کرښې  معامله په ۱۹۹۳ کې پای ته ورسیده ملګرو ملتونو هم خپل غوږونه کاڼه کړل او په دې اړوند یې هیڅ هم ونه ویل ،ملګري ملتونه په دې فکر و چې په هغه وخت کې په هیوادکې خپلمنځي جنګونه و ځکه دوﺉ غلي پاتې و.
خیرپه هر صورت تیر په هیر رابه شو اوسني او نني وخت ته ولې افغان دولت په دې هکله غلی ناست دی؟.
افغان دولت په دې ۸ کلونو کې په دې نه دی توانېدلی چې ځانله دا پوښتنه وکړي چې (ډیورند لاین باید له منځه ورک شي او د افغانستان پوله باید په نښه شي ).
ذهن ته خو دا پوښتنه پیدا کیږي چې ولې افغان دولت دا پوښتنه نه کوي ! او یا افغان دولت ددې پوښتنې توان او ځواک نه لري ! ددې پوښتنې تر شا داسې نور پټ رازونه دي چې ګوندې هغه به برالا شي او که څنګه ؟
افغان دولت په دې اړه خپل تصمیم نشي نیولای  او نه یې څه په وس کې دي که چېرې څه یې کولای شوای  په دې ۸ کلونو کې به یې کړي وای .
اوسنی دولت چې ددې پوښتنې صلاحیت نه لري  نو څرګنده ده چې دهیواد دتجزې مساله یو څه ناڅه خپله څیره مااو تاته ښي.
دا چې اوسنی افغانستان په منځ کې دوه کیږي او ټول ملت په دې هکله غلی ناست دی ، داچې شمالي ټلواله په ډالرو مسته شوې ده داچې پردي میلمانه اوس دهیواد کوربه شوي او شمالي ټلواله یې په عیش او نوش اموخته کړیده او ددې ټلوالې لپاره په هیواد کې کار کوي ، څرګنده ده چې دوﺉ هم دهغوﺉ لپاره کار کوي او دا ۴۰ هیوادونه ټول د افغانستان معدنونو ته غله دي .همدوﺉ یې نه غواړي چې دا هیواد دې پخپلو پښو ودریږي که داسې وشي نو دا به ددوﺉ لپاره دنکامۍ زیری وي.
داچې پردي وګړي زما دخاورې پوله نشي څرګندولې نو ولې همدغو پردیو زما خاوره د محدودو کلونو لپاره دبل چا په واک کې ورکړې وه ؟!
دا پوښتنه باید ټول پښتانه له ملګرو ملتو  نه  وکړي چې ولې لوی قوم په دوه برخو وویشل شو؟
ولې دافغانستان خاوره دې بل یوه هیواد ته ورکړي دوﺉ چې دا کار کړی اوس دې بیرته همدا پوله افغانستان پورې ونښلوي!
او اوس څه چې ۱۷ کاله وړاندې ددې خاورې نیټه پوره شوې وه  ولې له افغانستان سره نه نښلول کیږي ؟
ښکاره ده چې دا وګړي په دې خاوره کې خپل معیشت،عیش او نوش ګوري که نه والله که زما او ستا لپاره دوﺉ دلته راغلي وي !
 دیوه ازاد او بشپړ  افغانستان په هیله!

Copyright Larawbar 2007-2024